د بشرنوید کالم پښتونخوا: هلک نری چينار دی، نجلۍ د ګلو ونه!

د خپريدو وخت: 15:37 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

افغانه جوړه د عدالت په حکم په سر کاري حفاظت کې ده.

نن سبا د پېښور په عدالت کې د کابل نه راتښتېدلې يوه جوړه (هلک او نجلۍ) د خپلې خوښې د واده په مقدمه کې پېش کيږي.

په ورځپاڼو کې د دواړو عدالت ته د راتلو تصويرونه چاپيږي او ور سره په غټو سرخو کې بيانونه خپريږي.

تور لګول شوى دى چې نجلۍ له وړاندې نا واده ده او په غېږه کې ورسره لور هم ده.

مخالف فريق وايي دا زموږ په نکاح کې ده. نجلۍ وايي دوى ما په زوره ودوي.

افغانه جوړه د عدالت په حکم په سر کاري حفاظت کې ده. دا هلک او نجلۍ په اېبټ اۤباد کې پوليس د اسنادو نه لرلو په جرم او بيا په ''فرار قضیه'' کې ونيول او زبردستي يې پرې هم وکړه.

د رسنیو ونډه

که رسنۍ دا خبر نه وه خپره کړې نو دا افغان جوړه به په بې دردۍ وژل شوې وه.

وژنه به داسې وه چې د پوليسو د ولکې نه به مخالف فريق ته دا جوړه ورکړل کېده او خپلو خلکو به د وطني دود له مخې دوى وژل.

په پېښور کې داسې ډېرې پېښې شوي دي. د دې پېښو مجرمان په افغانستان کې ازاد ګرځي او په افغانستان کې چې کوم قتلونه د غېرت په نوم وشي قاتلان يې په پېښور کې ژوند کوي.

که رسنيو دا خبر خپور کړی نه وای، عدالت پرې په خپله نه خبرېدی، اوس به نه هلک و نه نجلۍ!

"نن سبا خو د اسنادو نه لرلو بهانه د پوليس سره ډېر دفعات د لاس په ګُرت کې وي، لکه څنګه چې د پېښور پوليس په ګُرت کې هر وخت د چرسو يو کڅوڼه موجوده وي."

اوس دلته خبره د يو هلک او يوې نجلۍ نه ده.

په پېښور کې د دغه قضيې په رڼا کې اوس افغان ورور او خور هم شکمن دي.

د پوليس چارواکو په سترګو کې هسې هم افغانان په ټول پېښور کې مشکوک دي.

دغه سرکاري شک پوليسو ته دا پښې هم ازادې کړي دي چې هغوى د شک په بنياد د يو افغان کور ته ور ننوځي.

نن سبا خو د اسنادو نه لرلو بهانه د پوليس سره ډېر دفعات د لاس په ګُرت کې وي، لکه څنګه چې د پېښور پوليس په ګُرت کې هر وخت د چرسو يو کڅوڼه موجوده وي.

څه وخت هم چې وغواړي، د تالاشۍ په وخت کې د پوليس چرس د بل له جېب نه را وځي.

سرکار په خپلو ټولو دفعاتو او پاليسو کې زورور دى، خو کله کله رسنۍ د هغوى په لوبه کې لکه د تاش په ''باچا'' ''يکه'' چال کړي.

په دغه لوبه کې په اېبټ اۤباد کې زورل شوې افغان جوړه د پېښور عدالت ته را وغوښتل شوه.

عدالت دا وویل: ''بايد افغانې جوړې ته سياسي پناه ورکړل شي''

د سرکار د حاشيو، پاليسیو، او دفعاتو نه پرته زموږ د پښتنې ټولنې په خپلو رواياتو کې داسې هلک او نجلۍ تور بلل کيږي، او د تور شویو جوړو اخري فېصله مرګ وي.

داسې شوي دي، داسې کيږي، دلته په پښتونخوا کې هم، بره په افغانستان کې هم!

ورځپاڼې د دغه ډول وژنو د خبرونو نه ډکې وي. عدالتونو کې دا قضيېو نه په ځان کې ډېرې کيسې داستانونه لري.

د څېړنو او د تحقيقاتي رپوټونو تر مخه د کورونو نه د نجونو د تېښتې د پېښو شمېره زياته ښودلې ده.

''کورټ مېرج'' په عدالتونو کې د قانون د سيوري لاندې په سرکاري ګواهۍ کې ودونه کيږي، هر څه چې وشي خو د داسې ودونو اخري انجام مرګ وي.

موږ محبتونه وژنو!

ولې!؟

د غېرت په نوم !

د غېرت په نوم د قتل حالت ولې راشي!!؟؟

زموږ په ټولنه کې نجلۍ او ښځینه ذات ته د خپلې خوښې او مرضۍ مطابق د ژوند تېرولو اجازت نشته.

که هغه فېصله وکړي، دا فېصله بغاوت دی او د کولتور نه بغاوت د قانون د بغاوت نه زياته سزا لري.

زموږ قانون داسې هلک او نجلۍ ته د خپلې مرضۍ مطابق د ژوند تېرولو حق ورکوي، خو زموږ کولتور کې دا ځای بېخي نشته.

بنيادي خبره دا ده چې په کومو کولتورونو اوږده جنګونه تېر شي، بې وزلي او د ټولنيز ژوند ناهمواري سېوا شي، هلته محرومۍ ډېرې شي.

د دغه جال نه چې څنګه ځوانان ووځي تېښته کوي.

دغه شان نجونې هم د بغاوت اخري حد ته ورسي. جنګونو، مهاجرتونو موږ سره دا بدې چارې کړي دي چې زموږ سترونه يې مات کړي دي.

زموږ کولتور ته يې د غېرت په نوم د قتل ډېر امتحانونه جوړ کړي دي، دا ټول د جنګونو، مهاجرتونو بد اثرات دي.

دا وخت په پېښور کې، په دغه بغاوت کې يو افغانه جوړه د مقدمې لاندې دي، د هغوى محبت د چړې لاندې ساه اخلي.

د وېلنټاین روح به د پښتون افغان داسې محبت ته څه نوم ورکوي!؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .