لونګ د هميم جلالزي په قلم: د سردې بند

د خپريدو وخت: 13:08 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391

په بند کې به ډول ډول مرغان ګرځېدل او خلکو به په کې ښکار کاوه.

زموږ يو کليوال دی، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال يې عسکري کړې او په عسکري کې هم د قوه کار په کوم کنډک کې پاتې شوی دی.

بلدوزر يې زده کړی او بيا يې ترعسکري وروسته هم له حکومت سره د سړک او بند جوړلو په پروژو کې د بلدوزر چلوونکي په توګه کار کړی دی.

کلونه وړاندې به يې راته د خپلې عسکرۍ او له هغه وروسته په حکومت کې د خپل خدمت کيسې کولې.

يوه کيسه يې د سردې له بند سره تړلې وه چې ده به يې ماته د جوړېدلو پر مهال د خلکو د ګڼې ګوڼې، موټرو او انجينیرانو کيسې کولې.

له هغه وخته مې د سردې بند په ذهن کې تر اوسه پورې د يوه لوی بند په توګه مجسم دی خو دغه بند اوس هغسې نه دی پاتې.

نژدې درې لسيزې وړاندې چې خلک درته د سردې د بند کيسې وکړي او اوس يې په خپلو سترګو ووينې نو يوازې يو شی به په خپل حال په کې پاتې وي او هغه هم د بند شمال لوېدیځ ته ګرده غونډۍ چې خلک ورته "مورڅله" وايي.

تکه سره ډبرينه غونډۍ چې له لېري د سردې د بند او ښرنې ته د غځېدلي سړک تر ټولو لويه او کره نښه ده.

د سردې بند د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې ۱۳۴۶ تر ۱۳۴۷ پورې د پخواني شوروي اتحاد له لوري جوړ شوی دی.

هغه مهال ورته په چاردېوال او خواجه نور کې دوه کرنيز فارمونه هم جوړ شول چې اوس يې ځمکې ډېرې غصب شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر جګړو مخکې کلونو او بيا د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په لومړيو کلونو کې د سردې د بند په پروژو کې نژدې ۳۰۰۰ کسانو کار کاوه.

دغه بند له پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه سرچينه اخلي، د ۲۵۹ ميليونه متره مکعبه اوبو په ځايولو سره د افغانستان دوېيمه درجه لوی بند شمېرل کېږي او له ۱۸ تر ۲۰ زره هکتاره پورې ځمکه خړوبولای شي.

يو وخت به د سردې د بند له برکته، هر کال خلکو سلګونه ټنه غنم، جوار، د رشقي او شوتلې تخم او نور حاصلات اخيستل.

"دغه بند له پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه سرچينه اخلي، د ۲۵۹ ميليونه متره مکعبه اوبو په ځايولو سره د افغانستان دوېيمه درجه لوی بند شمېرل کېږي او له ۱۸ تر ۲۰ زره هکتاره پورې ځمکه خړوبولای شي."

د سیمې پر هوا او چاپېريال يې ډېره زياته اغېزه کړې وه. په بند کې به ډول ډول مرغان ګرځېدل او خلکو به په کې ښکار کاوه.

له بند څخه د اوبو دوه لوی کانالونه ختلي دي چې يو يې د ولسوالۍ شمال لوېديځ لوري ته تللی او بيا د سوېل خواته ګرځېدلی او پای ته رسېدلی دی او بل يې د سوېل خواته تللی دی چې تر ګيرو ولسوالۍ پورې ځمکې خړوبوي.

دغه بند ته له تېرو نژدې ۳۰ کلونو راهيسې سم پام نه دی شوی، کانالونه يې سم نه دي رغول شوي، کرنيز فارمونه يې ويجاړ پراته دي، ځکمې يې غصب شوې دي.

د کانالونو پر دواړو غاړو ولاړې ونې اوس ډېرې کمې شوي، له لېري کټ مټ داسې ښکاري لکه د وېښتانو د ږمنځې چې يو شمېر غاښي مات شي او لږ لږ يې پاتې وي.

کانالونه له خاورو ډک دي، اوبه يې د وچکالۍ له کبله کمې شوې دي او مرغان هم په کې هومره نه وي لکه دوه لسيزې په خوا چې به خلکو په کې ليدل.

امنيتي حالت هم پرې خپله اغېزه کړې ده، اوس د لېري سيمو خلک زړه نه ښه کوي چې د بند نندارې ته ولاړ شي، يوازې هغه کسان يې ننداره کولای شي چې د غزني او پکتيکا ترمنځ پر غځېدلي مارپېچ تور سړک کښته پورته کېږي.

د سردې بند د افغانستان د هغو پروژو په کتار کې و چې د هېواد د اقتصادي ودې په تېره بيا کرنيز اقتصاد لپاره مهم بلل کېده.

د برېښنا لپاره محاسبه شوی پوټنشل يې هم ډېر و، خو شرايط داسې راغلل چې اوس يوازې پر يوه عادي بند بدل شوی دی

اوبه يې هومره لېري نه شي تلای لکه يوه نيمه لسيزه مخکې چې به تلې.

د ليسې پر مهال به موږ کله کله ورتلو او د بند په دروازه کې به مو مېله کوله او غرمه به مو د ونو سيوري ته تېروله خو دغه ونې اوس له لېري داسې ښکاريږي لکه چا چې د شنو وښو يوه ګېډۍ په لاس کې نيولې وي.

د سردې د بند پر بد حالت هیچا هم زړه نه دی سوځولی. خلک خو د چاپېريال ساتنې په ارزښت يا پوهېدل نه او يا ورته مهمه نه وه ځکه د بند د سمسورتيا ساتنې ته پام نه دی شوى.

نن له بند څخه د غځېدلو ويالو غاړې هغسې سپېرې دي، لکه له بند څخه د دوه درې کیلو متره شمال لوېديځ لوري ته پرته سپېره دښته چې ان واښه هم نه پرې ټوکیږي.

حکومت هم ورته پام نه دی کړی، د بند پر لوېديځه غاړه بند ته څېرمه جوړې شوې ودانۍ اوس نژدې ټولې ويجاړې شوې دي.

د بند ټوله ښکلا يوازې په شنو اوبو کې ده. هر لوري ته تر نژدې يو کليو متر پورې سيمه په پسرلي کې شنه وي.

د ۱۳۸۶ کال د غبرګولي پر ۲۰ ولسمشر کرزی اندړو ولسوالۍ ته تللی و او هلته يې له خلکو سره د سردې د بند د رغولو ژمنه وکړه خو تر اوسه پورې بند پر خپل حال پاتې دی.

د سردې بند د غزني په تر ټولو ګڼ مېشته ولسوالۍ کې دی.

د سردې بند د غزني په تر ټولو ګڼ مېشته ولسوالۍ کې دی. د دغې ولسوالۍ ډېر خلک نالوستي او پر کرنه بوخت دي.

يو زيات شمېر خلک يې په کوټه، کراچۍ عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو او ښارونو کې په مزدوريو بوخت دي.

په کوټه او کراچۍ کې اکثره نانوايانې د اندړو د خلکو دي. وچکالۍ نه يوازې د هغو کروند ګرو ژوند سخت کړی دی چې د سردې د بند پر اوبو به يې کرکيله کوله بلکې هغه بزګران يې هم له بدې ورځې سره مخامخ کړي دي چې د کاريز او چينې پر اوبو به يې کرونده کوله.

په دغې ولسوالۍ کې اوس د ډېرو ژورو څاګانو او برمو له کبله تر ځکمې لاندې اوبو پياڅه هم ټيټه شوې ده.

د سردې د بند د پروژې خرابېدلو ډېر خلک وزګار کړي دي او د خلکو وزګارتيا بيا د سيمې پر ټيکاو هم اغېز کړی دی.

د سردې د بند رغول څو ګټې لري:

لومړۍ ګټه يې دا ده چې نژدې ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او که دغه ځمکه وکرل شي نو د غلو دانو له اړخه به نه يوازې د غزني ولايت بلکې د ځينو نورو نژدې سيمو اړتياوې هم پوره کړي. ښايي د برېښنا په توليد کې هم ترې ګټه واخيستل شي او د وزګارتيا په راکمولو کې مهم رول لوبولای شي.

تر ټولو وروستۍ ګټه يې تفرېح ده. د سردې بند غزني ښار ته نسبتآ په لږ واټن کې پروت دی او که شرايط برابر شي ډېر کسان کېدای شي د تفرېح لپاره دغه بند ته ورشي چې دا هم د خلکو لپاره ګټه لري او هم د حکومت لپاره پر يوه عايداتي سرچينه بدلېدای شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .