د بشرنوید کالم پښتونخوا: د اثارو غلا

د انځور حقوق Getty
Image caption اثار او دا فنون د وطن، د قومونو امانتونه دي.

په تهذيبونو کې د انساني زمانې اثار، تاريخ، تهذيب، تمدن محفوظ (ساتلی) وي. په ټولو هېوادونو کې خپل اثار او تاريخ په دغه اثارو کې هر چا ته ښکاره وي.

زموږ په خطه (سیمه) کې د ګندهارا تهذيب نمونې او اثار موجود دى.

په کراچۍ کې د بودا د مجسمو سره د ګندهارا تهذيب د قاچاق کولو هڅه شنډه شوه. دا پېښه په ځان کې د تهذيبونو د غلا د بېن الاقوامي قاچاقبرانو نخښې نښانې ښيي.

ځکه چې د تاريخى نوادراتو دا ټرک (لارۍ) اول کراچۍ ته رسول شوې وه او د سيالکوټ پر لوري د تګ پر وخت د کراچۍ پوليس ونیوله.

د پښتونخوا حکومت د سند له حکومت سره په رابطه (اړیکه) کې دی چې د ګندهارا تهذيب د پښتونخوا سره تعلق لري او دا هر څه دې ورته حواله کړي.

دا خو يوه خبره، پېښه، او د تاريخي نوادراتو (لرغوني اثار) د قاچاق يو هڅه وه چې پوليسو شنډه کړې ده، خو په دې پېښه کې د پښتونخوا د پخواني اثارو محکمې، او حکومت په ځان باندې په خپله يوه دعوه کړې ده.

هغه دعوه دا ده چې هر کله دا اثار بېرته غوښتل کيږي نو څرګنده خبره ده چې د دې په قاچاق کولو کې د پښتونخوا د لرغونو اثارو د محکمې او وزارت د سر خلک لاس لري.

ځکه چې دومره غټه غلا د ځمکې لاندې په کنستو نه ده شوې، اخر دا لرغوني اثار، دا بوتان او دا تاريخي تهذيبي اثار له کومې راغلل؟

دا پېښې په جنګونو او د يو هېواد په بل هېواد، د يرغلونو په نتيجه کې کيږي، لکه موږ سره په ګاونډ کې نژدې د افغانستان د موزيمونو نه د تاريخى اثارو او د تهذيب او تاريخ د غلا کولو پېښې شوي دي.

د ابدالي تُوره او پټکى نن هم سواليه نشانونه دي، چې دا چا؟ دا ولې؟ او دا څه شول؟

د افغانستان په جنګ کې که له يوې خوا افغانانو ځانونه بايللي دي، له بلې خوا يې فنون، تاريخ، تهذيب، تمدن او لرغوني اثارغلا شوي دي.

د افغانستان د تهذيبونو، تاريخونو، غلا په نژدې پېښور کې په جار خرڅېدل. نن به هم د پخواني جرنېلانو (جنرالانو)، مجاهدينو په کورونو، بنګلو او محلونو (ماڼۍ ګانو) کې دغه اثار د تهذيب د غلا په نوم نه، د فاتح جرنېل د نخښې په نوم پراته وي.

له بده مرغه په دغه غلا کې ورسره په خپله د کور سړي شامل وو، يعنى غل د بهر او جاسوس د کور!

ما په ډېرو ليکنو کې دا خبره کړې ده. اوس يې هم تازه کوم. بايد افغان حکومت خپل لرغوني اثار، قيمتي توکي، او خپل تاريخ په نړيواله محکمه کې په دعوه وغواړي.

د باميان مسخ (وران) شوی بودا نن هم د ټولې نړۍ د تهذيبونو ساتندويو ته په ځان د متشدده تهذيب داستان وايي!

نن هم په افغانستان کې د سرو لښکرو نه واخله د سپينو پوځيانو پورې، افغاني تهذيب دا پوښتنې ته ځواب نه لري چې تاسو د انقلاب، د جهاد، د جنګ او د امن په نامه کې هم نه د افغان سر محفوظ کړ، نه مو په غرونو کې په ګټو تراشلي بوتان او نه په موزيمونو کې تاريخي اثار!

بل خوا د اسلامي نړۍ د لوی جامع ازهر په موجودګۍ (شته والي) کې هم فرعون د مصر د پخواني تهذيب نمونه ده.

فرعون چې د خپل وخت د خدايۍ دعوه کوله خو جامع ازهر پرې د ضايع کولو فتوىٰ نه ده ورکړې.

په پخواني شوروي اتحاد کې چې د لېنن مجسمه راکوزه شوه نو د هغه د محفوظ لاش (جسد) ښخولو غږ هم وشو. خو اجازه ورنه کړای شوه.

د لېنن د لاش (جسد) د ښخولو خبرې بيا روانې دي خو د بوډا روس د انقلاب بوډا لېنن نن هم فقط د يو انقلابي سړي لاش (جسد) نه دی. د يو دور د انقلاب د تهذيب نمونه ده.

تهذيبونه په څه نا څه شکل په ټوله دنيا کې محفوظ (خوندي) ساتل شوي دي.

د ټولې دنيا جنګونو يو بل له تهذيبونه محفوظ ساتلي دي خو پښتون افغان باندې چې جنګونه راغلي دي، خپل دی که پردى دى، هغوى تاريخي اثارو ته د تهذيبونو او د مذهبونو د تصادم په هنداره کې کتلي دي.

حتٰى چې يو دور د بل دور مطبوعات، فنون او فنکاران هم سوزولي، وژلي او وران کړي يې دي.

دا اثار او دا فنون د وطن، د قومونو امانتونه دي. موږ د بُت شکنۍ په ړنده عقيده کې د انساني دورونو تهذيبونه له منځه وړو.

خو دې ته نه ګورو چې موږ د فاتح په شکل کې په بُت پښې ږدو او که د انساني تهذيب او تاريخ اثار ختموو!؟

زموږ د مذهب مخالف انتها پسند حجر اسود ته هم فقط يوه ګټه وايي. خو د حجر اسود په ګټه کې زموږ د پېغمبر جلال او جمال ښکاره دی.

که څوک وايي چې په ګټه کې څه تهذيب دی نو دلته زموږ په خطه (سیمه) کې د ګندهارا او بودا تهذيب څومره نمونې دي.

دغه نمونې په خاموشه ژبه کې د خپل خپل دور د خپلې خپلې زمانې د انسان د تهذيب او تمدن يو تاريخ ګويا دی.

په دغه ژبه بت شکنان دومره پوهېږي چې هغوى وايي، يو فنکار زموږ د خدای نه ګټه جوړه کړې ده، ځکه يې د مذهب په نوم الوزوي.

د اۤرکيالوجۍ (لرغونپوهنې) کارپوهان دغه ژبه پېژني، ځکه ور پسې د ځمکې خاورو لاندې ځي چې په دې خطه د انساني ژوند اثار رابرسېره کړي.

او يا د بوتانو په ژبه قاچاقبران پوهيږي چې هغوى د دغه تهذيبونو بيه هم لګوي.

په کراچۍ کې د بودا، او ګندهارا د تهذيب اثار په دغه غلا يوه عجيبه پوښتنه کوي، هغوى وايي!

افغانستان باندې جنګونه تېر شول نو د اثارو غلاګرو يې ټول اثار غلا کړل، په پاکستان کې هغه ډول جنګ نشته خو له جنګ نه وړاندې ترې اثار غلا کيږي، تعجب دی او که نه!؟

ورته مطالب