د بشرنوید کالم پښتونخوا: لر او بر يو اختر!

د خپريدو وخت: 17:59 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

په پاکستان کې پښتنو سره پنجاب هیڅ وخت هم روژه اختر نه کوي.

خلک وايي چې اختر تېر شي نکريزې په دېوال و تپه، خو ځینې اخترونه داسې نقش پرېږدې لکه د نجونو په لاسونو د نکريزو ګلونه.

د نکريزو ګلونه بيا هم په اوبو پاک شي، خو يو نيم اختر په ځان کې يوه پېښه او تاريخ خوندي کړي.

سختې ګرمۍ، سختو روژو لر او بر پښتنو افغانانو ته په تېر کوچني اختر کې تاريخ تازه کړ او جغرافيه يې ور ته سمه کړه.

لر او بر په يو ورځ اختر د قومي وحدت هنداره ورکړه. د پنجاب سرکار او ولس د تل په څېر ځان ته په دوېمه ورځ هغه اختر وکړ چې په اسمان کې مياشت د کمزوري نظر بنده هم ليدله.

د پښتونخوا سرکار هم د لر او بر د زړې نارې پت وپاله.

په پاکستان کې پښتنو سره پنجاب هیڅ وخت هم روژه اختر نه کوي.

په هلال کمېټۍ کې مذهبي، مسلکي اختلاف خلک او سرکار دواړه په خپلو کې وېشلي دي، دا د پخواني پوځي صدر جنرال ضياء الحق د فرقه واريت پاليسي ده چې اوس په نور خطرناک شکل صورت کې يې ټوله نړۍ لکه د زهرو د ګوټ تېروي.

جنرال ضياء الحق د خپل اقتدار د حفاظت لپاره په بهرني توګه په لوی افغانستان کې سياسي جنګ ته د جهاد نوم ورکړ.

په داخلي سطحه يې د هر مسلک عالمانو ته په ځانګړي توګه خپلې خپلې مدرسې جوماتونه جوړ کړل.

د دغه مدرسو او جوماتونو منارې، ګمبدونه، او مهرابونه يو شان وو خو مسلکونه او د مذهب د پټکو رنګونه يې بېل بېل وو.

د مذهب، د مسلک، د فرقه واريت نه را واخله د قومونو د طبقاتو د اختلاف پورې پاکستان په داسې شکل ښکاره شو، چې هم د ږيرې سره ټولنیز سوشل ، سېکولر، ډېموکرات شو او هم بغېر ږيرې انتهاپسند بنسټ پال!!

ټوله نړۍ يې نن حېرانه کړې ده چې پاکستان ته په کومو چشمو کې وګوري، او څه نوم ورته ورکړى! ؟

د دې ټولو بدبختو تاوان او زيان ټول پښتون افغان ته ورسېدو چې هم يې موږ ته مذهبي روايات ووهل، او هم کلتوري!

د روژې او اختر په څېر مذهبي روايات يې ور ته په مسلکي ګزار وهلي دي.

"په پاکستان کې پنجاب، د پنجاب سرکار، ولسي او پوځي او بيوروکراسي اشرافيه د پښتنو د روژې او اختر ګواهي نه مني."

په پاکستان کې پنجاب، د پنجاب سرکار، ولسي او پوځي او بيوروکراسي اشرافيه د پښتنو د روژې او اختر ګواهي نه مني.

د روژې په سر په دغه قومي ضد او حسد کې يوه روژه خوري، او د روژې په اخره کې يوه روژه د اختر په ورځ نيسي.

په دغه تفرقاتو کې سرکار هم د حېرت او تذبذب ښکار شي، خو د فېصلې قوت په کې نه شته، د ضياء الحق د ۱۷ ترميم د وهلو لپاره ۱۸ ترميم په اېوان کې منظوروي، خو د ضياء الحق د دور د ټلوېزیون نه د بانګ او د رویت هلال کميټۍ حکم بېرته نه شي کولی.

دا خو لا د زوړ دور زړه کیسه ده، د اېم اېم ای (MMI) په زمانه کې اوس اوس د پښتونخوا په اسمبلۍ کې دننه د اېوان د کاروایۍ په وخت کې د اېم اېم ای يو استازي په اوچت بانګي اواز وویل!!

د اېوان سپېکر نه ماېک بندولى شو او نه يې د بانګ په منځ کې د خپلو اختياراتو استعمال کولی شو، د پښتونخوا د مذهبي ډلو د اتحاديې (اېم اېم ای) بانګونو او ځيني نورو جذباتي کارونو د دې شعر منظر پېش کړ لکه چې يې وويل!

زه به تا سره تمام عمر کافر شم

ته زما سره څو ورځې مسلمان شه

په پاکستان کې دننه پښتون او په خوا پورې په ګاونډي هېواد افغانستان کې افغان، دواړه پښتون افغان مذهب وهلي دي.

دا هغه درنه سپېړه ده چې پښتون افغان ورته خپل مخونه د ''ثواب'' لپاره نيولي دي.

"رياست ته په مذهب کې او مذهب ته په رياست کې ګوتې وهل نه دي په کار!!"

او بيا په دغه ثواب کې د عذاب نه تنګ شوى دى، خو نن هم دا نه شي ويلی چې رياست او مذهب ځان ځان ته جُدا جُدا دي.

رياست ته په مذهب کې او مذهب ته په رياست کې ګوتې وهل نه دي په کار!!

دا خبره د جناح صاحب ۱۹۴۷ کال په اولنۍ وېنا کې شته، خو د جناح صاحب هغه سيکولر تقرير بند شوی و

په کوم رياست کې چې د باني په ژوند د هغه تقرير بند شي د هغه رياست بنياد ته به څه وايو!؟

تاريخ بې رحمه وي، هغه خپل غچ ضرور اخلي، د هند تاريخ د جناح صاحب نه هم د هغه په ژوندونې انتقام اخستی دی.

ځکه چې جناح صاحب د هند د وېش لپاره مذهبي دروغ ويلي و.

هغه ويلي و چې هندوستان کې دوه قومونه مسلمان او هندو اباد دى.

"هغه ويلي و چې هندوستان کې دوه قومونه مسلمان او هندو اباد دى."

دوى يو ځای نه شي وسېدی. هغه د مذهب په نوم روغ هندوستان مات کړ. بيا يې په اولني تقرير کې د مذهب نه ځان خلاصاوه خو خلاص نه شو.

د دوه قومي نظريې په دروغجنه فلسفه کې يې داسې راګېر کړ چې مذهبي اقوال يې ور ته وليکل او

هغه نن هم په خاص مراسمو د جناحب صاحب په نوم خپرېږي.

د پاکستان په دغه رنګ مذهبي کرکې، او حسد کې اوس روان دا ټول واردات او حادثات د هندوستان د تاريخ ازار دی.

په دغه ازار کې پښتون افغان، لر او بر يو افغان په دغه مانا کې په تېر کوچنى اختر کې ځان د لر او بر يو اختر په شکل کې څرګند کړ.

وخت او حالات اوس دا حقيقت څرګندوي چې چا تاريخ سره ناروا سلوک کړی دی، هغوى به تاريخ په انتقومي سپېړه هم دغه شان وهي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .