د نجلۍ پر مخ سپېڅلي نومونه او څو پوښتنې

د خپريدو وخت: 09:03 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

افغان ټېلوېزيوني کانالونو د وږمې په اړه د خپلو رپوټونو پر مهال د هغې د کورنۍ خبرې راخيستې او له لېرې پرتو سيمو د ورتلونکو خلکو ژړا، دعا او د خدای د دې (معجزې) په اړه هک حېرانېدل يې ښودلي.

له تېرو دوو ورځو راهيسې پر انټرنېت او په ځانګړي توګه فېسبوک داسې يوه ويډيو بې حده مشهوره شوې چې په کې يوه ۱۲ کلنه نجلۍ ښکاري.

هغه وږمه نوميږي او کامرې ته پر خپل مخ د الله (ج) او محمد(ص) د نومونو په ښودلو سره ادعا کوي چې دا ورباندې له هغه وروسته راښکاره شول چې د سپينو جامو اغوستی يو سپين ږيری سړی ورته راغی او پر هغې يې ټېکری ورتېر کړ.

پلار يې هم دا خبره تایيدوي خو په لږ توپير سره.

د هغه په وينا سپين ږيري يې لور ته لاس پرمخ او پر سر ور تېر کړی دی.

دا توري داسې ښکاري لکه په نکرېزو چې ليکل شوي وي.

افغان ټېلوېزيوني کانالونو د وږمې په اړه د خپلو رپوټونو پر مهال د هغې د کورنۍ خبرې راخيستې او له لېرې پرتو سيمو د ورتلونکو خلکو ژړا، دعا او د خدای د دې (معجزې) په اړه هک حېرانېدل يې ښودلي.

خو يوه خبريال هم دا نه دي کړي چې د ساينس په دې پرمختللي زمانه کې د وږمې پر پوستکي د راښکاره شوو نومونو په اړه طبي څېړنه وکړي او د کوم جلدي ډاکټر سره خبرې وکړي.

په انټرنېټ کې يو ساده لټون د پوستکې داسې ډېرې ناروغۍ را ښودلای شي چې په هغه کې د انسان جلد پړسېدلی او يا هم د کاغذ تر حده نازک کېدلای شي چې بيا پرې هر رنګ ليکل وغواړئ، کېدای شي.

په دې ناروغيو کې يوه هم ډرماتوګرافيک ارټيکاريا ده چې په ويکپيډيا کې يې په اړه لوستلای شئ.

"خو يوه خبريال هم دا نه دي کړي چې د ساينس په دې پرمختللي زمانه کې د وږمې پر پوستکې د راښکاره شوو نومونو په اړه طبي څېړنه وکړي او د کوم جلدي ډاکټر سره خبرې وکړي."

د وږمې ويډيو په زرګونه ځلې په فېسبوک کې شريکه شوې.

ډېرو خلکو د الله (ج) د وحدانيت نخښه ګڼلې او کمو يې په اړه شکونه ښودلي.

شک کوونکي کم دي خو اندېښنې يې پر ځای دي.

لومړۍ خبره دا چې خدای پاک ولې داسې معجزو ښودلو ته اړ دی؟ آيا دا ټول کاينات او په خپل حضرت انسان معجزه نه ده که څنګه؟

دوېمه خبره دا چې د خدای (ج) او محمد (ص) نومونه هر وخت په عربي ولې راڅرګندېږي؟

کېدای شي عربي د قران د ژبې له امله سپېڅلې وګڼو خو په نړۍ کې ډېر مسمانان په نورو ژبو هم ليک لوست کوي.

دا نومونه ولې په هسپانوي، انګرېزي، روسي، فرانسوي او داسې نورو ژبو نه دي؟

آيا د عربي ليکدود نه لوستونکې هغومره ښه مسلمانان نه دي که څنګه؟

که داسې معجزې په نورو ژبو راښکاره شي، غېر مسلمانو ته به چې په عربي نه پوهيږي، ښه او مستقيم پيغام وي که نه؟

او يا دا چې د وږمې پر مخ او غاړه دا نومونه ولې په منعکسه توګه ليکل شوي دي لکه په هينداره کې چې په کتلو سره کښل شوي وي او پر لاسونو يې په ښي توګه؟

"په رسېدلې نړۍ کې که د مذهبي ټګۍ تور پر يو چا ثابت شي نو د هغه ته د قانون له مخې جزا ورکول کېږي خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې که يو څوک پر داسې شي نيوکه کوي نو د اسلام په سپکاوي تورن کېږي، يوه قانوني پلټنه خو لا لېرې خبره ده."

زموږ ډېری وطنوال او آن لوستي خلک هم تر دې دمه مريخ او سپوږمۍ ته د انسان د تګ په اړه شک لري.

که ساينس پوهان له مريخ او سپوږمۍ تصويرونه هم راوړي، دروغ ورته ښکاري نو بيا د يوې نابالغې جلۍ پر مخ د سپېڅلي نومونو راښکاره کېدل ولې په ساينسي توګه ونه څېړل شي؟ آيا ساينس او اسلام يو بل ردوي؟

په رسېدلې نړۍ کې که د مذهبي ټګۍ تور پر يو چا ثابت شي نو هغه ته د قانون له مخې سزا ورکول کېږي خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې که يو څوک پر داسې شي نيوکه کوي نو د اسلام په سپکاوي تورنېږي، يوه قانوني پلټنه خو لا لېرې خبره ده.

څرنګه چې زموږ خلک په اسانۍ سره د مذهب په نامه د غولېدو تاريخچه او کمزوري لري نو دا به هم بې ځايه نه وي چې وږمه جانه به ډېر ژر د خلکو د تعويذونو په کښلو، د کوډو او جادو په مخنيوي او د پېريانو په ولاړولو پيل وکړي.

که دا نه وي پر مخ يې د خدای پاک او د هغه د رسول مبارک نومونو هم د هغې د کورنۍ د ژوند د ژرندې چلولو لپاره کافي دي.

له دې وروسته به د ۱۲ کلنې سپېڅلې وږمې اقتصادي ستونزې حل، نوم به يې په برخه او خلک به ترې تاو ګرځي نو ځکه خو ښايي ښوونځي ته د تګ ضرورت هم ونه لري.

نه به معلمه شي، نه به ډاکټره او نه هم نور څه.

موږ افغانان ساده خلک يو خو يو نيم راکې داسې هم شته چې پر دې مو سر خلاص دی چې زموږ لپاره به معجزه زموږ په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلل او له توهماتو پاک داسې يو افغانستان وي چې وګړي به يې د ۲۱ پېړۍ سره جوخت روان د تعليم او پوهې په جامه کې پټ وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .