د بشرنوید کالم پښتونخوا: يو شخصيت... يو تاثر

د خپريدو وخت: 17:14 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

ستا کشره لور اوس هم په ځمکه ناسته ده او د محلت نجونو ته درس ورکوي.

نوم: مولانا ګل باد شاه

کلی: طورو سواړيان، مردان ضلع پښتونخوا

سياسي تړون: د پښتونخوا امير جمعيت العلماء اسلام

زېږېدنې نېټه: ۱۹۱۴

وفات: د ۱۹۷۳ کال د جولای ۱۰

مقبره: بڼ بابا طورو

د کردار او ګفتار پورې ښایسته او ښکلی انسان!

جلالي او کمالي شخصيت!

دروند بارعبه اواز!

غټې غټې، اوبه اوبه، خماري جلالي سترګې!

وړه وړه مېده مېده ږيره!

مضبوط وجود لکه د خپل عزم په شان غر!

کونټۍ په لاس، پټکی په سر!

د هغه د شونډو اولنی توری، السلام عليکم!

تاٴثر

دا دې د جمعيت العلماء اسلام د پښتونخوا امير د طورو سواړيانو مولانا ګل بادشاه!

زما په تاثر کې زما د سياسي فکر يو مخالف شخصيت، خو د کردار او ګفتار په اړه دا سړی همېشه زما خوښ دی.

يوه وجه يې د يو څو مياشتو د قراۤن شريف په معنو د درس د شاګردۍ ده چې د طورو اموخېلو په جومات کې به يې د مازيګر د لمونځ نه وروسته درس ورکاوه.

زما د خوښۍ او عقيدت دوېیمه وجه دا ده چې د طورو غوندې د درنې نوابۍ، سرکشې مغروره خانۍ، د وچې خانانو د وچې بدماشۍ غوندې کلي کې دا سړی هسکه غړۍ روان او ولاړ و.

نه خرڅ شوی دی، نه وېرېدلی دی، نه غلی شوی دی، جرات يې ادا و، غربت يې سزا وه، خو ما په دومره غربت او د پښتنو ملايانو عالمانو په داسې ميراث ژوند کې داسې پاک، ښکلی، او نر سړی نه دی ليدلی.

بېخي د غني خان د مُلا نه مخالف او بدل مولانا!

نن زما د تاثر عنوان بدل دی، د دې نه اندازه ولګوئ چې دا سړی څومره زورۤور دی!

ای زورور مولانا صاحب!

ته ما ته د تاريخ يوه پاڼه کې راياد شوې، بيا ستا د کشرۍ لور يو غږ کې ما ته ستا د خولې دا خبره را ياده شوه

''خيال شريف کې راغله!؟؟''

(دا د مولانا صاحب تکيه کلام وهٴ)

هوٴ!!

زما خيال کې ستا ''خيال شريف'' داسې راغی، لکه د ژمي د ژړې يخنۍ د زول جکړ باران په شپه کې ستا روح زما نه زما د قلم حرفونه غواړي.

خو دا ژمی نه دی، ګرمي ده، د بجلۍ ناروا لوډشېډنګ دی، ستا د کلي په تيارهٴ کې ايمانونه او ضميرونه په سخته ګرمۍ کې هم وده دي.

ستا شاګردان اوس غټ غټ استادان دي، هره استادي کوي، ستا د لويو لويو عالمانو ملګرو غټې غټې مدرسې او لوی لوی جوماتونه دي.

منارې يې دنګې دنګې دي، مهرابونه يې عېن د غټو غټو جوسو علامتونه دي، اوس ستا د دور د مېزرو موصلې نه شته، د پستو رېښمو قالينو موصلې دي او په هغه موصلو ستا د ملګرو وارثان ناست دي، مذهب هم موروثي دی، سياست هم د خاندانونو د قبضې نه ازاد نه دی.

فقط ستا موصله هم هغه شان د ميزرو زړه ده او ستا په موصله ستا کشره لور ستا د ''خيال شريف'' تسلسل دی.

ستا نر اولاد نه شته چې ستا په نوم د مولانا فضل الرحمان نه د اسلام اباد شرف حاصل کړي، ستا روح به په ميراته ورځ فخر هم کوي او خوشالي هم.

که ستا زوی وای، هغه به هم نن په دې پليت ډنډ کې ستا پاک خيال شريف داسې ساتلی نه وو.

زما استاده!!

زه ستا د ۱۵ کالو يو ماشوم شاګرد وم، که د قراۤن شريف په ترجمه نه پوهېدم نو په تفسير کې ستا د خولې نه راوتې هغه جرات مندې خبرې مې اوس هم يادې دي چې تا به په درس کې خانانو ته ويلې!

پردۍ پولې مه وهئ، پردى حقونه مه خورئ، دا هر څه ستاسو نه دي، خمکې او اسمانونه خدای د ټولو لپاره پېدا کړي دي، خدای خپل حق بخښي خو د انسان حق بل ته نه بخښي.

دا خانان، نوابان به ۵۰۰ کاله د غريبانانو نه وروسته جنت ته ځي.

هوٴ!!

زه په دغه خبره د قراۤن د اۤيات نه هم زيات ښه پوهېدم ځکه چې دا نظر هم زما وٴ دا ژبه به هم زما وه، دا مساله هم زما!!

ما ته ياد دي، ما به په راحېل کې قراۤن شريف ته نه کتل ستا د خبرو غبرګون به مې د يو يو خان کاکا په مخ لوسته.

زما کلي واله استاد رهنما!!

په ۱۹۷۰ کال ټاکنو کې موږ د يو بل مخالف وو، د کلي ټولو خانانو، نوابانو، سوچه او جوڼه خانانو، هر چا ستا په ضد پرېکړه وکړه.

موږ ليدلي دى چې خان او ملا د يو بل تحفظ کوي، ملا خپل خان، نواب ته محفوظه لاره ورکوي، خان او نواب د ملا حق مني، خو په تا کې د غني خان ملا نه و، ځکه خانانو نوابانو شتمنو وويل چې دا زموږ د سرمايې دښمن دی!

نن حالات بدل دي، سرمايه، ملا، مولانا، خان، نواب، زرداري او سرداري هر څه په يوه لفافه کې بند دي، په يو حمام کې لامبي او په ټولو د يو بل جامې برابر دي.

د بوټو مساوات په اوسني دور کې عملي شول.

نہ کوئی بندہ رہا نہ کوئی بندہ نواز

باجراٴته مولانا صاحب!!

اوس ستا د ''خيال شريف'' زمانه نه ده، څنګه چې زما د سور انقلاب رنګ او شکل بدل شوی دی، دغه شان ستا د ''خيال شريف'' مانا بدله شوې ده.

د نوي علمي سياست رهبران وايي، زموږ د مشرانو طريقه غلطه وه، ستا چڼي وايي زموږ استادان د جومات د موصلې منبر او محراب پورې محدود وو.

ای اُستاد محترم!!

زما او ستا په سياست کې بيا هم توپیر پاتی شو. زما د رهبرانو وارثانو اوس نوي نوي وارثان پېدا کړي دي، طريقې، وسيلې، ذريعې هر څه يې بدل شول، خو ستا د سواړيانو د درس هغه ځای، هغه موصله، هغه ذريعه، وسيله طريقه هر څه زاړه دي.

ستا کشره لور اوس هم په ځمکه ناسته ده او د محلت نجونو ته درس ورکوي.

ستا په قبر غټ غټ درب ولاړ دى، ګمبد دې سر وخوري، د قبر د کتبې حروف دې هم تت شوي دي.

ستا د محترم مولانا مفتي محمود برخوردار اوس د خارجه چارو سياست کوي، ستا د مقبرې لاره ورته معلومه نه ده.

د پلار د مدرسو جايېداد يې په هر ځای کې خپور دی خو ستا د پټکي اخري نخښه په داسې بدلون کې هم ستا په زمانه کې اوسي.

ستا لور به هم ستا زمانه په نوي بدلون ورنه کړي ځکه چې په نوي بدلون نوې زمانه کې ستا کردار او ګفتار زخمي کيږي.

زما د کلي هېر شوى ياده!

ما ته راياد شوي، ما راياد کړي، زه دې په يادولو حق نه شم ادا کولی.

خو مبارکى درکوم

چې په دومره سختو حالاتو او د ژوند په سخت امتحان کې ستا د ''خيال شريف'' حُسن جميل ځان محفوظ وساته، خلک د اباسين په ګنګخړو کې ټيکونه مومي، ستا لور زما په پښتو کې ستا ''خيال شريف'' ومونده.

زېری مې درباندې!

زما پښتو ستا د موصلې خوا ته ورسېده

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .