پړونى، د اورځلا اشرف نعمت کالم

د خپريدو وخت: 16:34 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

تعادل نه یوازې په یوه بلکه د ژوند په ټولو برخو کې په کار دى، اورځلا

زما يوۀ ډیر ښه ملګري را ته یو وخت ویلی وو‌ "خورې دوکتورا ته خو روانه یې خو خدای دې وکړې چې له ها خوا لکه دا نور -لیونیان – بیرته راستنه نه شې"

زه پوه وم چې ټوکی راسره کوي خو ترینه ومې پوښتل‌ ولې داسې فکر کوې چې ټول د دوکتورا خاوندان لیونیان دي؟

هغه را ته په ځواب کې وویل خدای خبر چې موږ لیونیان یوو او که هغوی موږ ته داسې ښکاري خو دومره درته ویلای شم چې هر کله په ژوندانه کې بیلانس يا انډول له منځه لاړشي نو ښایي د لیونو خوا ته موږ ټول روانيږو.

د هغه ملګري خبره ډیره له مانا ډکه وه. او لاهم زه په دې باور یم چې ژوندانه کې تعادل ساتل تر ټولو مهمه برخه ده. تعادل نه یوازې په یوه بلکه د ژوند په ټولو برخو کې په کار دى.

نو همدا وه چې کله را ته د تحصیل زمینه برابره شوه ما هم ومنله.

مساپري، له وطن او کور څخه لیرې پاتې کیدل مې ټول ځکه ومنل چې دغه تعادل په ژوندانه کې برابر کړم. دا ځکه چې ما او زما په شان ډیرو کسانو چې خپل ورځنی ژوند يې ټول له جګرو، مهاجرتونو او نورو ستونزو سره تېر کړی، ډیر لږ مجال به زموږ تحصیل او تعلیم ته برابر شوی وي.

زه به د دې پاڼي له لارې خپلې تجربې او د ژوندانه په زړه پوري کیسې له تاسو سره شريکوم چې هم به د تجربې انتقال له لیده ښه وي او هم ښایي زیات لوستونکې داسې فکر وکړي چې هغه کسان چې نن په افغانستان کې د ښځو د حقوقو غږ پورته کړى ټول به په لویدیځ کې لویې شوې او له خپل افغاني او اسلامي کلتور څخه لیری ژوند یې تېر کړی.

نو د دې دواړو دلایلو په حساب زه به هم خپل او هم د ډیرو زیاتو همکارانو ، دوستانو او هغو ښځو چې د وطن په ګوټ ګوټ کې ژوند کوي، کيسې او خبرې له تاسو سره شریکوم..

دې پاڼې ته مو په موافقې د "پړوني" نوم غوره کړی دا ځکه چې په افغانستان کې او په عمومي توګه پښتنو کې پړونی یو خاص موقف او ځای لري.

هیله منده یم چې دا پاڼه تاسو ټولو ته په زړه پورې وي او ستاسو نظریاتو او کره کتنو ته به سترګې په لار واوسم.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .