ستاسې غږ: افغانستان کې تعليمي سيستم څه ډول ښه کېداى شي؟

د خپريدو وخت: 12:00 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د نړيوال بانک په مالي مرسته غواړي چې په راتلونکو درو کلونو کې د گڼو ښوونځيو په جوړولو او د ښوونکو د روزنې له لارې تعليمي سيستم پياوړى کړي.

ستاسو په گومان د تعليمي سيستم ښه کېدا ته څه بايد وشي؟

نړيوال بانک د څو سوه ميليونو ډالرو په مرسته غواړي چې د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت کاري وړتيا ښه کړي او گڼ نوي ښوونځي جوړ کړي.

"موږ ١٧ مضامين لرو له دومره مضامينو به څوک څه زده کړي، ولې لنډ او مختصر نصاب نه جوړيږي چې شاگران سم پوى شي."

جمال خوستى په برېښناليک کې

افغان چارواکي په دې باور دي چې له دې مرستې سره به د ښوونکو په لا ښه روزنه کې او د نويو ښوونځيو په جوړولو کې په راتلونکو درو کلونو کې ډير څه وکړي.

هيله دا ده چې د افغانستان تعليمي سيستم ښه شي.

ستاسې غږ له تاسو اوري چې په افغانستان کې د تعليمي سيستم د ښه کولو لپاره څه بايد لومړى وشي؟

که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسې غږ خپرونه راديويي ، ويديويي او انلاين ده، که په ويديويي بڼه خپل نظر يا پوښتنه رالېږئ لطفآ لنډه يې ساتئ.

د بي بي سي کلېکاږل پښتو فيسبوک، د بي بي سي کلېکاږل پښتو ټيوټر او يا هم د کلېکاږل بي بي سي پښتو برېښناليک له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر څلور بجې کيږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

"پايداره نصاب بايد جوړ شي چې شاگردان په اسانۍ ترې گټه واخلي داسې نه چې هره ورځ بدليږي."

قاري نقيب الله رهين:

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلې فوني پيغام يا ايس ايم ايس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د فیسبوک ځینې پیغامونه

محمد منصور داودزى: په دې ټول پوهيږي چې غوغ توره ده او شيدې يې سپينې دي يعنې د معلم حالت په ښه کيد سره هر څه حل کيداى شي.

اميد خادم: د استادانو تنخواه بايد لوړه شي او لسانسه کسان راوستل شي.

صمد اکاخېل: هغه وخت تعلیمی سیستم ښه کیدای شي چې معارف له سیاست اوسیاسی کړیو جدا شي او ھمدارنگہ ضوابط پر روابطو بریالی شی.

"د تعلیمي سیستم د ښه کولو لپاره تر هر څه امنیت مهم دی."

سلیم خان عادیل

عابد صاحبزاده: هغه وخت ښه کيداى شي چې اوسنى سيستم د کالج په سيستم بدل شي.

عثمان غني: جدي پاملرنه پکار دى او عملي تجربې پکار دي.

قاري نقيب الله رهين: پايداره نصاب بايد جوړ شي چې شاگردان په اسانۍ ترې گټه واخلي داسې نه چې هره ورځ بدليږي.

فرید احمد امیري

افغانستان کې د تعلیمي سیستم د ښه کولو لپاره د کدرونو استخدام او د ممبر څخه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې خلکو ته د علم او پوهې ارزښت بیانول دي. ترڅو چې خلک خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي او هم د تړل شویو ښوونځیو دروازې بیا پرانستل شي.

نور الله منصور

په نوي معیار سره د استاذانو روزنه او د اداري فساد له منځه وړل.

رفیق الله ایسار

زما په فکر افغانستان کې د ښوونځو سیستم هله ښه کېدلی شي کله چې ولس په دې پوه شي چې زدکړه د اسلام له نظره په هر مسلمان فرض کرځول شوې ده. د کدرونو استخدامول او استادانو معاش لوړول هم کولی شي ګټه ور ثابت شي

حکمت الله خیراتزی

ښه تعلیمي نصاب، د وړ ښوونکو استخدام، ښه معاشونه، ا ستوګنې لپاره کور او د ټولو وروسته ژوره څارنه.

وکیل احمد ریشتون

اول اداري فساد باید په ټولو ادارو په خاصه توګه تعلیمي اداره کې ورک شي. ځکه زده کوونکي چې کله دولسم په تکلیفونو خلاص کړي بیا ورته د عالي تحصیلاتو امکانات نه وي. دوی په شخصي لګښت عالي تحصیلات نه شي کولی او دولتي پوهنتون ته تګ رشوت یا واسطه غواړي.

مجاهد صافی

باید معارف دی خبرې ته پام وکړي چې د دولسم فارغ باید دولسم ټولګې ته درس ور نه کړي.

سلیم خان عادل

د تعلیمي سیستم د ښه کولو لپاره تر هر څه امنیت مهم دی.

برېښناليکونه

محمد اصغر, جده

مسلکی او مستعد کدر 2معاصر تعلیمی نصاب 3- لابراتوار او تعلیمی وسایل. د استادانو او شاگردانو تشویق

زاهد عابد له ننگرهاره

ايا له ١٢ څخه فاروق شوى ځوان په پوره مانا باسواد او په خبره پوى دى، که دې ته ځواب نه وي نو زموږ تعليمي سيستم مشکل لري د دغه مشکل حل پکار دى.

جمال خوستى

موږ ١٧ مضامين لرو له دومره مضامينو به څوک څه زده کړي، ولې لنډ او مختصر نصاب نه جوړيږي چې شاگران سم پوى شي.

رحمان, امریکا

د افغانستان د تعلیمي نظام د ښه کولولپاره باید چې د ښوونې او روزنې وزارت یو نړيوال معیاري نصاب جوړ کړى

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .