که د توکیو ژمنې عملي شي!

Image caption د توکیو مرستې پراختیايي پلانونو ته ځانګړې شوې دي او د شیکاګو پر ۴.۱ مليارده امریکایي ډالرو مرستو سربېره دي چې امنیتي چارو باندې به لګيږي.

د ډېرو په اند د افغانستان په هکله د تېری میاشتې نړیوال کنفرانس چې د جاپان په کوربه توب د توکیو په ښار کې تر سره شو یوه ستر بریا وه چې په پای کې یې نړۍوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره افغانستان سره د ۱۶ ميلیارده امریکایي ډالرو ژمنه وکړه.

د توکیو مرستې پراختیايي پلانونو ته ځانګړې شوې دي او د شیکاګو پر ۴.۱ مليارده امریکایي ډالرو مرستو سربېره دي چې امنیتي چارو باندې به لګيږي.

که دا ژمنې عملي شي نو په کال کې به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې له افغانستان سره ۸.۱ مليارده امریکایي ډالر مرسته وشي چې واقعاْ د مرستو په تاریخ کی ساری نه لري.

د شیکاګو او توکیو له مرستو سره، په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان سره شوې ټولې مرستې ۹۰ مليارده امریکایي ډالرو ته رسيږي، چې تر ننه پورې یې د ۵۷ ملياردو په شاوخواکې پر پرمختیایي او امنیتي برخو لګېدلي دي.

یو بل ټکی چې د توکیو کنفرانس د افغانستان په اړه له تېرو کنفرانسونو څخه بېلوي دا دی، چې د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره له ښې تیارۍ او دقیق پلان سره توکیو ته تللی و چې په دې کی د یوې اوږد مهالې انکشافي او اقتصادي کړنلارې او د بدلون د لسیزې لپاره د ۲۲ ملي پرمختیایي پروګرامونو مهم اسناد شامل وو چې ګډونوالو تایید کړل.

د توکیو په ژمنو کې یوه اساسي ژمنه د متقابلې حساب ورکونې چوکاټ دی چې دواړو خواوو په کې د یو شمېر اصلاحاتو ژمنې کړې دي.

د مثال په ډول د افغانستان حکومت د ښې حکومتولۍ او له اداري فساد سره د مبارزې ژمنې کړې دي او په مقابل کې یې نړیوالې ټولنې منلې ده جې د مرستو ۸۰ سلنه به د ملي پروګرامونو د تمویل لپاره لګوي او ۵۰ سلنه به د حکومت د ملي بودجې له لارې لګول کیږي.

که دغه ژمنې عملي شي نو په ډاډ سره د یو با ثباته او سوکاله افغانستان زیری ورکولای شو.

که د ملي زېرمو دهلیز برنامه، چې د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو یوه خورا مهمه هغه ده ، عملي شي نو په پایله کې به نه یوازې د طبیعي زېرمو د استخراج له کبله زموږ داخلي عواید پورته شي بلکې ۲۳۷۵کیلو متره عمومي او ۲۳۵۰ کیلو متره ولایتي او کلیوال سړکونه به هم پاخه شي.

همداراز به ۱۵۳۰ کیلو متره د رېل پټلۍ جوړه شي چه د تجارت د پرمختګ سبب به هم وګرځي. د معارف په برخه کې به ۲۴۰۰ نوي ښوونځي جوړ شي او ۶۰۰۰۰ ښوونکو ته به مسلکي زده کړې ورکړل شي. تر ۱۵۰۰۰۰ پورې کسانو ته به د کار زمېنه برابره شي او د بې روزګارۍ کچه به ټیته شي.

د اوبو لګولو او طبیعي زېرمو ملي برنامه به د کرنې د تولید کچه لوړه کړي او د کرنیزو توکو د مارکیټ د ودې پروګرام به افغان کروندګرو ته د محصولاتو د خرڅلاو ښه بازارونه برابر کړي.

که تېرو لسو کلو ته ځیر شو نو جوته ده، څه ژمنې چې په تېرو کنفرانسونو کې شوې دي ډېره برخه یې نه ده عملي شوې او ډېری مرستې د مرستندویو په خوښه په غیر اساسي پروژو لګېدلې دي.

یوازې ۱۸ سلنه د حکومت د ملي بودجې له لاری مصرف شوي.

که واقعاْ ۵۷ مليارده امریکایي ډالر په تېرو لسو کلونو کې پر ځای لګېدلي وای نو نن به د افغانانو ټولنیز او اقتصادي حالت داسی نه وای لکه چې دی او افغانستان به نور د نړۍ په کچه یو بې وزلی هېواد نه ګڼل کېدای.

که دا سلسله همداسې دوام ومومي نو د توکیو مرستې به هم د نورو پخوانیو مرستو په شان پر افغانانو وتپل شي اما ګتې به افغانانو ته نه بلکې د مرستندویو هېوادونو د خصوصي کمپنیو له لارې بېرته هماغو هېوادونو ته ورستنې شي.

لکه څرنګه چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ مجلې د خپلې تېرې اوونۍ په یوه مقاله کې لیکلي چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د یو اس آی ډي (USAID) له مرستو څخه ۳.۱۹ مليارده امریکایي ډالرو په ارزښت یوازې له امریکایي خصوصي کمپنیو سره قراردادونه شوي دي.

د متقابلې حساب ورکونې میکانیزم چې د توکیو د کنفرانس له سترو نوښتونو څخه دی کولای شي چې د مرستو د لګولو په چارو کې لازمه روڼتیا پیدا کړي.

دا میکانیزم داسې جوړ شوی چې د کنټرول او ارزونې برخې یې د پام وړ دي خو بیا هم د هر میکانیزم عملي تطبیق د ښکېلو اړخونو له خوا کلکه سیاسي اراده غواړي.

د افغانستان حکومت ادعا کوي چې اوس یې دغه اراده پیدا کړې ده.

د افغان د حکومت دغه ادعا به څومره ریښتینې وي، نړیوال به د دې ارادې څومره ملاتړ وکړي او آیا په نړیواله کچه ورته اراده شته؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې، مخکې له دې چې څوک د توکیو د کنفرانس د بریالیتوب ډنډوره وغږوي، ځوابول یې اړین دي.

ورته مطالب