روح الله نېکپا د افغان وروڼو- قومونو د یووالي ښکارندوی

Image caption افغانستان داسې هېواد نه دی چې هیلې په کې مړې وي، داسې یو هېواد دی چېرې چې هر یو زموږ د یوه روښانه سبا لپاره مبارزه کوي.

تېره ورځ نېکپا د لندن په اولمپیک کې خپله لومړۍ لوبه وکړه. د پنجشنبې (اګست/۱۳) په ماښام د اسپانوي جان انتونیو روماس په ماتولو د سړیو ۵۸ کیلو ګرامه تکواندو برخه کې یو ځل بیا د برونزو( ژېړو) مډال وګاټه.

ما لوبه په ژوندۍ بڼه په تلوېزیون کتله، ډېرې ښې شېبې وې.

نه شم کولای زه د هغو شېبو خوښي چې افغان ملي بېرغ په ټول لوبغالي کې رپاند و او افغان مینه والو د خوښۍ شور جوړ کړی و بیان کړم، دا شېبې به تل زما په سترګو کې وي.

نېکپا خوشالۍ رواړې، د ټول هېواد په کچه یې په کورونو، رستورانتونو، د ایس کریم خوړلو په سالونونو کې د هېوادوالو پر مخونو خنداګانې او خوښۍ راوستې.

۲۵ کلن نېکپا یو ځل بیا د افغانانو زړونه په ځان مین کړل، زه باوري یم کله چې یې د لوبې له ګټلو وروسته له خولې چیغه ووته او پر مخ یې اوښکې راغلې نو د هر افغان زړه وژړل خو له نېکه مرغه چې دا اوښکې د خواشینۍ او غم نه وې بلکې دا د یوه ملت د هیلو د هغې ځیرکې لېوالتیا اوښکې وې چې د پاېښت او بري لپاره هڅې کوي.

یوه اوونۍ وړاندې ما د افغانستان د اولمپيک د تاریخ په اړه لیکنه لوسته. د یوې برخې په لوستو ډېره خواشینې شوم چې د اولمپیک نړیوالې کمېټې په ۱۹۹۹ کې د افغانستان غړیتوب د طالبانو د ناسمو تګ لارو او د هېواد په لوبغاړو د بندیزونو لګولو له امله وځڼداوه، چې د ډېری افغانانو لپاره دا په بشپړ ډول بې انصافه پرېکړه وه.

لکه څرنګه چې زموږ ډېری هېوادوال په دې باور د‎ي چې طالبانیزم پر موږ تپل شوی و او نور د افغانانو، د افغان کلتور او د افغان اصولو استازیتوب نه شي کولاي.

په هرصورت، بلاخره د اولمپیک نړیوالې کمېټې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۲ کال کې دا بندیز لرې او موږ دا ویاړ بیا تر لاسه کړ چې په اولمپیک کې برخه واخلو.

په ۲۰۰۸ کال کله چې زموږ اتل نېکپا د ۵۸ کیلو ګرام وزن برخې په مقابله کې خپل سیال مات او د ژېړو مډال په ګټلو لومړی افغان اولمپیکي مډال ګټونکی او ملي اتل وپېژندل شو او نن یې بیا د دوېیم ځل لپاره د ژېړو مډال په ګټلو افغانستان ته ویاړ ورپه برخه کړ.

پر دې ټولو سربېره ما ته ډېره ستره خوشالي را په برخه کیږي چې کله وینم ټول ملت په یو ځای خپلې خوشالۍ د دې بري لپاره ښکاره کوي او په دې شېبو کې د پښتون، هزاره، تاجک او ازبک خبره نه وي، بلکې د یوه افغان په توګه خوشالي کوي او باور لري چې د دوی یووالی به څوک مات نه کړي.

ټولې څرګندونې چې په رسنیو کې کیږي زه ورسره موافقه نه یم. زه غواړم حقیقت ووایم چې افغانستان په بشپړ ډول بل ډول هېواد دی.

داسې هېواد نه دی چې هیلې په کې مړې وي، داسې یو هېواد دی چېرې چې هر یو زموږ د یوه روښانه سبا لپاره مبارزه کوي.

زه ډېره هیله منه یم او وینم چې هیلې ژوندۍ او تر لاسه کېدونکي دي.

د یوه ودان او بریالي افغانستان په هیله!

ورته مطالب