جهېز د ښځو د ستونزو يوه سرچينه

د خپريدو وخت: 08:46 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

ډېرو خلکو د ذاتي کورنۍ مسالې په نوم دې موضوع نه ډډه کړې ده.

وانمڅه(جهېز) یو ډېر زوړ دود دی چې وېخ يې په ختیځ يورپ (اروپا) کې موندل کيږي.

نن سبا دا دود په منځنۍ او سوېلي اسیا لکه پاکستان، افغانستان، بنګله دېش، سريلنکا غوندې هېوادونو کې ژوندی دی.

وانمڅه هغه مال یا دولت وي چې د ناوې د کور له غاړې د هلک کورنۍ ته سپارل کيږي.

دا یو داسې عمل ګڼل کېده چې دوې کورنۍ يې د ښادۍ له مخې دې تحفو سره راجوختول او ورسره د ناوې مرسته هم یو تکل ياغرض و.

که چېرته مېړه/خاوند په کومه ناڅاپي پېښه کې مړ شي نو دا وانمڅه به د کونډې په کار راشي، خو د نن سبا وانمڅه(جهېز) خپل رښتنى مقصد بايللی او اوس دې دود د ښځو ژوند په اور کړی دی.

یو داسې تېری چې هره ورځ کيـږي خو خلکو ورته خپلې سترګی او غوږونه بند کړي دي.

دا یوه ډېره ناراوه خبره ده چې نن خلکو دا تشدد عادي ګڼلی دی او د واده کړي ژوند برخه يې منلې ده.

ډېرو خلکو د ذاتي کورنۍ مسالې په نوم دې موضوع نه ډډه کړې ده.

وانمڅه له تحفې او ډالۍ نه تشدد ته څرنگه ورسېده؟

وانمڅه د پیسو/مالي مرستې وې چې ناوې ته به ورکول کېدې.

له وخت سره هم هغه مرسته د مېړه/خاوند او د هغې د کورنۍ غوښتنه وګرځېده.

یو داسې دود چې د ناوې مور او پلار د تحفې په ډول خپل لور ته ورکوله، هماغه د ناوې مور او پلار باندې یو فرض او بوج شو.

او که چېرته وانمڅه د هلک او د هغه کورنۍ ته ښه او ډېر ښکاره نه شو نو بیا د نجلۍ ژوند په اور شي.

وانمڅه چې د مینې او مرستې دود و، اوس د ښځو په زرګونو ستونزو کې یوه نوې ستونزه شوه.

که وانمڅه لږه وي یا بېخي نه وي نو داسې ښځې په خپل کور کې سپکې وي وي خو چې کوم ګاونډیان وي هغوی هم بې وانمڅه ناويانو ته سپک ګوري.

ټول انسانان برابر دي، خو که څوک خپل قدر او انساني حقوق د وانمڅه له لاسه وبایلي نو بیا خو واده تش یو نا انساني دود او کاروبار شي او ښځو ته یو زندان شو.

موږ څه کولی شو چې دې ستونزې ته د هرچا پام وګرځو؟

زما سوچ دى چې لومړى خو کوم تشدد او ظلم چې د وانمڅه له وجې کـیـږي هغه باید څرګند کړو.

خو تش څرګندولو باندې ستونزې نه ختمېـږي.

موږ د منصوبو اړتیا لرو او پر موږ فرض ده چې کوم دود غېرانساني شي د هغه په ختمولو باندې خپل ټول واک ولګوو، ځکه چې کوم ولس د خپلو کمزور حق لپاره درېدای نه شي هغه ځان ته د ژوندي ولس ویلو حق بایلي.

که موږ ډېر مخکې دې ظلم ته ظلم ویلی واى نو نن به دومره ډېرې ښځې په اور کې نه سوځېدې او د تېزابو له بریدونه او مرګونه به خوندې وې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .