د استاد منلي کالم، دا کابل دى: ګل او ګلزار

د خپريدو وخت: 17:04 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391

لومړی ځل دی چې زه په کابل کې، د اختر په شپو کې، د دغه رنګ خمود او جمود شاهد یم.

د اختر له لومړۍ ورځې راهیسې د درېیم مکرویان مارکېټ، چې عادتاً له شنه سهاره تر تېر ماسخوتن پورې له جم او جوشه ډک وي، داسې غلی دی لکه توپان چې وهلی وي.

لومړی ځل دی چې زه په کابل کې، د اختر په شپو کې، د دغه رنګ خمود او جمود شاهد یم.

ډېر به نه احساساتي کېږم. دا سړښت دومره هېښوونکی هم نه دی. څو کاله کېږي چې هغه پخوانۍ د اختر مېلې مې نه دي لیدلې.

ظاهراً د افغانستان اخترونه د جنګ په کلونو کې له زوږه لوېدلي دي. علتونه به یې ډېر وي خو، که له چا یې وپوښتې، ټولنیز بدلونونه، امنیتي اندېښنې، اقتصادي ستونزې، د خلکو ډېرېدونکې بوختیاوې، د ټولنیزو اړیکو کم ځواکي او ګڼ نور عوامل به درته کتار کړي.

د اسد پر اته ویشتم، (اګست/۱۹) چې د خپلواکۍ ورځ هم وه او د روژې وروستۍ ورځ هم، لا د مکرویان په مارکېټ کې لږه لږه سا چلېده.

هلته دوه زلمیو ترکاري پلورونکو، چې په لاسي کراچیو کې پر بار سابو او مېوو یې شکمنې اوبه شیندلې، په خندا سره د زړه خواله کول.

یو یې نوی له ښاره راغلی و. هلته چا اوازه خپره کړې وه چې ځانمرګي ښار ته راننوتي دي.

کراچۍ والا زلمي په خندا او مسخرو د ښاریانو حالت تمثیلاوه چې هر یوه هڅه کوله اوس په منډه له هغه ځایه پښې سپکې کړي.

هغه مهال دې صحنې خوند راکړ:

"ته ګوره چې د دغسې یو له ګواښه ډک حالت په غبرګون کې افغان زلمی لا بیا هم په ټوکو او خندا خپل کار کوي".

""خلک خپلو کورونو ته تللي دي چې د اختر خوشالۍ له خپلو خپلوانو سره شریکې کړي، نور نو خیر خیریت دی"."

په هغه شېبه کې مې د خپل استاد، فرانسوي ارواپوه، کریستوف دو ژور، دا خبره هېره وه چې انسانان د خطر پر وړاندې مسخرو ته ځکه مخه کوي چې غواړي په دې ډول د عیني ګواښ ذهني بار سپک کړي او ځان قانع کړي چې خبره دومره له کنټروله وتلې هم نه ده.

نن مې چې د پرله پسې درېیمې ورځې لپاره د یو خلاص دوکان په لټه کې ښکته پورته قدم واهه، دا چوپتیا مې د ۴۰ کاله پخوا اخترونو له ګڼې ګوڼې سره پرتله کوله، علتونه مې یې څېړل، د کراچۍ والا زلمي خندا رایاده شوه.

"خلک خپلو کورونو ته تللي دي چې د اختر خوشالۍ له خپلو خپلوانو سره شریکې کړي، نور نو خیر خیریت دی".

دلته هر څه ګل او ګلزار دي.

باور مو نه راځي؟ در ته ثابته به یې کړم.

له فساد سره د مبارزې او د افغانستان د بېړنیو ستونزو د حل لپاره د اسد پر پنځمه ولسمشر کرزي یو اوږد فرمان خپور کړ چې د نورو مسایلو تر څنګ یې د لوړو زده کړو وزارت ته دنده سپارلې چې په شپږو میاشتو کې به د طب او انجنیرۍ زده کړې په انګرېزي کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې ویلي دي چې په دریو میاشتو کې به د ملي فرهنګ د پیاوړتیا او د بهرنیو "نا مانوسو" ټکو او مصطلحاتو د له منځه وړلو لپاره مشخصه طرح وړاندې کوي.

د ولسمشر له هدایت سره سم د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر هم اعلان کړی دی چې په بازارونو کې به د دوکانونو لوحې یوه په یوه ګوري او که کوم نامانوس، پردی ټکی یې پرې ومونده نو دستي به یې توږي!

"زموږ فرهنګ ته یوازېنی، مرګونی ګواښ د "جنرېټر"، "بطري چارجي" او "چپس برګر" له لوري دی."

که د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې د محصلینو د زده کړو شرایط په ايډیال حالت کې نه وای، که د استادانو علمي کچه د نړۍ تر لویو لویو پوهنتونونو ښه نه وای، که محصلینو د وروستیو علمي څېړنو پایلو ته لاسرسی نه درلودلای، که افغان محصلین پر بهرنیو ژبو برلاسي نه وای نو ولسمشر به ولې د طب او انجینیرۍ د زده کړو لپاره د ملي ژبو پر ځای د انګرېزي ژبې کارول ضروري ګڼل؟

په شپږو میاشتو کې به د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، په پټو سترګو، دومره په انګرېزي پوه استادان پیدا کړي چې د هېواد په څو ۳۰ پوهنتونونو کې یو یا دوه پوهنځي ملي ژبې پرېږدي او محصلین په انګرېزي ژبه وروزي چې بیا له نړیوالو طبي او انجنیري ماهرینو سره سیالي وکړای شي.

نور خو هر څه پوره دې، یو د ژبې ستونزه ده چې هغه به هم په شپږو میاشتو کې حل شي.

دا چې بیا به زموږ ډاکټر صاحب لګیا وي او بې سوادې افغانې مېرمن ته به د "برېسټ فیډنګ بسټ پراکټیسېز" په اړه علمي معلومات وړاندې کوي چې "چایلډ" یې د "ملنیوټرېشن ویکټېم" نه شي او هغې به ورته وازه خوله نیولي وي چې دا پېری له کومه شو، هغه نو بیا بېله خبره ده.

"دا تصمیم چې "دادستان کل" مانوس دی او که "باشګاه ورزشي"، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب په کې کومه ملاحظه نه شي درلودلای."

په فرهنګي ډګر کې وضعیت تر دې لا ښه دی. زموږ تاریخي آبدې ټولې رغول شوې دي، زموږ ځوانانو ته د هر ډول کتابونو موندل او لوستل یوه د ماشومانو لوبه ده، زموږ سینماګران د فلمونو په تولید ستړي شول، زموږ د تیاترونو دروازې د ډېرې ګڼې ګونې له لاسه نه تړل کېږي، زموږ موسیقي د نوو پنځونو قهرمانه ده، زموږ رسنۍ په ټولو مسلکي معیارونو برابرې دي، ژورنالیستي اخلاق خو زموږ په خټه کې اخښل شوي دي، په پښتو او دري کې د قاموسونو شمېر ورک دی، ملي مصطلحات مو له هر سپک نظره خوندي دي، ځکه خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د دوکانونو د لوحو له پاکولو پرته بل کوم کار نه دی پاتې.

زموږ فرهنګ ته یوازېنی، مرګونی ګواښ د "جنرېټر"، "بطري چارجي" او "چپس برګر" له لوري دی.

دا تصمیم چې "دادستان کل" مانوس دی او که "باشګاه ورزشي"، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب په کې کومه ملاحظه نه شي درلودلای.

په هېواد کې حالات دومره ښه شوي دي چې اوس ولسمشر خپل ارزښتناک وخت په دې خبرو نه ضایع کوي چې په کوم کلي کې څو تنه بې ګناه ماشومان وژل شوي دي، څو ښونځیو اور اخیستی، څو تنو مېرمنو ځانونه سوي، کوم قوماندان د چا لور تښتولې، کوم چارواکي دولتي شتمنۍ لوټ کړې او څو زره جریبه ځمکه یې غصب کړې ده.

په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان ولسمشر د علومو په اکاډمۍ کې د یو لیکل شوي اثر علمي ارزونه کوي او د دغه علمي مرکز د څېړونکو د عزل او نصب په حیاتي چارو بوخت دی.

د ولسمشر ۴۵ نمبر فرمان، د علومو په اکاډمۍ کې د ولسمشر په امر د غېر معیاري څېړنو مخنیوی، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په هدایت د "کابل ګرین" د لوحې ښکته کول او د هېواد له بازاونو څخه د "آیس کریم" ورکول که د دې ښکارندوی نه وي چې په هېواد کې هر څه "ګل او ګلزار" دي نو بیا کېدای شي چې د کریستوف دوژور نظریه د افغانستان د حکومت په برخه کې هم ریښتیا وي:

"کومه ستونزه چې نه شې حل کولای، ملنډې پرې ووهه!"

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .