د ناسا ګاډی مریخ ته د کوزېدو په درشل کې

Image caption تمه ده چې کیوریاسیټي د آګست په شپږمه نېټه د مریخ استوا کرښې ته څېرمه یوې ژورې ته چې “ګېل” ژوره Gale Crater نومېږي، کوزه شي.

څه د پاسه ۸ میاشتې د مخه موږ د بي بي سي پښتو برېښناپاڼې له لوستونکو سره شریکه کړه چې د متحده ایالاتو د تشیایي څېړنو ادارې، ناسا (NASA)، د یوې بېسارې څېړنیزې لړۍ په پیل کې د خپل تاریخ تر ټولو لوی او پرمختللی ګاډی مریخ ته توغوولی دی.

دا ګاډی چې کیوریاسېټي Curiosity (تلوسه) نومیږي او نږدې یو ټن وزن لري د یو ستورمزلي توغندي پورې تړل شوی و او تېر نومبر د فلورېډا له تشیایي ډګر نه د مریخ په تکل وشړل شو.

اوس څه د پاسه اته نیمې میاشتې وروسته، د ۵۸۰ ملیونه کیلو متره پرلپسې مزل په پای کې، تمه ده چې کیوریاسیټي د آګست په شپږمه نېټه د مریخ استوا کرښې ته څېرمه یوې ژورې ته چې “ګېل” ژوره Gale Crater نومېږي، کوزه شي.

زما په ګډون د ستورپوهنې د ډګر په سلګونو مینه والو د دوشنبې ورځ (اګست شپږمه) وزګاره کړې ده چې د ساینس د تاریخ دا بې سارې آزموینه د رسنیو له لارې نېغ په نېغه واوري یا وګوري.

څنګه چې د ځمکې او مریخ تر منځ واټن ډېر اوږد دی، کیوریاسیټي نه رالېږدېدونکي مالومات به له پېښېدو نه ۱۳ شېبې وروسته ځمکې ته راسیږي.

پرهمدې بنسټ که په وروستیو شېبو کې کومه ستونزه پېښه شي، د پروژې ساینسپوهان به ډېر څه په واک کې ونه لري چې کیوریاسیټي وژغوري.

له همدې کبله په پروژه باندې بوخت ستورپوهان نن سبا لاسونه مښي چې کیوریاسيټي مریخ ته سلامته کوزه شي.

کیوریاسیټي ګاډی چې د یو ګرځنده لابراتوار بڼه لري، درې متره لوړ او ۹۰۰ کیلو ګرامه دروند دی. له ځانه سره د لېزر وړانګتون (laser)، یو غلبېل او یوې برمې په ګډون لس بېلا بېل کارتوکي لېږدوي چې مریخ کې به یې په خپل برېښنايي مټ کاروي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption استوا کرښې ته څېرمه د “ګېل” Gale Crater ژوره.

کیوریاسیټي به مریخ ته د رسېدلو نه وروسته دوه کاله په دې ساینسي پروژه کار کوي، او خپلې موندنې به ځمکې ته را استوي.

که څه هم د کیوریاسیټي بڅریزه (ذروي) پلوتونیم بېټرۍ د دې جوګه ده چې د راتلونکو ۱۴ کلونو لپاره کیوریاسیټي په مریخ کې وچلوي، خو دا څېړنیزه پروژه یوازې د ۲ کلونو لپاره ده، او کېدای شي کیوریاسیټي د خپلې بېټرۍ د خلاصېدو نه ډېره مخکې له کاره ولویږي.

دا پروژه به د مریخ په دې څنډه کې د اوسني او تېر مهالي ژوند د نښو پلټنه کوي.

سپوږمکيزو انځورونو د مریخ په دې استوایي ژوره کې د تېر مهالي مکروبي ژوند ځینې نښې نښانې لیدلي دي.

کیوریاسیټي به د همدې لرغونو چاپېریالونو پاتې شوني لټوي او د نورې شننې لپاره به ترلاسه شوي مالومات ځمکې ته رالیږي.

تمه ده چې کیوریاسیټي به د مریخ د مخ لومړی تور اوسپین انځور د کوزېدو په لومړۍ ګړۍ کې ځمکې ته را استوي.

خو ساینس پوهان د کیوریاسیټي د کوزېدو نه وروسته، د لابراتوار په چلولو کې کو مه بېړه نه لري، او کېدای شي د کیوریاسیټي فعالیتونه د یوې ۲۴ ساعته دمې نه وروسته پیل شي.

په دې پروژه باندې تر دوه نیم ملیاردو ډالرو ډېره پانګونه شوې ده او ډېره هڅه روانه ده چې مریخ کې دا ګرانبیه ساینسي پړاو بریالی شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption دا ګاډی چې کیوریاسېټي Curiosity (تلوسه) نومیږي او نږدې یو ټن وزن لري د یو ستورمزلي توغندي پورې تړل شوی و او تېر نومبر د فلورېډا له تشیایي ډګر نه د مریخ په تکل وشړل شو.

په تېرو اته نیمو میاشتو کې د کیوریاسیټي پروژه یوازې له یو څو وړو ستونزو نه پرته بریالۍ روانه ده.

د اوس لپاره د دې پروژې تر ټولو لویه ننګونه د مریخ په سطحه باندې د کیوریاسیټي کېناستل دي.

تر اوسه پورې مریخ ته د لېږل شوو ماشینونو دریمه برخه د کېناستو پر مهال له منځه تللي دي.

خو د دې پروژې انجینرانو د پخوا په پرتله یوه نوې او پرمختللې تکنالوژي کارولې ده چې هیله ده، دا دروند او ګران بیه پېټی د مریخ پر مخ خوندي کېنوي.

کیوریاسیټي ته بله ممکنه پېښېدونکې ننګونه د مریخ هوا ده.

د مریخ په کومه څنډه کې چې کیوریاسیټي کوزیږي، هلته هم د دوبي موسم روان دی، او وخت نا وخته د دوړو او ځواکمنو توپانونو د پېښېدو وېره ده چې کولی شي د کیوریاسیټي ناسته و ګواښي.

خو کارپوهان ډا ډه دي چې د کیوریاسیټي د کوزېدو پر مهال د داسې کوم ځواکمن توپان د راتللو وړاندوینه نه ده شوې چې پروژې ته دې ګواښ پېښ کړي.

هیله څرګنده شوې چې کیوریاسیټي به د ‍دې ننګونکې او ګونګ ستوري په اړه ډېر څه په ډاګه کړي، او کېداي شي دې سره په راتلونکي کې مریخ ته د انسان د لېږلو لاره هم هواره شي.

ورته مطالب