د بشرنوید کالم پښتونخوا: د وزيرستان عملیات ـ ډرون حملې!

د خپريدو وخت: 18:57 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

د ډرون حملو مثال هم داسې دی لکه څوک چې د کور څښتن ته وايي ویښ شه او غل ته وايي غلا ته ځه!

د وزيرستان عملیاتو په اړه پاکستان ویلي چې موږ په خپله عملیات کوو. امريکا ته اجازه نه ورکوو چې له موږ سره په دغه عملیاتو کې شامل شي.

دا ځکه وايي چې پاکستان ځان خودمختاره ثابتوي، خو د پاکستان خودمختاري هغه وخت يو پوښتنه شوه چې په وزيرستان د ډرون حمله وشوه.

د ډرون حملې خلاف احتجاج راشي خو دا پوښتنه خپل ځواب نه لري چې فقط احتجاج د ډرون حملو مخ نيوى کولی شي؟

نه!!

بيخي نه!!

د ډرون حملو مثال هم داسې دی لکه څوک چې د کور څښتن ته وايي ویښ شه او غل ته وايي غلا ته ځه!

خودمختاري خو هغه وخت له منځه تللې ده چې ډرون د پاکستان نه رالوتى دى.

دلته ورته خلک د نوي دور ابابيل وايي. د ابابيل اصطلاح هغه خلک کاروي چې د پاکستان له طرفه د عملیاتو په اړه شک او ګمان لري.

دوی دا وايي چې پاکستان د عملیاتو نه وړاندې مطلوب غټ اصلي دانې د هغه ځای نه لرې کړى او عام خلک يا د باور پېدا کېدو لپاره يو څو د واړه کچې ترهګر قرباني کوي.

دا کیسه هم ځکه اوږده شوه او د عملیاتو نه د امن خوښو ولسونو او د نړيوالو باور هم پاڅېد.

د ۹/۱۱ له پېښې وروسته چې د قباېلي سيمې په اوږدې کرښې د افغانستان نه ترهګر مېلمانه دې خوا راغلل نو دا حالت نازک هم، حساس هم، شکمن هم او خطرناک هم و.

عجيبه دا وه چې د پاکستان نه د مولانا صوفي محمد په مشرۍ د جهاد په نوم خلک افغانستان ته وا وښتل او د افغانستان نه عرب، چیچنیایان، او نور مطلوبه کسان وزيرستان ته راتلل.

"عجيبه دا وه چې د پاکستان نه د مولانا صوفي محمد په مشرۍ د جهاد په نوم خلک افغانستان ته وا وښتل او د افغانستان نه عرب، چیچنیایان، او نور مطلوبه کسان وزيرستان ته راتلل."

پوښتنه دا ده چې دا بندې لارې چا پرانیستې؟؟

او ولې؟؟

ځواب يې نن هم شکمن دی!!

که د ثور انقلاب په ضد هغه وخت مرورو افغانانو ته پاکستان د مذهبي، انساني، اخلاقي جذبې په نوم غېږه پرانیسته او په جار يې ويل:

''موږ د مسلمانۍ او اسلامي ورورولۍ حق ادا کوو''

خو د ۹/۱۱ مطلوبانو ته يې مېلمانه نه شو ویلی او د خولې نه يې هم نه شو غورځولى.

پخواني جنرال مشرف د نړيوال امن په نوم په ''لويه لوبه'' کې ''ډبل ګېم'' پېل کړ.

په دغه وخت کې يو رپورټ خپور شوی و چې ويل يې د "پېښور څخه پوډريان او نشايان وزيرستان ته بېول کېدل او هلته د ترهګرې په نوم د يو پوډري مړي بیه پنځه زره ډالره اېښودل کېده".

پېښور په دغه اړه ډېر سخي او غني دي.

هره بلا په کې په لاس راځي، هيڅ څيز يې بې قيمته او بې ارزښته نه وي، خو رسا نظر غواړي.

يو پوډري د پېښور د فټ پات لپاره څه څيز نه و، خو په وزيرستان کې يې څومره زبردسته ګټه په لاس راغله.

که چېرې دا پېښه او دا رپورټ درواغ وي، خو په ډېرو درواغو کې خو خامخا لږه رښتيا شته.

په داسې نازکو حالاتو کې لږ رښتيا ډېرو درواغو ته شکل بدلوي، لکه په پيو کې چې اوبه ګډې شي او بيا ورته څوک اوبه نشي ویلی.

د پاکستان او امريکا تعلق په نړيوال امن کې هغه وخت شکي، بې اعتماده شو او سپينو سپينو موږ تورو تورو ته ويل!

زما پرې سپينه خوله تورېږي

د رنجو خال په زنه مه ږده غل به شمه

حالاتو هغه لوبه وکړه، امريکا ته يې سپينه خوله توره کړه او پاکستان زنه او رانجه دواړه بايېلل.

اوس حالات دا دى چې د پاکستان عدالتونه د قانون په غټو کتابونو کې د غټو مطلوبه ترهګرو لپاره د سزا يوه کرښه په هغوى نشي ثبتولی.

د غټو مرکزي زندانونو قانونونه او پاليسۍ په دغه ترهګرو څه اغېز نه کوي. د زندان باور دې چارواکو د اوسپنو په پنجرو کې خطرناک څيزونه ګېر کړي او ويره ترې کوي.

د سوات په عملیاتو کې خطرناک کسان اوس د سزا په حاشيو کې نه راځي.

"ستا غټ پګ ته پردۍ سپږې درختلي دي، سپږې درنه مړې کړي که پټکى او سر در ته خور کړي!!؟؟"

د پاکستان په عدالتونو کې د سزاګانو غټ کتابونه ډک پراته دي خو د عملیاتو خطرناکو ترهګرو را نیولو لپاره د سزا يو حرف نه شي ادا کېدی.

اوس د دا ډول عملیاتونو په شان د وزيرستان د عملیاتو خبرې کيږي.

بره ډرون ګرځي او خپل کار کوي، په وزيرستان د ناسور ننکۍ راختلى دى، عملیات غواړي خو عملیاتو لپاره ضروري ده چې ناسور ختم شي خو وزيرستان دې مړ نه شي.

ناروغ خو دا نه وايي چې زما عملیات او درملنه به یوازې وطني ډاکټران کوي، هغه خو ژوند غواړي، روغ صحت غواړي، درملنه غواړي، ګنې دا ګز او دا مېدان، د ناروغ نه هم پ،ښتنه وکړئ.

وزيرستانه!

ستا غټ پګ ته پردۍ سپږې درختلي دي، سپږې درنه مړې کړي که پټکى او سر در ته خور کړي!!؟؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .