پړونى، د اورځلا اشرف نعمت کالم: ژوندۍ اتله

د خپريدو وخت: 16:16 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

يو وخت مې په پوهنتون کې د انگرېزي ژبې استاده درلوده چې ارواپوهه هم وه. د مشق او تمرين لپاره يې را څخه وغوښتل چې پر يوۀ کس مضمون وليکم.

زما ذهن ته تر هر چا دمخه د ميوند ملالۍ راغله. استادې ته مې وويل چې د يوې افغانې قهرمانې ښځې په اړه يې ليکم. د ملالۍ کيسه مې ور ته پيل کړه، د هغې مېړانه او جرئت مې ورته بيان کړ.

ټوله يې وا ورېدم بيا يې راڅخه وپوښتل:

"ستا قهرمانان ولې ژوندي نه وي؟ ملالۍ رښتينې اتله ده خو ستا په شاوخوا کې به ارو مرو ژوندي قهرمانان هم وي چې په بېلا بېلو دلايلو يې موږ نه وينو".

د استادې دغه خبره ما اوس تل هڅوي چې له پخوانيو اتلانو سره هغه کسان هم ياد کړم چې ژوندي دي او په ژوندوني يې داسې کارونه کړي دي چې د ستاينې او يادونې وړ دي.

موږ ولې ډېری وخت مړۀ کسان ستايو او ژوندي هغه چې رښتيني او ارزښتناکه کارونه يې کړي دي پام نه ورته کوو؟

"موږ ولې ډېری وخت مړۀ کسان ستايو او ژوندي هغه چې رښتيني او ارزښتناکه کارونه يې کړي دي پام نه ورته کوو؟"

دا يوه پوښتنه ده چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپلې شاوخوا ته هم وگورو چې زموږ ژوندي قهرمانان په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول باور لرو يوازې د جگړو گټل نه بلکې په نورو برخو کې هم ښايي داسې کسان وي چې رښتينې او د وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې خوندي ساتلي وي.

زۀ غواړم د غازي امان الله خان د تر ټولو کشرۍ لور شهزادگۍ د ژوند په څو خاطرو څه وليکم. علت يې دا نه دى چې دا شهزادگۍ ده او د غازي امان الله خان په کورنۍ پورې تړاو لري.

بلکې د دې شهزادگۍ هغه مينه او خدمت ما پر دې ليکلو ته هڅوي چې د خپل هېواد سره يې لري حال دا چې دا په هغه هېواد کې زېږيدلې هم نه ده.

دا اغلې مېرمن هندیه نومیږي. په کال ۱۹۲۹کال کې د هندوستان په ممبۍ ښار کې زېږېدلې ده. دا هغه مهال و چې غازي امان الله خان د جګړې پای ته رسولو په هيله له وطنه لاړ او هجرت ته یې مخه کړه.

هنديې د افغانستان له جګرو او کړکیچونو سره مخامخ شو تر ټولو معصومو قربانیانو یعنې ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اغلې هندیه د دې ماشومان چې د درملنې لپاره اروپا ته راتلل د بي بي جان په نوم يادیوي ځکه دې لکه یوه مور او یا نیا په توګه ژوبل شوي ماشومان ترهغه ساتل چې د دوی درملنه پوره کېده.

بي بي جانې خپل ټول ژوند یا اکثره برخه د افغانانو په خدمت کې تېر کړی دى. د روسانو د تېري پر مهال دې له سره صلیب او د نورو ټولنو په همکارۍ خپله له جرمني څخه هغه زخمي ماشومان چې د درملنې لپاره راوستل شوي و له ځانه سره ایټالیې ته راوړل او په هغه کور چې د اعلیحضرت امان الله خان له مړینې څخه وروسته تر ۴۰ کالو له دوی سره پاتې و به یې ساتل.

زه د بي بي جانې سره هغه وخت معرفي شوم چې د لومړي ځل لپاره یوۀ نړیوال کنفرانس ته د ګدون په خاطر ایټالیا ته ورغلم.

""ستا قهرمانان ولې ژوندي نه وي؟ ملالۍ رښتينې اتله ده خو ستا په شاوخوا کې به ارو مرو ژوندي قهرمانان هم وي چې په بېلا بېلو دلايلو يې موږ نه وينو"."

هغه کور زما ښه یادیږي چې یوه لوی او شاهي کور په شان و او هغې را ته د هغو ماشومانو ډېرې کیسې کولې چې دې ساتل او درملنه یې کوله.

"زما پلار به تل موږ ته دا خبره کوله چې تر ټولو ښه افغان هغه دى چې خپل د خلکو احترام خوندي ساتي او خلکو ته خدمت کوي" او دا هغه خبره ده چې د بي بي جانې د ژوند لارښود شوه .

څه موده مخکې د دې یوه مرکه په رسنیو کې خپره شوه. مرکه کې له هغې و پوښتل شول چې ته د افغانستان د مور حیثیت لرې. هغې په ډېره بردبارۍ او کمينۍ وویل:

"زه نه د افغانستان مور و یا کومه قهرمانه يم زه د دې خاورې یوه عادي لور یم او بیا یې زیاته کړه چې اصلي قهرمانانې او میندې د افغانستان هغه دي چې په ټولو عمر کې یې همدلته د ټولو سختیانو او ستونزو سره سره خپل ژوند تېر کړی او خاصتآ هغه کونډې چې پرته له هیڅ مرستې یې خپلو اولادونو ته هم مور او هم پلار شوې دي. تعلیم یې ورکړی او نن یې ټولنې ته د ډاکترانو، انجینیرانو، قاضیانو او داسې نورو په څېر وړاندې کړې. هغه میندې او ښځې چې خپل بچیان د کور خاوند، د ژوند ملګري، وروڼه یا پلرونه یې له لاسه ورکړي. هغې ته ښه ښکاري چې د افغانستان مور او یا د قهرمانې لقب ورکړ شي نه ما ته".

له څو کالو راهیسې بي بي جانې تصمیم نیولى چې خپل پاتې عمر به خپل وطن کې تېر کړي.

هغې د پروسږکال ژمي ټولې سړې ورځې په کابل کې تېرې کړې او له نورو کارونو سره د دې د ژوند یوه مهمه برخه اوس هم د نیازمندو افغانانو خدمت دی

بي بي جانه د یو معمولي نه بلکه هغسې پاچا لور ده چې نوم او ویاړ یې افغانستان ته ګټلی. هغه اوس هم په ماڼۍ کې نه بلکه د خلکو په منځ کې ژوند کوي.

خپل په عمر کې يې تل غوښتي چې د ولس تر ټولو مظلوم او نیازمنده کسان وپېژني او مرسته ورسره وکړي.

نو د یوې ۸۳ کلنې مور لپاره دا کار واقعآ دا موږ ټولو ته یوه څرګنده رول ماډل يا اتله را معرفي کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .