ستاسي غږ: څنگه کېداى شي چې له ماشومانو ناوړه گټه پورته نه شي؟

د خپريدو وخت: 11:53 گرینویچ - چارشنبه 25 جولاې 2012 - 04 زمری 1391

له کونړ، تخار، سرپل، زابل، بلخ او د دې هېواد له يو شمېر نورو ولايتونو نه پر ماشومانو د تېریو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د سمنگانو په ولايت کې د ادعا له مخې د يو کس له لوري پر يوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری، په افغانستان کې پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو يوه وروستۍ هغه ده.

تردې وړاندې له کونړ، تخار، سرپل، زابل، بلخ او د دې هېواد له يو شمېر نورو ولايتونو هم د ورته پېښو رپوټونه ورکړل شوي وو.

د بشري حقونو د ټولنو د رپوټونو پربنسټ له عادي خلکو نيولې بيا د افغان پوليسو، افغان پوځيانو اوحتی د ځينو چارواکو پورې له ماشومانو د ناوړه گټې اخيستنې په چاره کې ښکېل دي.

پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو د ډېرېدو په پلمه د دې اوونۍ د ستاسې غږ په پروگرام کې پر هغو لارو چارو غږېږو چې له مخې يې کېداى شي افغان ماشومان د جنسي تېریو په گډون له ناوړه گټه اخېستنې وژغورل شي.

ستاسو له نظره، ولې پر ماشومانو د جنسي تېریو پېښې ډېرې شوي دي، کورنۍ، ټولنه، ښوونځى اوحکومت څه کولى شي چې له ماشومانو د ناوړه گټې اخېستنې مخه ونيسي؟

پر همدې موضوع د خپلو نظريواو تجربو د شريکولو په موخه د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې مخامخ په دې شمېره زنگ ووهئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

په پښتو کلېکاږل فېسبوک او کلېکاږل ټوېټر کې هم خپل پيغامونه پرېښودلى شئ او د برښناليک په دې پته هم خپلې نظرېې او پوښتنې را استولې شي.

Pashto@bbc.co.uk

ستاسې نظرونه

اسیه مهرابي

میندې او پلرونه باید د دې ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره خپل ماشومان په سم ډول پوه او چمتو کړي.

محمد یونس میوند

د دې سوال ځواب په هر هېواد او هره ټولنه کې توپير کوي.

ګلااحمد نیازی

زما په اند کورنۍ کولای شي مخه يې ونیسي.

عارف افغان

مجرمینو ته باید سخته سزا ورکړل شي.

عبدل مصور

کورنۍ باید خپل اولادونه وساتي.

اکبر خان باتور ځدران

دلیل يې د د تعليم نشوالی او د ډېرو اولادونو زېږول او د ولور لوړوالی دی.

منصور فرزان

دا یو لوی کمپاین ته اړتیا لري:

۱: باید د جوماتونو امامان خلکو ته په دې اړه معلومات ورکړي

۲: کورنۍ باید اولادونو سره خبرې وکړي

۳: رسنۍ باید په دې برخو کې ډېر کار وکړي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .