د استاد منلي کالم، دا کابل دی: غږونه او غوږونه

Image caption که هر څوک خپل عقاید او نظرونه په ازاد ډول ښکاره کړي او نور یې د یو حق په حیث وزغمي، دا به د انساني ارزښتونو د غوړېدا لپاره ښه زمینه وي.

مازیګر مهال د کابل لوېدیځ لور ته د یوې تلوېزیونې مرکې لپاره روان وم.

دهمزنګ ته چې نژدې شوم، لمر د میروېس میدان پر سړک را ته مخامخ ولاړ و.

د دهمزنګ په څلور لارې کې د مازیګري په ژېړبخنه رڼا کې را څخه د عبدالوکیل خان څلی ورک شو.

پر ځای یې د بوډۍ د ټال په رنګ یو ستر تجیر راښکاره شو.

څلور لارې ته چې ورسېدم نو ایله پوه شوم چې د څلي له سره د څلورلاري تر کټارو پورې په لسګونو مزي غزېدلي وو او سرې، شنې، زېړې، زرغونې د پلاستیک ټوټې پرې راځړېدلې وې.

پوه نه شوم چې دا ټول د څه لپاره وو.

دوه درې ورځې وروسته چې له مکرویانو د ښار پر لور روان وم، د شېر دروازې د غره پر څنډه، هغه ځای چې نور نو د زورآباد پر کورونو دغره سر ته په ختلو کې سالنډی لګېږي، له وروستیو ودانیو لږ بره، په سپین لیک لیکل شوي وو "یا مهدي".

پر سبا، یا پر بل سبا یې د کابل شاهانو د وخت دېواله ته څېرمه لیکل شوي وو "یا مولا".

اوس مې نو ایله فکر کار وکړ.

د برات د میاشتې نیمایي ده، په ۱۵ مه یې، چې یو مهال زموږ د کلي پېغلو پینځلسی لمانځه، امام محمد بن حسن عسکري، چې په امام مهدي مشهور دی او د ۱۲ امامي شیعه یانو دولسم امام دی، زېږېدلی دی.

د عاشورا په ورځو کې د کابل په بېلا بېلو سیمو کې د واټونو پر سر په تورو ټوکرانو پوښل شوې دروازې جوړېږي چې اوس د کابل خلکو ته بېخي عادي ښکاري.

د سنبلې پر ۱۸ د کابل ښاریان، که وغواړي چې د رسمي رخصتۍ له برکته په ښار کې وګرزي نو له ګڼو ترافیکي ستونزو سره به مخ شي.

پر دې ورځ، چې د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ورځ ده، په سلګونو موټرونه، چې په هر یو کې د اصلي ظرفیت دوه، درې برابره کسان - تور بیرغونه په لاس - سپاره وي، په واټونو کې په ډېره چټکۍ ځي راځي او د ښار لارې او کوڅې د ښاریانو له واکه باسي.

دې ته ورته مراسم د کال په نورو ورځو کې هم تر سره کېږي.

د شېر دروازې پرغره د "مهدي" او "مولا" د مبارک یاد دغه سپینې نخښې د ورته کړنو یوه بله بېلګه ده.

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدلو وروسته، د بیان ازادي د نوي نظام ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

د سیاسي او ټولنیزو غوښتنو لپاره لاریونونه، د لږکیو له خوا ټولو ته د خپل غږ اورول، په خورا شور او ځوږ د راز راز شهیدانو او قهرمان انو لمانځل د دیموکراسۍ په فضا کې یوه طبیعي چاره ده خو پر ټولو د خپلو عقایدو، سیاسي نظرونو او تمایلاتو تحمیلول تر کومه د دیموکراسۍ له اصولو سره اړخ لګوي؟

که ريښتیا ووایم تر اوسه لا دې پوښتنې ته ځواب نه لرم.

فکر کوم چې که هر څوک خپل عقاید او نظرونه په ازاد ډول ښکاره کړي او نور یې د یو حق په حیث وزغمي، دا به د انساني ارزښتونو د غوړېدا لپاره ښه زمینه وي.

خو په کابل کې دغه د عقایدو او نظرونو څرګندول تر کومه ځایه د ټولو حق ګڼل کېږي؟

که د کابل، خوست یا جلال اباد هندوان او سکان خپل مذهبي مراسم کوڅو ته راوکاږي څوک به یې پرېږدي؟

کېدای شي چې هغه د پخوانیو انقلابیانو مقوله چې ویل یې "حق نه ورکول کیږي، حق اخیستل کېږي" اوس هم ریښتیا وي او د بیان او عقیدې ازادي یوازې هغو ته تامین شوې وي چې زور ورسره مل وي.

ورته مطالب