امریکایان د خپل ولسمشر مېرمنې ته په کومه سترګه ګوري؟

د خپريدو وخت: 15:20 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

د امريکا په متحده ايالاتو کې د ولسمشر مېرمن، چې امريکايان ورته لومړۍ مېرمن یا (First lady) وايي، ډېر ځانګرى رول لوبوي ځکه چې هغه ولسمشر ته تر هر چا ډېره نژدې وي.

په تېرو دوو اونیو کې د امريکا د متحده ايالاتو دیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ګوندونو خپل کنوانسیونونه (اجتماعګانې) درلودلې. د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید مېرمن، ان رامني، او د ولسمشر اوباما مېرمن، ميشل اوباما، دواړه ډېرې تکړه کمپاين کوونکي دي.

دواړو ښځو د خپلو ګوندونو په کنوانسیونونو کې د خپلو مېړونو په ملا تړ ښې ویناوې وکړې. له ان رامني سره خلک ډېره آشنايي نه لري ځکه چې هغه ډېر وخت د خپل کور نه بهر فعاله نه وه، خو میشل اوباما خلک ډېره ښه پېژني.

دواړو مېرمنو په خپلو ویناوو کې د خپلو مېړونو ستاینې وکړې او د خپلو کورنو د ژوند کېسې یې بیان کړې. هرې ېوې غوښتل چې خلک دوی د يوې کاميابې او مهربانې مور په حيث وپېژني.

رایه ورکوونکو ته دا ډېر اهمیت لري چې د کاندیدانو مېرمنې څه وړتياوي لري، څنګه خبرې کوي، او څنګه کالي اغوندي.

د امريکا په متحده ايالاتو کې د ولسمشر مېرمن، چې امريکايان ورته لومړۍ مېرمن یا (First lady) وايي، ډېر ځانګرى رول لوبوي ځکه چې هغه ولسمشر ته تر هر چا ډېره نژدې وي.

دا ښکاره خبره ده چې يو ولسمشر د هغه له مېرمنې پرته بل هيڅوک هم ښه نه پيژني. ډېری امريکايان په دې اند دي چې د دوی لومړۍ مېرمن باید ټولې نړۍ ته يوه ښه بېلګه وي ځکه نو د ښو صفاتو يا د هر اړخيزو وړتياوو تمه ترې کېږي.

دا په دې مانا چې هغه بايد لوړې زده کړې او ښه کاري سابقه ولري، يوه ښه مېرمنه او يوه ښه مور وي او د وینا کولو ځانګړى مهارت ولري.

کله چې په هېواد سخته راشي نو د ولسمشر لومړۍ مشاوره د هغه مېرمن وي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د ولسمشر مېرمن په رسنيو کې ډېره تر سترګو کيږي. خلک د هغې خبرو او د کاليو اغوستلو سليقې ته ډېر پام کوي ځکه چې هغه په ټوله نړۍ کې د امریکا د ښځو استازيتوب هم کوي.

د امريکا په تاريخ کې د لومړۍ مېرمنې رول ورو ورو د رسنيو او د خلکو په غوښتنه بدلون موندلی. هغې به پخوا په سپينه ماڼۍ کې د کوربه توب دنده ترسره کوله او يوازې به ېې په ځينو مراسمو کې ګډون کاوه.

خو د دې مهال د ولسمشر مېرمنې نه یوازې د سپینې ماڼۍ کوربه وي بلکې يو ښکاره او پياوړى سياسي رول هم لري چې دا د ولسمشر په پرېکړو باندې مستقيمه اغېزه لرلای شي.

هغه خو يا د خپل مېړه سره په خاصو غونډو او مراسمو کې ګډون کوي او يا هم د هغه په استازيتوب په مراسمو کې برخه اخلي.

لومړۍ مېرمن د دغه کار لپاره نه د خلکو لخوا ګمارل کېږي، نه دا رسمي دنده ده او نه هم د دې کار له امله معاش اخلي خو هغه د حکومت لخوا بودجه او کارکوونکي او په سپينه ماڼۍ کې خپل دفتر لري.

د کانديدانو مېرمنې په هره ولسمشريزه ټاکنه کې د خلکو ډېر پام ځان ته اړوي او د دوې د ټولنیز موقف څرنګوالى د امريکا ولس ته ډېر مهم وي.

د لومړۍ مېرمنې رسمي رول د امريکا په اساسي قانون کې کوم خاص تعريف نه لري، نو ځکه د هر ولسمشر مېرمن دغه رول ځان ته په خپله جوړوي.

په امریکا کې هره لومړۍ مېرمن د یو خاص هدف لپاره کار کوي. د بېلګې په توګه، لورا بوش (د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش مېرمن) سپينې ماڼۍ ته په راتللو سره، د " لوستلو ته چمتو شئ، زده کړو ته چمتو شئ" په نوم یو پروګرام پيل کړ چې په هغه کې ېې واړۀ ماشومان د لومړي تولګي لپاره لیک او لوست ته چمتو کول.

د امريکا په تاريخ کې د لومړۍ مېرمنې رول ورو ورو د رسنيو او د خلکو په غوښتنه بدلون موندلی.

همدا شان د هيلري کلنټن (د امریکا د پخواني ولسمشر بېل کلنټن مېرمن ) د اهدافو نه ېو دا و چې د يو ښه پروګرام له لارې ټولو امريکایانو ته روغتيايې بيمه ورکړل شى.

سره له دې چه د هغې دا هدف څنګه چې تمه کېده پر ځاى نه شو، خو هغې په دې برخه کې تر خپل توان هلې ځلې وکړې.

همدا رنګه اوسنۍ لومړۍ مېرمن میشل اوباما د” راځۍ چې وخوځېږو “ په نوم يو پروګرام کې د ماشومانو د چاغوالي د له منځه وړلو په موخه يو ډېر په زړه پورې ګام پورته کړی دی.

هغه په سپینه ماڼۍ کې د مختلفو ګټورو ترکاريو یوه باغچه لري. هغه د دې باغچې له لارې امریکایان دې ته هڅوي چې د ښه صحت لپاره د صحي خواړو خوړل غوره کړي او د ډېرو غوړو خوړو څخه ځان وساتي.

ما له ځینو امریکایانو د دغو دواړو مېرمنو په هکله وپوښتل چې روښانه شي، چې کومه یوه په راتلونکې کې يوه ښه لومړۍ مېرمن کېدای شي. د ځينو امریکایانو د خبرو نه دا څرګندېده چې ان رامني به د هغوی درد احساس نه کړی شي. دوی دوه دليلونه وښودل:

يو دا چې هغه ډېره شتمنه ده او بل دا چې هغې په خپل ټول ژوند کې يوازې خپل ماشومان روزلي دي نو د هغو امريکايانو حال چې بل چا ته کار کوي او هم خپل ماشومان روزي نه شي درک کولای.

له کارکوونکو امريکايانو سره دا اندېښنه شته چې ګواکې ان رامني د يوې شتمنې کورنۍ څخه ده او هغې سره به د منځنۍ طبقې احساس نه وي. خو بیا ځینو د هغې ملاتړ کاوه. يوې امريکايۍ راته وويل:

” زه ان رامني ته شاباسی ورکوم چې د ځينو ناروغيو سره سره یې پنځه ماشومان روزلي دي.دې وویل د ماشومانو لويول اسانه کار نه دی. خو تر هغې سخته دا ده چې هم ماشومان وروزې او هم د خپلو اړتياوو د برابرولو لپاره ټوله ورځ د باندې کار وکړې . زه د سهار نه تر اوو بجو پورې کار کوم نو کله چې کور ته ځم دومره ستړې یم چې ماشومانو ته په کافي توګه وخت نه شم ورکولای.“

په امریکا کې هره لومړۍ مېرمن د یو خاص هدف لپاره کار کوي.

یوې بلې ځوانې امریکايۍ راته وويل:

زما ان او ميشل دواړه خوښيږي. ان رامني ډېره ځوانه وه چې د لومړي ځل لپاره مور شوه او هغې ته خپله کورنۍ له هر څه ډېره مهمه ده. هغه ټول هېواد ته یوه ښه مور کېدای شي. خو کاشکې هغه لکه د اوباما مېرمن غوندې د کور نه د باندې ښه فعاله هم وای تر څو د عادي او غريبو امريکايانو د زړو نه راتللی “.

داسې یوه انګېزه چې ان رامني د یوې شتمنې کورنۍ څخه ده کېداى شي چې امريکایان او په تېره بيا منځنۍ طبقه د مېرمن ميشل ملاتړ ته چې د منځنۍ طبقۍ نه را پورته شوې ده وهڅوي.

ميشل يوه تکړه وکيله او له خلکو سره يې ډېره ناسته ولاړه ده. هغه د کور دننه او د باندې فعاله وه او ده. نو داسې يوه ښځه چې د ټولې نړۍ نه باخبره اوسي، د ډېرو امريکايانو په نظر ولسمشر ته په سختو شرايطو کې یوه ګټوره سلاکاره ثابتېدای شي.

د لومړۍ مېرمن رول د امریکا په سیاست کې په تېره بيا په ولسمشریزو ټاکنو کې تل غوره ګڼل شوی دی او اوسنۍ ولسمشریزې ټاکنې د لومړۍ ښځې د رول یوه ښه بېلګه ده.

ډېری امریکایان غواړي خپله راتلونکې لومړۍ مېرمن له هر اړخ نه ښه وپیژني. که څه هم لومړۍ مېرمن په امریکا کې رسمي دنده نه لري خو د پردې ترشا ډېره فعاله وي.

هغه په خپله بڼه یوه لیډره يا لارښوونکې وي او له خپل مېړه سره اوږه په اوږه په ډېرو چارو کې مرسته کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .