د امریکا ولسمشریزې ټاکنې او د افغانستان جګړه

د خپريدو وخت: 09:40 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

امریکایانو ته نن سبا د دوی اقتصادي حالت له هر څه ډېر ارزښت لري.

یوه اوونۍ کیږي چې خپل زوی یونس مې په امریکایي فوټبال کلب کې داخل کړی دی.

هغه ورځ مې د تمرین لپاره وروست. تمرین یو نیم ساعت دوام کوي او هغه لوبغالی چې دوى په کې لوبه کوي زموږ له کوره په موټر کې ۱۵ دقیقې لېرې دى.

زه هلته ورته پاتې شوم. کله چې ماشومانو لوبه پیل کړه، زما زړه لږ په تنګ شو. هاخوا دېخوا مې کتل چې له یو چا سره خبرې وکړم.

هلته نورې میندې او پلرونه هم و چې خپل ماشومان یې راوستي وو. زه د هغوى خوا ته ورغلم چې خبرې ورسره وکړم.

په خبرو خبرو کې هغوی له ما څخه وپوښتل چې زه له کوم هېواده امریکا ته راغلې یم؟ چې پوه شول افغانه يم له ما څخه يې د افغانستان په هکله پوښتنې پیل کړې.

دغه خلک سپین او تور پوستي امریکایان ول او یوه یې آسیایي-امریکایۍ وه. ما هم له هغوى څخه د افغانستان د جګړې په هکله ځینې پوښتنې وکړې.

یوه اوونۍ کیږي چې خپل زوی یونس مې په امریکایي فوټبال کلب کې داخل کړی دی.

د دوى له خبرو نه ما ته دا څرګنده شوه چې دا ځلې لکه د تېر ځل په شان د افغانستان موضوع رایه ورکونکو ته خورا مهمه نه ده او داسې بریښي چې د۲۰۱۲ م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې افغانستان نور د کمپاین موضوع نه ده.

امریکایانو ته نن سبا د دوی اقتصادي حالت له هر څه ډېر ارزښت لري. دوی د اقتصاد پياوړتیا په هېواد کې غواړي ځکه چې په دې وروستیو کې ډېرو خلکو خپل کورونه او کارونه له لاسه ورکړي دي.

"زه افغانانو ته سوله غواړم خو زه په خپل هېواد کې یو پیاوړی اقتصاد غواړم چې ماشومان مې روښانه راتلونکی ولري. زه غواړم اولادونه مې ښه پوهنتونونو ته لاړ شي او ښه کارونه ولري."

په تېرو دوو ولسمشریزو سياليو کې د امريکا بهرنۍ پاليسي د کمپاين یوه مهمه موضوع وه. کله چې جورج بوش د دوېمې دورې لپاره ولسمشرۍ ته ودرېد، یو له هغو عواملو څخه چې خلکو ورته رايه ورکړه د هغه بهرنۍ تگلار وه.

هغه مهال د سپټمبر د ۱۱ له پېښې څخه یو څو کاله تېر شوي و. د امریکايانو لپاره د هېواد امنیت تر هر څه ډېر اړین و. خو اوس هر څه بدل شوي دي.

خلک هماغه خلک دي خو د هغوى لومړیتوبونه نور دي. یوې سپین پوستې امریکایۍ مور د خپلو خبرو په ترڅ کې راته وویل:

"زه افغانانو ته سوله غواړم خو په خپل هېواد کې یو پیاوړی اقتصاد غواړم چې ماشومان مې روښانه راتلونکی ولري. زه غواړم اولادونه مې ښه پوهنتونونو ته لاړ شي او ښه کارونه ولري".

کله چې دلته اقتصاد ښه وي خلک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په دولت دومره تکیه نه کوي. اوس د امريکا امنیت ښه دی ځکه نو خلکو ته اقتصاد مهم دی.

امریکا یو کيپيټلسټ (Capitalist) هېواد دی او د سوسيالیستي هېوادونو په شان حکومت د خلکو ټولې اړتياوې نه چمتو کوي.

له همدې کبله خلک بايد کار وکړي او بېکاري يوه لويه ستونزه ګڼل کيږي. په دې ولسمشریزو ټاکنو کې اقتصادي پياوړتیا او د بېکارۍ له منځه وړل د ټاکنیز کمپاين مهمې موضوع ګانې دي.

"زه نه پوهېږم موږ په افغانستان کې نورڅه کوو. اوس خو اسامه هم هلته نشته نو ولې دومره پیسې هلته لګوو. په هغو پیسو باندې د بې وزلو امریکایانو ډېرې اړتیاوې رفع کېدای شي."

رايه ورکوونکو ته نه د افغانستان جګړه ډېره مهمه ده او نه هم ټولنیزې چارې. یوې آسیایۍ-امریکایۍ مور راته وویل:

"تېر کال مې خاوند د خپل کار نه برطرفه شو; کومې موسسې ته چې هغه کار کاوه، کاروبار یې ډېر خراب شواو ډېر خلک یې له کاره و ایستل. موږ ته دا ډېره ستونزمنه تمامه شوه، درې ماشومان لرو او ما هم کار نه کاوه. شپږ میاشت یې ونیولې چې هغه بل کار پیدا کړي. حکومت له موږ سره مرسته نه کوله ځکه په بانک کې مو لږې پیسې درلودې نو څومره پیسې مو چې په بانک کې سپمولې وې هغه مو ټولې مصرف کړې. د امریکا اوسني اقتصادي حالت زه ډېره اندېښمنه کړې یم".

"زه نه پوهېږم موږ په افغانستان کې نورڅه کوو. اوس خو اسامه هم هلته نشته نو ولې دومره پیسې هلته لګوو".

یو بل علت چې ولې د افغانستان جګړه په دې ټاکنو کې د انتخاباتي کمپاین توده موضوع نه ده دا دی چې دا جګړه په ډېری امریکایانو مستقيمه اغېزه نه لري.

يوازې د هغو امريکايانو لپاره دا جګړه د اهمیت وړ ده چې یا په خپله په افغانستان کې جنګیږي او یا یې هم کوم څوک هلته جنګيږي او د دغه ډول خلکو شمېر ډېر کم دی.

زیاتره امریکايانو ته دا مهمه نه ده چې له هېواد څخه د باندې څه پېښیږي. خو که په هېواد کې دننه یوه مهمه پېښه را منځ ته شي هغه مهال به بهرنۍ پاليسي د انتخاباتي کمپاين یوه مهمه موضوع وګڼل شي.

همدارنګه ډېری امریکایان د افغانستان له جګړې په تنګ راغلي او نه غواړي سرتېري يې هلته نور پاتې شي. یوه تور پوستي امریکایي راته وویل:

"زه نه پوهېږم موږ په افغانستان کې نورڅه کوو. اوس خو اسامه هم هلته نشته نو ولې دومره پیسې هلته لګوو. په هغو پیسو باندې د بې وزلو امریکایانو ډېرې اړتیاوې رفع کېدای شي. د بې کوره امریکایانو شمېره ورځ تر بلې لوړیږي. زه د افغانانو لپاره نا امني نه غواړم خو خپلو هېوادوالو ته هم ډېر اندېښمن یم".

ډېری امريکايانو ته دا واضحه نه ده چې د دوی سرتېري ولې په افغانستان کې جنګیږی. عام وګړي غواړي بېکاري له منځه یوړل شي او د امریکا اقتصاد لکه د پخوا په څېر بېرته پیاوړی شي.

په زرگونو کيلو متره لېرې چې څه کيږي هغه ته لکه چې اوس د فکر کولو وخت نشته.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .