طالب ضد ولسي پاڅون گټې او زيانونه په اړه ستاسو پیغامونه

ستاسې ځینې پیغامونه

رورکی انډیا

زما په اند دا خو طالبانو ته ډیر د شرم ځای دی.ځکه چی اولس ددوی سره جنګیږی، نو دوی حکومت په چاه کوی؟

عبدالبصیر

کابل

دغه پاڅون د افغانستان په ګټه دی او اوس د افغانستان حکومت ته په کار دي چه دغو سیمو ته مرستیېورسوي

عبدالهادي صادق

جلال اباد

دا پاڅون یو ښه اقدام بولم؛ ځکه ولس د خپلې ابرو، سر او مال خوندیتوب په خاطر دا کار کړی.

ولس پوه شو چې له یوې خوا دولت خپل رسالت په په سمه توګه په مخ نشي وړلی او ددوی امنیتي ستونزې نشي ورحلولی او له بله پلوه سیمه ییز طالب پلوي هم په افراطي اوبې فکره ډول ددوی ښوونځي او روغتیایی مرکزونه ور تړي، چې ټول زیان د ځایي هستوګنو په برخه دی، نوځکه اړشول، خو دا پاځون به هغه مهال بریالی او نورو سیمو ته هم وغزیږي، چې که افغان دولت او نړیوال هم په ریښتیا غواړي، چې د داسې ډلو مخه ونیسي او دپاڅون کوونکو ملاتړ وکړي، نو دا به مؤثر تما شي که نه ښايي په همدې سيمه کې پاتې او بالاخره خاموشه شي

احمدالله احمدي

پکتيا

ريښتياهم طالبانو په ډېرو سيمو کې بدې کړنې کوي ، چې ولس ته د منلو وړ نه دي

محب الله

کاناډا

زما په نظر علما باید پاڅونوالو ته د اسلام په رڼاکې هغه فتواوي ورکړي چې اولس ته صلح په کښي نغښتي وي.

حبیب الرحمن

کابل

دا د امریکا غلامان دی چه دطالبانو په مقابل کی قیام کوی او داخلی جنګ ته لمن وهی

عبد الواجد مسعود

د پاڅونکونکیو غوښتنه داده چی د دوی بچی پریښودل شی چی مدرسی او مکتبو ته لاړ سی اوکه چیری ددی غوښتنی مخی ته هر څوک خنډ جوړ وی که هغه دولت وي او که طالب مونږ تیار یو چې خوله ماتونکی ځواب ورته ووایو

نجيب صافى

دهر هغه چا په مقابل کې چی دخلکو حقوق ترپښولاندی کوي پرخلکو ظلم کوي مکتبونه سوځوي معلمان وژني اونه غواړې چې زمونږ هیواد پرمختګ وکړي که هغه هرڅوک وي که طالب وی اوکه غیر طالب دهغوی په مقابل کې داسې پاڅونونه دخلکو مسلم حق دی. مننه

رفيع اله شيرزاد

سلامونه او نیکی هیلی! زما په آند دایو ښه خوځښت او ابتکار دى د خلکو په وسيله رامينځ ته شوي خو داسی حرکات د دولت لخوا هم بايد ګړندی شی او هم یو څه رسمی شی کنه نو د یوی نوی ډلی د راپیداکیدو امکانات ډیر دی. دا ډله

ضيا صاحبزاده

ما په اند دا د عراق ګیم دی کله چې په عراق کې ناټو مشکل سره مخامخ شو ه نو د خلکو په منځ کې یې تفرقه واچوله نو دوي کامیاب شول ، دلته هم دغه قصه ده پخوا به کله چې انګریزانو یو ملک نیولو نو ويل به يې تفرقه واچوه حکومت وکړه دا ټول چلونه دي چې نا خبره افغانان د دې او ههغ په نامه استعمالوی خدای (ج) د د افغانانو ملګری شي.

احمدالله احمدي پکتيا

په پښتو کې يو متل ده چې په خره يي زور ونه رسيږي د خره په کته بينا کوي ، طالبان هم چې په دولت او په نورو بهرنيو زور ونه رسيږي خلک ځوره وي ، چې ولس ته دمنلو وړ نده، خو طالبان دې په دې پوه شي چې د ولس سره دې ډغرې نه وهي ، ولس هم ډېر ځوريدلی نور دې ستونزې نه ورته جوړه وي

عبد اله صادق

دا پاڅون یو ښه اقدام بولم؛ ځکه ولس د خپلې ابرو، سر او مال خوندیتوب په خاطر دا کار کړی

ولس پوه شو چې له یوې خوا دولت خپل رسالت په په سمه توګه په مخ نشي وړلی او ددوی امنیتي ستونزې نشي ورحلولی او له بله پلوه سیمه ییز طالب پلوي هم په افراطي اوبې فکره ډول ددوی ښوونځي او روغتیایی مرکزونه ور تړي، چې ټول زیان د ځای هستوګنو په برخه دی، نوځکه اړشول، خو دا پاځون به هغه مهال بریالی او نورو سیمو ته هم وغزیږي، چې که افغان دولت او نړیوال هم په ریښتیا غواړي، چې دداسې ډلو مخه ونیسي او دپاڅون کوونکو ملاتړ وکړي، که نه دا مؤثر او د زوریدنو پرضد پاځون به په همدې سیمه منحصر او ژر خاموشه شي.

اسداله هېواد مل

دا یو ښه کار دی چې ولس پدی پوه شو چې مکتب او کلنیک ددوی په گټه دی . او که دا احساس پکې کاله وړاندې پیداشوی وی اوس به دا مشکل نه و . ولس باید دولت نه خواست وکړي چې ّپښتنو ته په دولت پوره ونډه ورکړی .

عبد الرازق

هلمند

دا به د طالبانولپاره یو ګوزاروي چې ولس یې په مقابله کې ودریږي

جان محمد اڅکزى

غم د پاسه غم دی ..... نور له دې بېچاره اولس نه لاره ورکه ده چې چا پسی لاړ شی او د چا په نقش قدم واخلی کله د کمونست په نوم، کله د مجاهد په نوم، کله د طالب په نوم، کله د اربکیو په نوم او اوس دا دى د ولسی پاڅون په نامه دا ملت غرکيږي .

محمد نسيم يوسفي

د طالبانو ظلم اوبي رحمۍ ولس دي ته اړه کړي چې په وړاندې يې وجنگيږي

قدرت اله جمال

زما په نظر دا به ښې پايلې ونه لري ځکه يو شمير عوام له طالبانو سره ولاړ دي او يو شمير نور له حکو مت سره. زيات زيان هغو ته رسيږي چې د دواړو تر مېنځ ولاړ دي نو زما په اند تر هغه چې ټول پښتانه د وحدت لاسونه سره ورنه کړي دغه راز پاڅونونه د ولس په خير نه تماميږي

اقرار خان

نور ملت نشي کولى چه په ظلم کې ژوند وکړي نور ولس مجبور وه چه د ظلم نه ځان خلاص کړي او دا يو ښه قدم دي چيرته چه طالبان واکمن دي هغه ځاي ترقي نه پاتی دي ۰

بشير خالوزى

باجوړ

داسې کار یوازې د قبیلوي جګړو سبب کېږي نور هیڅ ګټه نه لری. ښه بيلگه د پا کستان قبايلي سيمي او امن جرگي دي

سباوون ستورى مهدي

خوست

د طالبانو او يا هم د ملت او دولت ضد کړيو په وړاندې د خلکو ملى پاڅونونه په عام المنفعه کارونو کې ډير ګټور تماميږى. ځکه په ملى پاڅون يا حرکت کې ټول خلک د يووالى او اتحاد په ډول سره راټوليږى

امان شکسته

لومړی سلام ، داخو ښکاره ده دا ملی پاڅون به له یوه اړخه افغانانو ته ښه وی هغه دا چې د کلیو او بانډو امنیت سره به مرسته وکړي او که دا پاڅون د چا په تحريک وي نو خدای مکړه له دملی پاڅونه به بل گټه پورته کړي

زکريا ميرزى

زه ما په اند خو دا پاڅونونه به ښې پایلې ولري او دا کار باید تر دې پخواه شوي واې او په ټول افغانستان کې تر سره سې. د افغانانو د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده هر څه حد لرې طالبانو د حد نه خبر غزولې ده، لس کاله کیږي چې په افغانستان کې مختلفه خیریه ټولنې د بیا رغونې لپاره کار کوي او ډیره ښه فرصتونه ول چې خلکو ورنه ګټه پورته کړې واې. خو دا لړۍ په هغو سیمو کې چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې وې تر سره نه سوه او لا هم حالات خرا سول. د لوبې اصلي لوبغاړي خو فکر کوم چې ټول افغانان يې پیژندې اوس دا وخت راسیدلی دی چې ددوې ګوډاګیانو لاسونه په خپله ورلنډ کړي او نړره جلته دا اجازه ور نکړي چې د اولادونو ښونځې يې په بمونه وا نه لوځول سې.

سيد خان شينوارى

دا ملي پاڅون د افغانستان د خلکو په تاوان دى باید خپلو سرحدونو نه دفاع وکړو کوم کار چه د دولت دنده وی ولس ورنه بايد لېری وساتل شی. له دینه وروسته به خلک دې طالب په نو م بی ځایه ځورول کیږی او وژل کيږي به او دا د افغان حکومت او امریکا اوناتو د ناکامی په وجه

نور احمد پاڅون

زما له انده دا پاڅون به تر ډیره بریده ګټورورتمام شي ځکه چې په دې ورستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د مختلیفو وسلوالو ډلو له خوا ښوونځی تړل شوي، د عامه ځایونو د بیارغونې کارونه د دوی له خوا بند شوی دي نو د دې لپاره چې خلګ د تعلیم څخه بې برخې پاتې نشي او د ښه ژوندکولو لپاره او د عامه کارونو او بیا رغونې څخه بې برخې نشي نو دا به ترټولو غوره لاروي.

ورته مطالب