د بشرنوید کالم پښتونخوا: پښتانه او مهاجر مخامخ!

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا په کراچۍ کې د پښتون او مهاجر د اختلاف او جنګ ګرم بازار دی، د بې وزله خلکو وينې د دې لنډۍ په مثال شي!

د پښتونخوا پښتانه (ای اين پي ANP) او د کراچۍ مهاجر (ايم کيو ايم MQM) چې شا په شا وي نو جنګ، مرګ، ژوبله، ټارګټ کېلېنګ او نور واردات ګرم روان وي، چې څه وخت مخامخ شي، سياسي ګيلې و شي، او پردۍ وينې يو بل ته په تحفه کې وبخښي.

دا په کراچۍ کې د پښتون او مهاجر د اختلاف او جنګ ګرم بازار دی، د بې وزله خلکو وينې د دې لنډۍ په مثال شي!

خانان به بيا سره خانان شي

په کې به توې شي د رامبېل چامبېل ګلونه

دا دی يو ځل بيا د کراچۍ د سياسي کړکیچنو د هوارۍ لپاره په اسلام اباد کې د ای اين پى او ايم کيو ايم (ANP +MQM) د مشرانو خبرې وشوې او دواړو په شريکه سرکاري او ذاتي رسنيو ته وویل:

"په کراچۍ کې د ټولو پېښو وجه دا ده چې قانون نه عملي کيږي، يعنې سرکار خپلې ذمه وارۍ نهٴ پوره کوي، جرم او مجرم د قانون نه لوړ دى".

دا خبره خو هر څوک مني چې چېرته قانون د جرم او مجرم لپاره محفوظې لارې وګوري د سياسي مصلحت نه کار واخیستل شي هلته به جرم په رڼا ورځ کيږي او مجرم به ښکاره په سپين مېدان ولاړ وي.

خو هغه به سياسي پوشاک اغوستى وي لکه د جنګ په مېدان کې زغره!

په دغه ټولو پېښو کې سياسي اختلافات او مصلحتونه پټ دي. ای اين پي او ايم کيو ايم (ANP/MQM) په مرکز او سندهـ صوبه کې د "پيپلز پارټۍ" اتحاديان هم دي.تر اوسه پورې د هغه قانون محافظين و او دي، چې د کراچۍ په واقعياتو کې کمزوري ګڼي، بايد چې دوو لويو زورۤورو سياسي قوتونو، يو کمزورى قانون نور قوي کړی وی.

هلته به بيا مجرم کمزوری و، جرم به نه کېده، خو د سياست په لوبه کې جرم ته مقصد او مرام ویل کيږي او مجرم ته د ګوند وفادار!

په داسې حالاتو کې به ډېر خواږه څيزونه قرباني کيږي، لکه دلته د چين د انقلاب نه پس مازوې تنګ ته يو سخت امتحان راغلی و.

د ماوزې تنګ پر وړاندې د چين په کرپشن کېسونو (فساد قضیو) کې يو فایل (دوسیه) مخامخه پرته وه. په دغه فایل کې داسې څېزونه شامل وو چې د چين په انقلاب کې يې غټه ونډه درلودلې وه.

ماو ټوله شپه ناقراره و، چې څه پرېکړه وکړي؟

اخر د ټولې شپې د ناقرارۍ پس يې پرېکړه وکړه چې دغه ټول کسان يې د مرګ په سزا ووژل.

په خپله پرېکړه کې يې وويل:

''بې شکه دا ملګرى ډېر مهم دى، خو د چين د ولس او د انقلاب نه لوی نه دى''.

دا پرېکړه لکه چې کاکروچ ختمول نه د کاکروچو هګۍ هم ضایع کول دي، چې نور کاکروچ پېدا نه شي.

خو په پاکستان کې سياسي مصلحتونو، او ذاتي غرضونو، د ولسونو ژوند ژواک او ټولو ادارو ته نقصان رسولی دى.

اۤصف زرداري په دغه اړه د خپلو دواړو متحدینو نه مجبوره دی، خو دواړه اتحاديان په يو لستوڼي کې ساتي. لکه چې وايي:

په سينه يو لالی ځايګي

زه پرې لالی او تعويز دواړه ځنګومه

د يو څو مياشتو اختلاف او تړون په عجيبه حالت کې وشو. هم يې يو بل هضم نه کړل، هم يې يو بل قۍ نه کړل.

اوس په يو اتحاد کې دوه مخالف سياسي ګوندونه، ای اين پي او ايم کيو ايم (ANP/MQM) د کراچۍ په حالاتو کې ټوله پړه په قانون اچوي، حال دا چې دواړه مخالفين د قانون د اس شهسوار دي.

په کراچۍ کې د قانون په اس د بُزکشۍ په شان لوبه وشوه، ولسونه دول شول، مزدورکار د مزدورۍ په حالت کې ووژل شول. دعوه په چا! ؟ نامعلومه!

دوکاندار، افسر، صحافي، سياسي کارنده، طالب علم، غرض دا چې د هر مکتب فکر د هرې ژبې او قام وګړى د ټارګېټ کېلېنګ (هدفي یا په نښه شوې وژنې) ښکار شول.

په دغه ټولو کارروايو کې پښتون او مهاجر د يو بل شا په شا او دواړه د يو سياسي حکومت تړون مهمې برخې دي.

دواړه د اۤصف زرداري د صدارت او د حکومت ساتوونکي دي، دواړو صدر ته شکايتونه کول خو د يو بل تر شا، او اوس دا دی دواړه ګوندونه په شريکه اعلاميه کې وايي!

"د کراچۍ د واقعياتو لامل د قانون بې غوري ده، اوس پښتانه او مهاجر (ای اين پى او ايم کيو ايم) په اسلام اباد کې مخامخ کېناستل".

د تېر هېر او باقي روزګار په توګه يو ځل بيا د تېرو دورونو، حالات واقعيات تکراروي، لکه د ولي خان، اجمل خټک او الطاف حسېن چې د کراچۍ په حالاتو مخامخ ليده کاته وشول او بيا پښتون مهاجر په يو سټېج يو بل ته لاسونه ورکړل او يو بل ته يې وينې معاف کړې.

د وينو د تويېدو نه د وينو د بخښلو کار ډېر ګران دی. وينې هم توې شوې او بيا څو څو ځله معاف هم شوې.

مړي يو بل ته وبخښلى شول، د وينو د بخښنې مانا دا وي چې بيا به داسې نه کيږي. خو په کراچۍ کې د وينو تويېدو، لاشونو غورځېدو، مانا هم سياسي ده او بيا دغه مړي يو بل ته معاف کول يې هم په سياسي مانا اخیستل کيږي.

د سياست او جمهوريت ماهران استادان د دې لپاره يوه جمله استعمالوي:

''چې په سياست کې هيڅ حرف اخر نه وي''.

يعنې دا لاشونه به هم دغه شان غورځيږي، بيا به يو ته په سياسي تعلق او تړون کې دا هر څه بخښل کيږي، خو ولسونه دا پوښتنه نه کوي چې ای د سياست او جمهوريت استادانو!

تاسو چې په کومو اېوانونو او اواز تنبونکو (ساونډ پروف) خونو کې يو ځای ناستې کوئ نو په داسې وخت کې د شا په شا پر ځای مخامخ ولې نه کېنئ، که نه شا په شا به قتلونه کيږي، مخامخ به لاشونه يو بل ته بخښئ، او ولسونه به وايي!!

''مري به غريبان او ليډران به تبصرې کوي''

ورته مطالب