د استاد منلي کالم، دا کابل دی: سر پسې مه خوږوه

Image caption ادبیاتو کډه کړې، املا او انشا داسې پوپنا شوي لکه بېخي چې دې لوري ته راغلي نه وي.

پخوا به چې د "میرزا قلمانو" خبرې کېدې نو داسې څوک به د سړي ذهن ته ودرېده چې په میرزایۍ کې خو به يې هيڅ شک نه و، خو تر دې ور هاخوا به یې دومره اداري نازکۍ زده وې چې هر شونی کار به یې ناشونی کولای شو او هره ناشونې به يې په برکت شونې کېده.

که به القاب وو، که به اداري منل شوي، پېچلي، مصطلاحات وو، دومره به یې په مهارت کارول چې "ع،ج، ا، ا، نشان رییس صاحب" به "عندالضرورت" د میرزا صاحب په قلم لیکل شوی سند، چې املا او انشا به یې د لوړو اداري ادبیاتو نمونې وې، په پټو سترګو لاسلیک کاوه.

اوس هر څه بدل شوي دي. نه رییس صاحب القاب لري او نه د وزیر صاحب "جلالتمآب" ته هغه پخوانی درنښت پاتې دی.

ادبیاتو کډه کړې، املا او انشا داسې پوپنا شوي لکه بېخي چې دې لوري ته راغلي نه وي.

د نوي میرزا قلم په لاس کې اوس د "نوک آهني" پر ځای "ماوس" (Mouse) دی او د مشواڼۍ ځای یې ډسکټاپ (Desktop) او پرنټر (Printer) نیولی دی.

پخوا به که د دري ژبې په جمله کې دوه کړنې د یو فعل تابع وې نو د «قرینې په اعتبار» به یې یوه له قلمه لوېده خو د جملې مانا به په کې تاوان نه کاوه.

په اوسنیو اداري – او له بده مرغه په ژورنالیستکي - ادبیاتو کې "قرینه" دومره غښتلې شوې ده چې غټ، غټ پراګرافونه یې یوه مړۍ هم نه کېږي. خو که له نوي میرزا قلم سره زیاتی و نه کړو، د هغه پر بې مفهومه جملو له مدیر څخه نیولې، تر آمره، تر رییسه، تر معینه، تر وزیره او ان تر ولسمشره، د پخوا په شان په پټو سترګو پاخه، پاخه احکام لیکل کېږي:

"ملاحظه شد، اصولاً اجراآت گردد" او ورپسې د تحریراتو رییس ساحب خپل آمر ته هدایت ورکړي چې "حکم مقام ثبت گردد".

خو دا بدلون یوازې په شکلیاتو کې دی، مضمون هماغه پخوانی مضمون دی:

که پخوا به یو بېچاره بزګر د سرکار د کچرو د ترهولو په قضیه کې ۲۰ کاله بې پوښتنې د تورو دروازو تر شا تېرولای شول، اوس هم د یوه پنسل د اخیستو له پاره ۴۰ لاسلیکونه وشي او د ۳۰ پیاده ګانو (و بخښئ، اوس هغه خدای وهلی پیاده ورک شوی، ځای یې محترم "امربر اجیر" او "خانه سامان" ته پرې ايښی دی)

د زړو څپلیو تلي وسولېږي چې بیا هم په کار کې یو "اصولي" خنډ را پیدا شي.

خبره را نه بل پلو لاړه. د املا او انشا مې ویل.

د ملي اردو یو تلوېزیوني اعلان چې پوره درې دقیقې د "مرورو وروڼو" خندانې څېرې او زاړه ټوپکونه ښکاره کوي او د چارواکو له خوا ورته د هرکلي مراسم جوړ شوي دي، د یو مشهور ویندوی په هیبتناک غږ کې موږ ته ډاډ راکوي چي اوس نو دغه وروڼه مرور نه دي او په ډېره خوشالۍ "خپلو کلو او بانډونو ته را ستانه شوي دي".

د اعلان متن به ضرور کوم خلاق لیکوال لیکلی وي، یوه عالم اېډېټر به کتلی وي، د غره په شان یو ستر نطاق به لوستی وي خو یو یې هم نه دی متوجه شوی چې که مرور وروڼه د "بانډونو" پر ځای خپلو «کلو او بانډو» ته راغلي وای، په هېواد کې د سولې له پاره به ښه زېری و.

Image caption د فساد ۱۷ ډولونه یې په کې معرفي کړي دي خو دا ۱۸ ډول یې توپان کوي.

د وزارتخانو په دهلېزونو کې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې مامورینو ته د اداري فساد د ورپېژندلو په موخه یو لوی، څو ګزي، "بېنر" (Banner) لګولی دی.

د فساد ۱۷ ډولونه یې په کې معرفي کړي دي خو دا ۱۸ ډول یې توپان کوي:

"د نورو ټولو هغو کارونو کول، یا نه کول چې له فساد سره د مبارزې په قانون کې یاد شوي دي!"

دا ګومان به بې ځایه نه وي چې په قانون کې به ډېرې خبرې راغلې وي. خو د دولت مامورین باید دا زده کړي چې که هغه کارونه وکړي هم د اداري فساد مرتکب کېږي او که و یې نه کړي هم.

د ښار په یوه نوي جوړ شوي پارک کې د ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست خلکو ته لارښوونه کوي چې کثافات په "ذباله دانۍ" کې واچوي. ظاهراً له نوي عصر سره پخوانۍ "زبالې" اوس ترقي کړې ده، په ذال لیکل کېږي.

خیر، دا به هم و منو چې پورته یادې شوې لیکنې به د کومې دولتي دستګاه تولید وي او دا خو اوس هر چا منلې ده چې په حکومت کې ظرفیتونه سېلاو وړي دي.

خو د هغو اعلانونو حالت ته که وګورو چې شخصي تجارتي موسسې یې په لوړه بیه، د غښتلیو کمپیوټر کارانو او ډیزاینرانو په هنرمندو لاسونو جوړوي، دې ته ورته په لسګونو املایي او انشایي غلطۍ لري.

د ګرځنده تیلي فون یوه کمپنۍ په غټو، غټو تورو لیکي چې "هره وخت، هره شمېره" په ارزانه بیه در سره مخ کوي.

افغانان خوشې په لوبو کې نه ځلیږي، د دې ځای سوداګرو ورته رنګارنګ د څښاک توکي پیدا کړي چې د غرونو د چپه کولو وړتیا ور بخښي او په ښار کې د سترو سترو بېلبورډونو پر مخ "انرژی ذا"، جینسنګ لرونکي څښاکونه ستایل کېږي.

یو خصوصي پوهنتون، یا پوهنتون ته ورته مرکز په خپلو رسمي پاڼو کې ځان "د لوړو ذده کړو عالي موسسه" بولي او یوه خپرندویه ټولنه د کابل په بازارونو کې د "گزیدهٔ مصنوی معنوی" په نامه کتاب د پارسي ادبیاتو د کلاسیکو اثارو مینه والو ته وړاندې کوي.

ګل د کدو ګل ګوره، چې یو پورته کوې ور لاندې بل ګوره.

نوی افغانستان، په تېره نوی کابل، د پراخې نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه راز راز ګټور، بې ګټې او ، ډېر ځله، تاواني توکي را واردوي خو داسې څوک به نه وي چې په خپل کار کې، یا د بل په کار کې، دقت وکړي.

څه سر پسې خوږوئ؟ که هر څه وي، د ډالرو د مذهب لارویان په کې د خپل اخرت زېرمې په اسانۍ جوړولای شي.

ورته مطالب