د استاد منلي کالم، دا کابل دى: د روژې یو ماښامی

Image caption کله چې مسلو خپله دغه انګېرنه مطرح کړه، هماغه مهال هم ګڼو ارواپوهانو او فیلسوفانو ورته د شک په سترګه کتل.

د دریم مکروریان د اتم او ۱۶ بلاک تر منځه، د فروسي لېسې مخې ته په کلونو کلونو یو څو جریبه ځمکه شاړه پرته وه. وړم کال ناڅاپي ډول، ډول ساختماني ماشینونه راغلل او دا شاړه ځمکه یې تر اوسپنیزو او ربړي پښو لاندې و زموللـه.

هر چا به یو له بله پوښتل چې دلته څه روان دي، خو د سیمې خلکو یې ځواب نه درلود. په دې کې څو میاشتې تېرې شوې. بیا د دغه میدان شاوخوا نژدې د یو ګز په پلنوالي او دې ته ورته ژور والي یو تاداو وکیندل شو.

په لاریو، لاریو ډبرې راوړل شوې او د تيږو یو پوخ، پلن دېوال، چې شاید د دې وړتیا یې درلوده چې د یو ټانک مخه ونیسي، له ځمکې تېغ وواهه.

بیا هم د خلکو بې ځوابه پوښتنې وې چې دومره پوخ او اساسي کار به د څه لپاره وي؟ خو ځواب نه و.

میدان هوار شو، لارې او پټي په کې جوړ شول، په ځینو ځایونو کې کبل و کرل شول، په نورو ځایونو کې جغل ، وپاشل شو.

خلکو، له موقع څخه په استفاده، په دې نوې جوړه شوې محوطه کې د سهار او ماښام له خوا په منډو وهلو پیل وکړ. ټول نارینه وو. په اونیو کې به یو وار کومه مېرمن هم لیدل کېده چې د خپل "شرعي محرم" پر پله به یې ځغاستل.

د اوسپنو پایې را زرغونې شوې او لږه موده پس یې د لمریزې برېښنا د ښيښو ګلان پر څانګو را ښکاره شول.

دا به د کابل لومړی پارک نه و، خو پرته له شکه چې دې ته ورته، مجهز پارکونه د ښار په بل ځای کې نه شوای لیدل کېدای. ښاروال خوارکي به چې کله د کابل د سپورتي اسانتیاوو خبره کوله، خلکو به ور پورې خندل!

دومره بې شرمه، ښکر او لکۍ والا دروغ! خو ما به د خپل کور مخې ته د دې خورا موډرن پارک ننداره کوله چې په زرګونو کسانو به سهار او ماښام په کې د اضافي کالوریو د سوځولو هڅه کوله.

د شپې به هم دا پارک د لمریزې برېښنا پر مټ روښانه و، او که د کابل د ښار برېښنا به د څو ساعتونو لپاره په تیاره کې هم پرېښودلو، د فردوسي پارک څراغونه به هماغسې ځلېدل.

سږنۍ روژه د فردوسي د پارک د ویاړ دوره ده.

د ۱۹۹۰ د لسیزې په دوېمه نیمایي کې د کمپیوټر ساینس د ماسټرۍ د درسونو په ترڅ کې د امریکایي اروا پوه، ابراهام مسلو، د "اړتیاوو اهرم" سره اشنا شوم.

دا، د اروا پوهنې، څېړونکی داسې انګېري چې ګواکې انسانان بېلا بېلې اړتیاوې لري چې ځینې یې خورا مهمې دي او تر څو چې هغه نه وي پوره شوې، انسان د پورتنۍ درجې د اړتیاوو د پوره کولو هڅه نه کوي.

• پر ځان ویاړل (اخلاقي ارزښتونه، تخلیق، د ستونزو حل)

• اعتبار (باور، د ځان او د نورو درناوی، ځان ته په ارزښت قایلېدل)

• نورو سره تړلی پاتې کېدل، عاطفه (مینه، ملګرتیا، نېږدې والی، کورنۍ، جنسي اړيکې)

• مصوونیت (بدني مصوونیت، د کار مصوونیت، د روغتیا ډاډمنتیا، د شتمنیو خونديتوب)

• فیزیولوژیکي اړتیاوې (خوراک، څښاک، خوب، سا اخیستل، تناسل)

د مسلو د اړتیاوو اهرم

کله چې مسلو خپله دغه انګېرنه مطرح کړه، هماغه مهال هم ګڼو ارواپوهانو او فیلسوفانو ورته د شک په سترګه کتل. زه یې هم قانع نه کړم خو د استادانو پر وړاندې مې د اعتراض جرأت په ځان کې نه لیده.

په ۲۰۰۲ کال کې د اقتصاد د نوبل جایزه امریکایي پوهانو دانیل کهانمن او ورنون سمیت د خپلو هغو څېړنو په خاطر خپله کړه چې د پخوانیو اقتصاد پوهانو دا نظریه یې ناسمه بلله چې ګواکې په اقتصاد کې هر څه پر عقلانیت ولاړ دي او د انسان احساسات او عواطف پرې چندان اغیز نه ښندي.

دوی ثابته کړه چې اقتصادي ښکارندې په کافي اندازه پېچلې دي چې ساده منطق یې ټول اړخونه نه شي سره راټولولای او بالاخره اقتصادي مسایل تر ډېره بریده له عقلانیت څخه بې برخې دي. د دوی داخبره لکه د نویل د اکاډیمۍ د غړو، زما هم خوښه شوه.

د مکرویانو دغه نوی پارک او له هغه څخه د سیمې د اوسېدونکو د کار اخیستنې ډول هم د کهانمن او سمېت تیوریو ته د ماسلو د اړتیاوو د اهرم په پرتله ډېر نژدې دي.

د ښاروالۍ د مراقبت د ټیمونو بې پروایي د دې لامل شوه چې نیمایي هغه څراغونه چې په لمریزه برېښنا روښانه دي، او په اصولو کې باید هیڅ کله هم تیاره نه شي، ګڼ شمېر یې مړه دي.

کبل هم، سره له دې چې په منظمه توګه اوبول کېږي د پک د سر د وېښتانو په څېر ټاپي، ټاپي ښکاري. د لوبو وسایل تر نیمایي زیات له کاره لوېدلي او مات شوي دي. خو په دې حقه روژه کې د دې ځای اوسېدونکي له روژه ماتي وروسته جوپې، جوپې د فردوسي پارک ته راځي.

د زلمیانو ډلې هم دې خوا ته راماتې دي او کورنۍ، له ښځو او ماشومانو سره، هم همدې لور ته مخه کوي. په سلګونو نارینه او ښځې، ځوانان، زاړه او ماشومان دلته یا په نیم تیاره پارک کې چکرې وهي، یا د شیریخ او جوس پلورونکو پر هټیو راټول دي او یا پر سېمټي او فلزي چوکیو ناست دي، یا یې پر کبلو ځان ته ځای خوښ کړی او یا هم د لوبو په ماتو ګوډو وسایلو بوخت دي.

څو متره ور هاخوا په جومات کې تراوې کېږي، خو داسې ښکاري لکه د پارک د وګړو او د جومات د لمونځ کوونکو تر منځ چې پر یو بل د کار نه لرلو تړون شوی وي، هر څوک په خپل کار لګیا دي.

که څوک هغه وختونه رایاد کړي چې په همدغه کابل کې به، که د چا به اودس و او که نه و، د کېبلونو په زور، نارینه جوماتونو او ښځې کورونو ته استول کېدلې، نو دا حالت یو عجیب بدلون ښیي.

په همدغه نیمه تیاره پارک کې داسې پېغلې هم لیدل کېږي چې ټیکري یې پر اوږو را ځړېږي او لوڅ سر، له ماشومانو سره په ټالونو کې زانګي، داسې زړې مېرمنې هم شته چې په وطني جامو کې راوتلې دي او داسې مېرمنې هم لیدل کېږي چې په تپه تیاره کې یې ځانونه په شنو بورکو کې داسې رانغښتي وي چې په رڼا ورځ به هم عجیبه برېښي.

په کابل کې هر څه د افراط او تفریط تر منځه ټالۍ وهي، خو د فردوسي په پارک کې دغه فکري او ظاهري رنګارنګي د افغانستان د هغه رښتیني انځور یوه بېلګه ده چې له یو نیم یا دوه زرو کالو راهیسې، د بېلابېلو عقیدو، نظریو، ژبو او فرهنګونو وګړي په کې څنګ به څنګ د یووالي او همغږۍ په فضا کې اوسېږي.

د ښي او کيڼ افراطیت توپانونو د کابل خاورې په هوا کړې خو د کابل د وګړو زړونه یې له ځایه و نه ښورول. "غر خو هسې وي، کنه!"

ورته مطالب