ستاسې غږ: د طالب بندیانو ازادي او د سولې خبرې

د خپريدو وخت: 14:47 گرینویچ - چارشنبه 08 اگست 2012 - 18 زمری 1391

ستاسې غږ پروګرام هره اوونۍ زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د یوې نوې طرحې ریپوټ ورکړل شوی چې ویل کېږي تر مخې یې امریکايي چارواکي چمتو شوي چې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په نیت لومړی د هغوی جګپوړي بندیان له ګوانتامو زندان څخه خوشې کړي.

دغې مسلې ته د نژدې سرچینو له خولې د رویټرز خبري اژانس ریپوټ ورکړی چې د نوي وړانديز له مخې به امريکا لومړی پنځه تنه طالب بندیان د کیوبا له ګوانتانامو څخه قطر ته واستوي او وروسته به طالبان ، ورسره بندي یوازینی امریکایی سرتېری، بوې بېرګدال Bowe Bergdahl ، ورخوشې کړي.

د بنديانو خوشې کېدل د طالبانو یو مهم شرط دی او پنځه میاشتې وړاندې یې له هغه وروسته له امريکاييانو سره خبرې اترې وځنډولې چې ویل یې ورسره شوې ژمنې پوره نه شوې او بندیان یې خوشې نه شول.

امریکايي چارواکي هیلمن دي چې د بندیانو دا تبادله به د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د سولې خبرو اتر ته لار پرانیزي.

تاسو څه وايئ چې د بندیانو خوشې کېدل په افغانستان کې د روانې جګړې د بندلو له هڅو سره څومره مرسته کولای شي؟ ستاسو په نظر د سولې په وړاندې اصلي خنډونه کوم دي؟

نظر او پوښتنه مو د پنجشنبې تر مازیګره د برېښنالیک له لارېpashto@bbc.co.uk ته را ولېږئ، یا یې زموږ د فېسبوک پر پاڼې ولیکئ.

که غواړئ چې مخامخ په خپرونه کې برخه واخلئ د ستاسو غږ پروګرام ته د خپرېدو پر مهال پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ: ۰۰۴۴۲۷۴۳۶۰۹۱۹

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .