لمر څرک: د ملالۍ بشیر کالم: رڼا

د خپريدو وخت: 10:06 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

پر ښځينه اولاد خفګان په ځانګړې توګه د ښځينه خپلوانو له خوا کيږي.

دا خبره کوم خبر نه دی چې په افغانستان کې د ښځينه اولاد زېږېدنه بد ګڼل کيږي.

اوس اوس راته په کابل کې يوې ډاکټرې ويل چې ډېر وخت دوی د تلوېزيوني معايناتو او کره شواهدو وروسته هم هغه حامله مېرمن ته چې لور يې په نس وي، د هغې د اولاد د جنس په اړه نه شي ويلی.

دليل يې ساده دی. ډېر خلک ښځينه اولاد نه غواړي. دغې ډاکټرې ويل چې کوم وخت د راتلونکي کوچني کورنۍ په دې پوه شي چې ماشوم نجلۍ ده نو په روغتون کې ژړا او فرياد پيل کړي.

دوی خپل قسمت او حامله ښځې ته بد رد وايي. که د هېواد د پلازمېنې دا حال وي نو په ولايتونو او وروسته پاتو سيمو کې به څنګه وي؟

پر ښځينه اولاد خفګان په ځانګړې توګه د ښځينه خپلوانو له خوا کيږي.

لاملونه يې ډېر دي خو عمده يې دا دی چې که د خورلڼې نارينه اولاد نه وي نو د ټولو بد بختيوو راوړونکې او د مصيبتونو سرداره ګڼل کيږي. پرې د بنې راوستل خو عادي خبره وي.

يوه ښځه ځکه د بلې پر زېږېدو افسوس کوي چې يا خو هغې په خپل ژوند او يا هم د خپلې کومې خپلوانې په ژوند کې ډېرې ناخوالې ليدلي وي نو نه غواړي چې د هغې په شان نورې ښځې هم وکړيږي.

"که څه هم د هغې په شتون کې د پلار ترڅنګ د مور هم نيمه برخه ده خو زموږ افغانه مېرمن بيا هم پر ځمکه خپل موجوديت د نارينه احسان بولي."

خپل حالات نه شي بدلولی نو آخري حد يې خوښ وي. آخري حد دا دی چې هره بدي له ځانه بولي.

وايي که ښځينه اولاد نه وي نو ناخوالې به هم نه وي يا لږ تر لږه به د نشت برابر کمې وي.

زموږ مېرمنې په نارينه وو دومره تکيه کوي چې د نارينه اولاد په ذريعه و ځان ته هغه حيثيت تر لاسه کول غواړي چې دا يې په ښځينه صورت نه شي درلودای.

چې څومره د ښځې زامن ډېر وي هغومره يې حيثيت لوړ وي.

دا چې ښځه به آخر وديږي او لکه څنګه چې وايي "د بل کور به پرې ښايسته کيږي". نو ښه روزل يې هم بې ګټې ګڼل کيږي. په ظاهره يې د مور او پلار کور ته څه مادي ګټه نه رسيږي.

هلته ښځه د مېړه د کور کارونه کوي او اولادونه زېږوي. که چېري مړه شي نو بلا ورپسې، د هغې په شان يوه بله به يې ځای ونيسي.

بل خوا د ښځو په پرتله نارينه يوه ښه پانګه ګڼل کيږي. د کورنۍ نوم پرې روښانه وي، نسل يې ور ډېروي، د کورنۍ مالي بار پر خپلو اوږو وړي او شخړې هواروي.

په خپله سړي خو لا څه چې ښځې هم د نر په اصطلاح پر دې عظمت قانع دي ځکه خو د نارينه د مرګ په صورت کې د هغه ځای خالي وي، څوک يې نه شي ډکولی.

"دا ټولې خبرې په دې مانا چې يوازې نارينه د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي، تعصب او نفرت (Misogyny) مسولين نه دي بلکې ښځو په خپله هم په خپل پښو تبر وهلی."

افغانې نجونې په داسې محروميوو کې را لوييږي چې هغه پر ځان باور نه لري.

که څه هم د هغې په شتون کې د پلار ترڅنګ د مور هم نيمه برخه ده خو زموږ افغانې مېرمنې بيا هم پر ځمکه خپل موجوديت د نارينه احسان بولي.

دا ټولې خبرې په دې مانا چې يوازې نارينه د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي، تعصب او نفرت (Misogyny) مسولين نه دي بلکې ښځو په خپله هم په خپل پښو تبر وهلی.

دوی د ځان پر وړاندې نارينه سره د هغوی د تعصب په روا ساتلو کې مرسته کوي.

دا خبره تکراري ده خو په بيا ويلو ارزي چې د نارينه وو "له پښتۍ پيدا شوي" د دوی د وجود نيمې برخې سره بايد د دښمن په شان سلوک ونه شي.

دا هم بيا تکرارول غواړي چې بې له شکه ښځه بايد خپل خاوند، ورور، پلار خوشاله وساتي، احترام يې وکړي خو بايد په دې هم خبره وي چې تعليم يې همغسې حق دی لکه د ورور يې چې دی.

مور د پلار په شان بلکې له پلاره هم ډېر حق لري او مېرمن يوازې په نيمه شپه د اور لګولو او ډوډۍ پخولو لپاره نه ده بلکې هغه په خپله د کور ډيوه ده. رڼا ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .