د افغانانو اختر له وينو ډک

د خپريدو وخت: 09:34 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

ډېر زړه بوږنونکی حالت و.

په افغانستان کی ډېر ځلي د اختر لڀاره تیارۍ دوې اوونۍ مخکې له اختر ڀېلیږي.

په ټول افغانستان کې هټیوال او سوداگر پوره یو کال د اختر د را رسېدولو په تمه وي او په دې هیله وي چې اختر کې به يې ټول مالونه په ښه بیه و پلورل شي.

هټیوال خپل پلورنځي په ښکلې بڼه د دې لپاره جوړوي چې تر ټولو زیات اخیستونکي ولري.

د اختر په ورځو کې ټول پلورنځي تر حده زیات بوخت وي او ډېر اخیستوونکي د سودا رانیولو لپاره د کورونو څخه را وځي.

د نورو لويو ښارونو په شان د نیمروز ولایت وگړي هم ښار ته تللي وو چې د اختر لپاره شیریني، وچه میوه او د ماشومانو لپاره کالي را ونیسي.

په دغه ورځ فضا هم ډېره په زړه ېورې وه. هرې خوا ته د عطرو شیریني او وچې میوې بوی احساسېده.

تر ټولو ډېره په زړه ڀورې خو دا وه چې هرې خوا ته به د ماشومانو او موټورونو د هارن غږ اورېدل کېده او هر یو دا کوښښ کاوه چې تر نورو لومړی خپلو کارونو ته ورسیږي.

"ډېر زړه بوږنونکی حالت و. د انسان د بدن د غوښو ټوټې د هغه وچې میوې او شیرینۍ سره یو ځای شول چې په هټیوو کې د پلورلو لپاره اېښودل شوي وو."

خو د دې خوښۍ عمر ډېر لنډ و. په لويې خواشینۍ بدل شو. د دې خواشینۍ ځای ډکول به هم ډېر وخت ته اړتیا ولري.

په دغه ښکلي ښار بریدونه وشول چې بې وزله وگړي په کې ووژل شول. دغه بریدونه په هغه ځایونو کې وشول چې گڼه گوڼه په کې تر حده زیاته وه او تر ټولو زیاته مرگ ژوبله په هغه برید کې وه چې له مرکزي روغتون سره نژدی شوی وو.

ډېر زړه بوږنونکی حالت و. د انسان د بدن د غوښو ټوټې د هغه وچې میوې او شیرینۍ سره یو ځای شول چې په هټیوو کې د پلورلو لپاره اېښودل شوي وو.

داسې یو حالت را منځته شو چې د انسان روح به یې تر حده زیات ودرداوه.

دغه د غوښو ټوټې د هغه غریبو انسانانو وې چې له ډېرې خوښۍ سره ښار ته تللي و چې د اختر لپاره سودا واخلي.

اوس هم په دغه ښار کې ښکلا شته خو د خوښۍ نه ده بلکې د هغو انسانانو په وينو باندې ښکلې شوې چې په دغو بریدونو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې په دغه بې رحمانه بریدونو کې تر ۳۶ کسانو ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر ټڀیان یې درلودل.

"موږ به تر کومه خپل اخترونه په غمونو کې لمانځو؟"

دغو بریدونو د ښار د خوښۍ فضا داسې تر اغېز لاندې را وستله چې د مخکې ورځو په شان اوس هغه خوښي نه تر سترگو کیږي.

د دغو بریدونو په اړه موږ ټولو خپل غم او غصه وښودله. موږ خپل ځان په دغه غم کې د دوی له کورنیو سره شریک بولو.

خو یوازنۍ خبره چې موږ تر ډېره بریده ځوروي هغه دا ده چې دا بریدونه نه ڀیل وو او نه به یې پای وي.

موږ به تر کومه خپل اخترونه په غمونو کې لمانځو؟

خدای (ج) په دې پوهیږي چې څومره به زموږ زړه ته رانژدې خپلوان په دغسې بریدونو کې وژل کیږي او موږ به د هغوی په غم کې شپې او ورځې سبا کوو.

په دې باندې هم نه پوهیږو چې زموږ مرگ به څومره را نژدې وي او یا موږ هره گړۍ په دې انتظار کې اوسو چې په دغسې بې رحمانه ډول ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .