د استاد منلي کالم، دا کابل دی: سایکلوني شپه

د انځور حقوق r
Image caption دا خو یې هسې یو څو بېلګې وې خو لکه د امریکا د سمندر د غاړې سایکلوني توپانونو کې، چې هر یو یې خپل نوم لري، او د "جندر" له اصولو سره سم یې پر یوه ښځینه نوم ږدې او پر بل نرینه، ونې یو خوا الوزي، د کورونو چتونه پر بله ځغلي.

سایکلون (Cyclone) د هوا هغه حالت ته وایي چې په یوه سیمه کې د هوا فشار له حده ډېر ټيټ شي او له شاوخوا سیمو، چې د هوا فشار په کې لوړ دی، ټول بادونه همدې یوې سیمې ته مخه کړي.

له یوې خوا بادونه د ټيټ فشار مرکزي ټکي ته په ځغل وي او له بل لوري د ګڼو اړخونو څخه، پر یو مرکز، راټولېدونکي بادونه داسې بوړبوکۍ جوړې کړي چې هر څه پر هر لور داسې الوزوي لکه د حمزه بابا خواره واره پښتانه.

د روژې په مبارکه میاشت کې، ماخوستن، خوب ته له ورننوتو وړاندې، یوه سپاره دوه تلاوت کوم.

خپل غږ را ته دومره بې سوره او بې خونده ښکاري چې، خدای مې دې پرې نه نیسي،"ترتیل" را څخه پاتې دی.

په یو ځای کې مې لوستل چې د ترتیل د لارښوونې حکمت په دې کې دی چې انسان د خپل غږ په اورېدو، داسې په ځان کې ننوځي چې له خالق سره د راز او نیاز یوه محرمه فضا ورته پیدا شي.

په پټه خوله د قرآن په لوستلو کې بیا ما دا خوند موندلی دی چې تر کومه مې چې عقل او پوهه اجازه راکوي، پر هغه څه چې لولم یې فکر هم کوم.

بېګا شپه د المائدې د سورت دویم آیت لومړی ټکان راکړ: "د نېکۍ او پرهېزګارۍ په کارونو کې له یو بل سره مرسته وکړئ او د ګونا او دښمنۍ په کارونو کې سره مرسته مه کوئ".

یوه شېبه خپل کلي ته ولاړم چې د یو ډاګ پر سر شخړه روانه ده او د خصومت اور ته زموږ د کلي ملایان او ملکان تر عادي وګړو ډېره او په اخلاص لمن وهي.

دویم وار بیا د انعام د سورت ۵۶ آیت زما د لوستو بهیر وځنډاوه:

"ستاسې رب پر خپل ځان رحمت لازم کړی دی . که په ناپوهۍ کې څوک بد کار وکړي او بیا توبه وباسي، ځان سم کړي نو خدای بخښونکی او مهربان دی".

دلته بیا هم د ملایانو سره که استاد شپون په دې اصطلاح اعتراض و نه لري) په جوال کې ولوېدم.

د کلي خلک وایي: "ملا چې مسلې کا، ما به ټوله اور پسې کا".

زموږ عالمان چې خپله مبارکه خوله پرانیزي نو د دوزخ لمبې ترې بادوي.

د ځینو، ځینو وعظونه خو داسې وي چې سړي ته نهیلي ودروي خو دلته وایي چې خدای رحمت پر ځان لازم کړی دی.

که په دې تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې د وېرې خپرولو پر ځای زموږ علماوو د خلکو زړونه، د خدای د بې پایه رحمت په ستایلو، له مینې ډک کړي وای نو بیا به مو له افراطیت او ترهګرۍ څه بلا غوښته؟

د همدې صورت په ۱۶۰ آیت کې ویل شوي دي چې هر ښه کار د لسو ښو کارونو ثواب لري او د هر بد کار سزا هماغه د یوه بد کار سزا ده.

که حساب ته خبره واړوو نو بیا هم د هیلې تله درنده ده.

ولې خلک له هغو بدو وېروو چې په بدل کې یوه بدي زغمي؟ ولې یې هغو نېکیو ته نه هڅوو چې هره یوه یې لس چنده حاصل ورکوي.

قرآن کریم مې بند کړ، چراغ مې مړ کړ او پر بستره پرېوتم.

دې د محاسبې خبرې مې د فکر لومې ریاضي ته راښکلې.

دا اصل چې ټول ښه له خدایه دي او ټول بد زموږ دي، که د سېټونو د تیورۍ په چوکاټ کې و ځیرل شي مفهوم یې تر بل هر ژبني (ادبي) استدلال ښه په وضاحت جوتيږي.

د ریاضي او ادب تر منځ دغې نا انډوله سیالۍ دې ته و هڅولم چې را پاڅم او د ادبي تیوري یو کتاب راواخلم.

هرې کرښې او پاڼې مې فکر بل لوري ته بیوه. خوب په خپله مخه ولاړ.

د پېشلمي لپاره مې د ساعت زنګ په دوو بجو برابر کړی و، خو زنګ ته مې انتظار و نه کړ.

پاڅېدم د کور د خلکو لپاره مې پېشلمی تیار کړ، دسترخوان مې و غوړاوه، خلک مې راویښ کړل او زه چې هسې هم پېشلمی نه کوم، د پښتو ادب د کارپوهانو بحثونو ته چورت یوړم.

ها بله ورځ په افغان ادبي بهیر کې بحث پر دې و چې "طنز ژانر دی که نه؟"

یوه به استاد پلانی ننګاوه او ویل به یې چې ژانر دی او بل به ویل چې نه د استاد بستاني په وینا یې ژانر نه شو بللای.

ځینو خو د خپلو خبرو د پخلي په خاطر د بېلا بېلو ژانرونو نومونه هم اخیستل او د هغوی ځانګړنې یې یادولې.

یوه هم ځان دې ته اړ و نه باله چې ژانر تعریف کړي.

ښایي دا خبره به ډېره ساده وه او تعریف ته به یې اړتیا نه لیدل کېده.

دا خو یې هسې یو څو بېلګې وې خو لکه د امریکا د سمندر د غاړې سایکلوني توپانونو کې، چې هر یو یې خپل نوم لري، او د "جندر" له اصولو سره سم یې پر یوه ښځینه نوم ږدې او پر بل نرینه، ونې یو خوا الوزي، د کورونو چتونه پر بله ځغلي، موټران پر چت روان وي، سېلابوونه د سړک پر منځ د خپلو څپو زور ښکاره کوي، د ودانیو له لاندې خونو د لامبو ډنډونه جوړ وي، پلونه تر اوبو لاندې وي او انسانان یا په ځپلو کورونو کې بند وي او یا د ښاروالۍ په برکت د کوم ښوونځي په ودانۍ کې خوندي شوي وي، زما د چورتونو او خیالونو لکۍ همداسې پسې اوږدېده.

د وخت د وژلو په موخه مې د دغې سایکلوني شپې په لیکلو پیل وکړ.

یوه شېبه کیږي چې ملا صاحب اذان کړی دی.

تر دې ځایه چې راغلم نو اوس به په هماغه ماښامني اوداسه د سهار لمونځ هم وکړم. خوب خو ولاړ، را نه قضا شو!

خو مخکې له دې چې د لمانځه نیت وتړم، دا بله پوښتنه را ته نوې را پیدا شوه:

زما دغه لیکنه به د ادبیاتو په کوم فصل پورې تړو؟ یا هم کېدای شي چې کورټ، له ادبیاتو سره تړاو و نه لري.

ورته مطالب