چې کېني نورو وطنونو له زلمي لويوو

د خپريدو وخت: 11:42 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

په غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست کې به ډېر لږ داسې کورونه وي چې په خليج او په تېره بيا دوبۍ کې به مساپر و نه لري.

کله چې د جګړې له کبله افغانستان ته پر اوښتو زيانونه غږېږو، نو بې سوادي او وزګارتيا مو تر ټولو لومړی مخې ته راځي.

دا مهال د څه باندې دريو لسيزو جګړه ځپلي بېوزله هېواد د نفوسو يوه لويه برخه نالوستي او وزګار دي او يوه بله برخه يې له هېواده د باندې په مزدوريو بوخت دي.

دوی پر ايران او پاکستان سربېره په خليج په ځانګړي ډول عربي متحده اماراتو کې مساپري کوي او خپلو کورنو ته پيسې راوړي.

يو وخت مې د يوه چا يونليک لوست چې په دوبۍ کې يې د مېشتو افغانانو شمېره هم په کې ورکړې وه . هلته ويل شوي، چې د متحده عربي اماراتو د نفوس ۱۰ سلنه افغانان جوړوي ،چې ډېر يې پښتانه دي.

زه نه پوهېږم دغه شمېره د استناد وړ ده کنه، خو کله چې خپلې سيمې (غزني) ته ګورم، ددغه ولايت نفوس او بيا يې په اماراتو کې مېشتو مساپرو په اړه فکر کوم، نو دغه شمېره راته باوري برېښي، چې کېدای شي ۱۰ سلنه نفوس يې افغانان او د هغو ډېره برخه بيا پښتانه وي.

په غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست کې به ډېر لږ داسې کورونه وي چې په خليج او په تېره بيا دوبۍ کې به مساپر و نه لري.

زما د خپلې سيمې خلک هلته هم د نانوايي کارونه کوي، خياطي کوي، موټر چلوي، او دې ته ورته ځينې نور داسې کارونه کوي ، چې يوازې بې سوادي او مجبوريت سړی ورته تړلی شي.

د لرې پښتونخوا نامتو غزلبول رحمت شاه سايل د همدغه درد په تاثر ويلي:

چې کينې نورو وطنونو له زلمي لويوي

مېندې لېونۍ دي نادانې دي

دغه مساپر اکثره هغه کسان دي چې ليک لوست يې نه دی زده. دوی د انقلاب او جګړې نسل دی، چې د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا کولو لپاره عربي متحده اماراتو او يا نورو خليجي هېوادونو ته مساپر شوي دي.

د دوی په غياب کې يې د کورنيو ژوند او د هغوی د زړه غږ د اقبال حسين سالار په دغه بيت کې تصويرېدای شي:

بغېر له تا مې ژوندون پيکه پيکه تېرېږي

مساپرو وخوړې کور ته راځه جانانه

خليجي هېوادونه او په تېره بيا عربي متحده امارات د پښتنو لپاره يوه ښه اقتصادي سرچينه ده. هغه کسان چې هورې کار کوي دلته يې په وطن کې هم ژوند نسبتا ښه دی، له همدې کبله ډېر نور خلک هم هڅه کوي چې هورې ولاړ شي.

په دوبۍ کې کار کول خاص مهارت نه غواړي، ورتګ او ويزه يې هم ډېرو پيسو ته اړتيا نه لري خو د يوه مزدور معاش په کې نسبتا ښه دی او که لږ تکليف وکړي نو په کال کې دومره پيسې ګټې چې دلته يې يو عادي کارګر په دوه او يا درې کاله هم نه شي ګټلای.

د دغو مساپرو، ستونزې هم له پامه نه شي غورځول کېدای. يوه لويه کتله افغانان په ايران کې د شاقه کارونو او د کار د څښتنانو د ظلم له کبله نشه يي توکو او تارياکو ته مخه کوي. د ځينو يې نيت دا وي چې په دې ډول به پر ستوماني نه پوهېږي او د ډېر کار په بدل کې به ډېرې پيسې وګټي.

په دوبۍ کې وړم کال د سلطنتي کورنۍ د يوه غړي او لوړ پوړي حکومتي چارواکي هغه بوږنوونکي ويډيو ټولې نړۍ وليده چې يو افغان يې په کې شکنجه کاوه .

کاري فرصتونه

د نفوس د زياتوالي له کبله په ټوله نړۍ کې کاري فرصتونه مخ پر محدودېدو دي. تکړه او پياوړي هېوادونه هغه دي، چې خپل وګړي له وزګارتيا وژغوري او دندې ورکړي.

د امريکا په ګډون د ډېرو پياوړو اقتصادونو لرونکي هېوادونه هم د خلکو د وزګارتيا له ستونزي سره لاس او ګرېوان دي او دغه مسله د هېوادونو په سياست او برخليک ټاکلو کې مهم رول لري.

څو موده مخکې د کار نړيوال سازمان اعلان وکړ، چې د يورو د کړکېچ له کبله به په راتلونکو پېنځو کلونو کې د منځني ختيځ د وزګارو ځوانانو اوسنۍ شمېره چې په ۱۰۰کې ۲۶،۴ ده، ٪۲۸،۴ ته لوړه شي.

د کار نړيوال سازمان ويلي دي چې ستونزه د يورو زون د کړکېچ له کبله رامنځته شوې ده چې مخ پر ودې هېوادونه به ډېر اغېزمن کړي.

د دغه سازمان له محاسبې او وړاندوينې سره سم به د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې تر ۲۵ کاله د کم عمر ځوانانو په منځ کې د وزګارتيا کچه تر ۱۲،۹ په سله کې لوړه شي.

ياد سازمان دا هم ويلي چې په افغانستان کې ۸۰۰,۰۰۰ کسان وزګار دي. که څه هم تېر کال د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت ويلي و چې څلور ميليونه افغانان وزګار دي.

که د دولت شمېرې له پامه وغورځوو او يوازې د نېک شګون لپاره د کار د نړيوال سازمان پر شمېرو باور وکړو، بيا هم دا د افغانستان غوندې يوه هېواد لپاره چې نفوس يې ۲۸ ميليونه اټکلېږي يوه لویه او ېروونکې شمېره ده.

د معجزې انتظار

افغانستان د اقتصادي ودې له اړخه لا هم ډېر وروسته پاتې دی او ان تر اوسه پورې لا پر هغه بريد نه دی درېدلی چې د مخ پر ودې هېوادونو د تعريف په چوکاټ کې راشي.

موږ په تېرو ۱۱کلونو کې لا هم د دې جوګه نه شو چې د اړتيا وړ لومړي خوراکي توکي په کور دننه توليد کړو.

زموږ واردات پېنځه ميليارده ډالره دي او خپل صادرات مو يوازې څو سوه ميليونه ډالره ته رسېږي. پر بېخبنا باندې کار نه دی شوی، برېښنا نه لرو، د کرنې لپاره له خپلو اوبو څخه ګټه نه شو اخيستلای، د څښاک پاکې اوبه نه لرو، سږ کال چې مو د غنمو تر ټولو ښه فصل واخیست بيا هم تر ۳۰۰,۰۰۰ ټنه زياتو غنمو ته اړتيا لرو، چې له بهره يې راوارد کړو.

زموږ ډېره پانګه په ښارونو کې پر هوټلونو او دودنو پر هالونو بنده.

له همدې کبله لا هم زموږ د اقتصاد يوه لويه برخه د هغو افغانانو مياشتني معاشونه جوړوي چې له هېواده د باندې مزدورۍ کوي. په دې ډله کې د خليج هېوادونه او په ځانګړي ډول عربي متحده امارات مهم رول لري.

خو متحده عربي اماراتو پرېکړه کړې ده چې:"د سويلي اسيا د هېوادونو خلک( چې افغانستان هم په کې دى) که ويزه غواړي نو لومړى يې بايد پوهنتوني زده کړې کړې وي".

په افغانستان کې دا مهال د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۵۰۰ ښوونځي تړلي دي، چې له دې سره شاوخوا څلور ميليونه ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي.

له ښوونځيو څخه فارغېدونکي کسان هم ټول پوهنتونونو ته نه شي تلای. بده دا چې افغانستان په اوسنيو امکاناتو باندې هغو کسانو ته هم کارونه نه شي برابرولای چې دا مهال له پوهنتونونو څخه فارغېږي. په ټوله کې که ښوونځي بند وي نو طبعي ده خلک نالوستې پاتې کېږي، او د ميليونه نالوستو کسانو لپاره د کار پيدا کول هم خورا ستونزمن کار دی.

اوس چې عربي متحده امارات دا پرېکړه کوي، سبا او بله ورځ به يې د خليج نور هېوادونه هم کوي او کېدای شي په راتلونکو څو کلونو کې پر افغانانو باندې هغې ګټې ودرېږي چې په پرديو هېوادونو کې به يې کولې.

په کور دننه د سرچينو او کاري فرصتونو بحران هم ورځ تر بلې ژورېدونکی ښکاري. په راتلونکو څو کلونو کې به کانونه د افغانستان د اقتصاد د ملاتير جوړوي خو شرايط داسې دي چې د کانونو د را ايستنې کار يې هم په شک کې اچولی دی.

ښوونځي هماغسې بند پاتې دي، پوهنتونونه د ډېرو کسانو د جذبولو وړتيا نه لري.

او وزګارتيا مو سر له اوسه لا نيم ژواندی اقتصاد څپڅپاند کړی دی. وزګارتيا له اقتصاد سره نېغ اړيکي لري، څومره چې د وزګارتيا کچه لوړېږي، په هماغې اندازه د اقتصادي رکود لپاره لاره هواروي.

کېدای شي د نړۍ پر سر به له افغانانو پرته داسې يو ولس اوس ژوند نه کوي چې د خپل سبا په فکر کې نه وي.

نه پوهېږم افغانان د کومې معجزې انتظار کوي، چې له زدکړې ، پوهنې ، کار او کسب پرته به يې د ژوند د ماشين څرخ تاووې.

پايله

کله چې موږ زده کړې نه لرو، مهارتونه نه لرو، بهرني هېوادونه د پوهنتون له سنده پرته موټرواني هم نه راکوي او په کور دننه د وزګارتيا کچه همدغسې پاتې وي، نو د افغانانو راتلونکی رښتيا هم له يوې غمېزې او ناورين پرته بل څه نه شي کېدای.

د اقتصادي څپڅپاندۍ او رکود تر ټولو ډېر اغېزه به بيا هم پر جګړه ځپلو او هغو سيمو وي چې دا مهال ښوونځي په کې بند دي چې په دې کې ټول سوېلي ولايتونه راځي خو زياته اغېزه به يې پر هغو سيمو وي چې ډېر خلک يې په بهر يا که لږ روښانه ووايو په خليج او په ځانګړي ډول په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي.

په دغې ډله کې غزنی، پکتيا، پکتيا او خوست ولايتونو تر ټولو لومړی اغېزمنېدای شي.

دا مهال د نړۍ پر مخ افغانان پر داسې يوه قوم بدل شوي دي، چې د فرصت پر ضايع کولو هېڅ خواشیني کېږي نه او لا هم لګيا دي او په لوی لاس فرصتونه ضايع کوي.

دغه يوه حالت په کتو سره د افغانستان تصوير څو کاله وروسته ډېر تت او تياره ښکاري.

که حالت همداسې روان وي نو څو کاله وروسته افغانستان به د معاصرې نړۍ د هېوادونو په هېڅ ډول تعريف کې ځای نه کړای شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .