د ختنې روغتیایي ګټې بیا وشاربل شوې

د خپريدو وخت: 10:54 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

د انتاني ناروغیو تر څنګه ځنې چنګاښي (سرطاني) رنځونه هم په ختنه شوو انسانانو کې تر نورو لږ پېښېږي.

له یوې اوږدې مودې راهیسې په ځینو لوېدیځ ټولنیزو کړیو کې په دې خبره یو تود بحث روان دی چې د نارینه کوچنیانو ختنه کول د دوی د روغتیا لپاره څومره ګټوره ده، او د دې دود پالل له اخلاقي پلوه څومره د منلو وړ دی.

دا بحث په ځینو مواردو کې د علمي او روغتیایي پولو له برید نه د سیاست غولي ته هم ور اوښتی دی او په ځینو مذهبي او ټولنیزو کړیو کې یې ترخه غبرګونونه زېږولي دي.

نژدې دوې میاشتې د مخه یوې آلمانۍ محکمې د یوې ځغردې پرېکړې په ترڅ کې د کوچنیانو په ختنه کولو بندیز ولګاوه او سیمه ییز مسلمانان او یهودان یې سخت خپه کړل.

په یو ورته ګام کې د متحده ایالاتو د سن فرانسیسکو (San Francisco) سیمه ییز حکومت هم د کوچنیانو ختنه کول ناقانونه وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې له نژدې دوو لسیزو را په دې خوا داسې کره لاسوندونه په واک کې شته چې د کوچنیانو ختنه کول ګټور بولي.

په دې وروستیو کې یوې لویې څېړنې په دې سکالو باندې د تېرو ۲۰کلونو په اوږدو کې ترسره شوې ټولې څېړنې له سره وکتلې، او دې پایلې ته ورسېدله چې ختنې سره په ایچ آی وي HIV د ککړېدو شونتیا ۶۰ سلنه راکښته کېږي.

ایچ آی وي هغه وایرس دی چې په انسانانو کې د ایډز خونړۍ ناروغي پیداکولی شي، او د جنسي اړیکو له لارې هم د انسانانو تر منځ خورېدی شي.

پر دې سربېره نورې داسې لېږدېدونکې مکروبي ناروغۍ چې د جنسي اړیکو د ټینګولو له لارې خپرېږي هم په هغو انسانانو کې لږ پېښېږي چې ختنه شوي وي.

د انتاني ناروغیو تر څنګه ځنې چنګاښي (سرطاني) رنځونه هم په ختنه شوو انسانانو کې تر نورو لږ پېښېږي.

"ایچ آی وي هغه وایرس دی چې په انسانانو کې د ایډز خونړۍ ناروغي پیداکولی شي، او د جنسي اړیکو له لارې هم د انسانانو تر منځ خورېدی شي."

د بېلګې په توګه د نارینه د تناسلي غړي سرطان، او د پروستات غدې سرطاني پېښې په دې ډله انسانانو کې په پرتله ییزه توګه لږ ثبت شوي دي.

داسې لاسوندونه هم شته چې د دې ښکارندویي کوي چې په مېرمنو کې د نس یا رحم د غاړې د چنګاښي ناروغیو پېښې، چې ایچ پي وي Human Papilloma Virus HPV یې یو لامل دی، په هغو مېرمنو کې ډېرې پېښېږي چې د ژوند ملګري یې ناختنه شوي نارینه وي.

دا رنځونه په ناختنه شوي نارینه کې ځکه ډېر پېښېږي چې په دې انسانانو کې د تناسلي غړي اضافه پوستکی، چې د ختنه کولو په صورت کې غوڅېږي، د جنسي اړیکې په وخت کې مایکروسکوپي ټپونه اخلي او د مکروبونو د لېږد لپاره آسانه لاره جوړوي.

دا مکروبونه د نورو ستونزو سربېره د تناسلي سیستم په انساجو کې اوږد مهاله یا مزمن التهابونه منځ ته راولي چې د مودې تېرېدو سره سرطاني کېدلی شي.

دا هرڅه په انسانانو کې د ختنې عملیې په اوږد مهاله ګټو دلالت کوي.

روانه اوونۍ د متحده ایالاتو د کوچنیانو د ډاکټرانو ټولنه هم هغو علمي ډلو سره ملګرې شوه چې د ماشومانو د ختنې ننګه کوي.

دې ټولنې په خپله وروستۍ خپرونه کې د دې عملیې ګټې بیا په ګوته کړي دي او له روغتیایي پلوه د یوې غوره عملیې د ترسره کولو لپاره یې ډاکټرانو ته یو لارښود خپور کړی دی.

ډاکټران لارښونه کوي چې د ختنې عملیه اړینه ده چې په یو سپېڅلي یا تعقیم شوي چاپېریال کې د روزل شوو ډاکټرانو په لاس ترسره شي.

د غیر مسلکي کسانو په لاس ترسره شوې عملیې ډېر زیانونه پېښولی شي.

خو هغه ټولنيزې ډلې چې په لوېدیز کې د ختنې د دود بندیز غواړي، نیوکه کوي چې د ختنې ګټې مخ په ودې افریقایي او اسیایي هېوادونو کې جوتې شوي دي چېرته چې لېږدېدونکې ناروغۍ ډېرې دي، او د دې موندنو پر بنسټ دې لوېدیز کې ختنه دود نه شي.

دوی دا نیوکه هم کوي چې کوچنیان دې په واړه عمر کې ختنه نه شي، او کله چې بالغ عمر ته ورسېږي خپله به د ځان په اړه پرېکړه وکړي.

په ټولیزه توګه ډاکټران او د لېږدېدونکو ناروغیو څانګ پوهان د دې عملیې تر سره کول، په تېره هغو سیمو کې چې لېږدېدونکې ناروغي په کې ډېرې پېښېږي، یوه ګټوره چاره بولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .