د اوږد عمر راز چېرته دی؟

Image caption د دې سیالۍ بله ننګونه دا ده چې ګډونوال څېړونکي په کار ده دا ټوله پروژه په ارزانه بیه، او دقیقه کچه بشپړه کړي.

د ساینسي موندنو د ودې او پرمختګ یو امریکایي بنسټ خبر ورکړی دی چې هغه چا ته به ۱۰۰ میلیونه ډالره جایزه ورکوي چې د اوږد عمر ارثي لاملونه پیدا کړي.

د دې جایزې د ګټلو سیالي وروسته له هغې پیل شوه چې نامتو ساینسي پانګوال، جانتن راڅبرګ، په کې د ګډون کولو سینه ووهله.

د دې سیالۍ ګډونوالو ته به د راتلونکي کال په سپټمبر کې ۳۰ ورځې وخت ورکول کیږي چې د داسې ۱۰۰ انسانانو ټوله ډي ان اې DNA وسپړي، چې تر ۱۰۰ کلونو ډېر عمر یې کړی وي.

هیله څرګنده شوې ده چې د دې وګړو د ډي ان اې (DNA) د ټولې لړۍ پلټلو سره به ساینسپوهان وشي کولی ټول هغه جینونه Genes وپېژني چې دې وګړو ته یې تر ۱۰۰ کلو اوږد عمر ور په برخه کړی دی.

جین هغه ارثي واحد دی چې د یو ژوي بېلا بېلې ځانګړنې ټاکي، او ور پسې نسلونو ته یې لېږدوی.

د دې سیالۍ بله ننګونه دا ده چې ګډونوال څېړونکي په کار ده دا ټوله پروژه په ارزانه بیه، او دقیقه کچه بشپړه کړي.

۱۰۰کسه داسې داوطلبانو چې عمر یې تر ۱۰۰ کلونو اوښتی لا وختي د خپلې ډي ان اې (DNA) بېلګې دي علمي سیالۍ ته په واک کې ایښې دي. د ارثي علومو پوهان لا د مخه ځینې داسې جینونه پېژني چې د عمر اوږدولو کې ونډه لري، خو دې څېړنې سره به د نورو ورته ارثي واحدونو څرک هم ولګيږي.

یو څه موده د مخه یوې بلې څېړنې بر سېره کړې وه چې د عمر په تېرېدو سره د نارینه په ګټه سرو حجرو یا Sperm Cells کې داسې ارثي توپیرونه منځ ته راځي چې په پایله کې د دې وګړو ډی ان اې DNA ، ماشومانو ته د اوږد عمر ځانګړتیا وربخښي.

ساینسپوهان په دې باور دي چې هغه وګړي چې تر ۱۰۰ کلونو اوږد عمر کوي هرومرو داسې جینونه په خپل جینوم کې لري چې دوی، د چنګاښ او زړه د ناروغیو په څېر، د زاړه عمر د رنځونو نه خوندي ساتي.

که چېرې دا جینونه وپېژندل شي نو درملګر به وشي کولی داسې درمل او لارې چارې ولټوي چې د انسانانو ژوند اوږد کړي.

کتونکو بیا اندېښنه ښودلې چې ۱۰۰ کسان یوه وړه شمېره ده، او د کارنده پایلو د تر لاسه کولو لپاره اړینه ده چې د ۱۰۰ کلنو انسانانو په یو غټ شمېر باندې دا څېړنه تر سره شي.

د ۲۰۱۰ کال د شمېرو له مخې د انسان عمر په منځنۍ توګه ۶۷،۲ کاله دی، خو دا شمېرې د نړۍ بېلا بېلو سیمو کې سره ډېر توپير لري.

د بېلګې په توګه په جاپان کې دغه شمېره ۸۲،۶ کاله او په موزمبیق کې ۳۹،۲ کاله ده.

د ایکس پرایز بنسټ The X Prize Foundation چې د انسان د اوږد عمر د ارثي لاملونو موندلو باندې یې جایزه ایښې ده، یو خپلواک بنسټ دی چې تل د ساینسپوهانو د پارولو په موخه جایزې ټاکي.

ورته مطالب