افغانان څنگه د اولمپېک راتلونکو لوبو ته چمتو کېداى شي؟

د خپريدو وخت: 15:35 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

تاسې غږ خپرونه هره اوونۍ زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د لندن د اولمپيک لوبو له پاى ته رسيدو سره اوس هېوادونه د اولمپېک راتلونکو لوبو ته چې ٢٠١٦ کال کې به د برازيل په پلازمينه کې جوږېږي د چمتو کېدو پر پلانونو کارکوي. ځکه په همدې تياريو پورې د اولمپیک راتلونکو لوبو کې د لوبغاړو برياوې تړلي دي.

په همدې پلمه د دې اوونۍ ستاسې غږ پروگرام کې پر دې خبرې کوو چې افغانان څنگه کولى شي د برازيل اولمپېک لوبو ته ځانونه چمتو کړي چې د لندن د اولمپيک تر لوبو ښه وځلېږي.

تاسو څه وایست چې څه باید وشي، څه ډول پلانونه جوړ شي، لوبغاړي څنگه غوره شي، څه امکانات ور برابر شي او بهر کې مېشت افغان ځوانان په دې برخه کې څه ونډه لرلې شي؟

که غواړي چې پر همدې او دې پورې تړلو نورو مسالو په پروگرام کې گډون وکړي نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنگ ووهئ.

تلیفون شمېره: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د موضوع په اړه په بي بي سي پښتو فيسبوک کې خپل پيغامونه پرېږدئ او همدارنگه په برښناليک کې هم خپل نظر او پوښتنه راستولی شئ .

Pashto@bbc.co.uk

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .