د يوه كليوال عمر خوړلي ارمان

د خپريدو وخت: 11:10 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

د جان محمد كاكا دوی په سيمه كې ښوونځي نشته.

د زابل ولايت كلات ښار، سره له دې چې كوچنى دى، تر ډېره اوس كليوالو ته د مزدورۍ يوه ښه مرجع ده.

دا ښار چې اوس يې د بيا رغونې له كبله له پخوانيو وختونو سره خورا توپير كړى. ډېرى دكانونه يې نفوس ته په كتو زيات شوي دي.

په دغودوكانونو كې بيا هغه كليوال كاريګر اوسي، چې له لېرې سيمو راغلي او مزدوري كوي.

په دغو كاريګرو كې د ډېر عمر لرونكي كسان هم تر سترګو كېږي. يو له هغو جان محمد دى، چې د ده له قوله ۵۸ كلن به وي، خو د وخت او پريشانيو له كبله د هغه ګونځې ګونځې بڼه تر ۶۰ كلن زياته معلوميږي.

هغه له خپل زوى سره د كلات ښار ته له كليوالې سيمې راغلى. سره له دې چې په خپله مزدوري كوي. زوى يې د دې لپاره چې تعليم وكړي ورسره ملګرى كړى دى.

""له تركي تر كرزيه بې بېلچې نه شوم، توبه ـ توبه وروره شكر چې د كار مېړانه خو يې راكړې ده"."

جان محمد كاكا له كړو وړو په تمامه مانا كليوال دى. هغه د خپل كليوالي خوى له كبله په كار كې سره له دې چې ګرمي هم وي، كورتۍ ته ورته خړ كوټ په تن كوي او د كلات ښار د ښاروالۍ او يا هم كومې بلې موسسې له خوا په چرۍ(نالۍ، لښتي) كېندلو او كوڅو پاكولو او نورو كارونو بوخت وي.

جان محمد كاكا چې تر ډېره په بېلچه وهلو كې تكړه دى، كله كله خپلو ملګرو ته د لاس ورغوي خواره كړي.

د هغه د خوارۍ او غريبۍ په ځېږو لاسو كې د بېلچې كوږ خاپ ور وښيي، سترګې كوچنۍ او تر ببرو څپر وريځو لاندې كاږه كاته په كړس كړس خندا بدرګه كړي:

"له تركي تر كرزيه بې بېلچې نه شوم، توبه ـ توبه وروره شكر چې د كار مېړانه خو يې راكړې ده".

كه څه هم د كلات ښار هوا غېر نورماله وي، په دوبي كې يې ګرمي زياته او په يخنۍ كې بيا خورا چپه سوړ باد لري چې د كلات خلک ورته كڼه غوږى وايي، لري، خو جان محمد كاكو چې ميانه قد، توره بګړۍ شمله ټومبلې او ملا يې په نرۍ څېره پركوټ بالا تاو كړې ده، د كلات په ترخه ګرمۍ كې هم خړ كوټ له ځانه نه لېرې نه كړ.

"د جان محمد كاكا څېره د هېواد د تېرو دريو لسيزو يو زړه بوږنونكى انځور دى."

دى وايي، دا يې خداى بخښلي پلار د عسكرۍ له تجربو كيسه ورته كړې، چې له كاره يا له ګرمۍ به يې خوله وكړه، خو نرم باد چې به د مچ غوندي هم وزر وښورول، نو سړى به يې لكه ايركنډېشن يخ پخ كړ، چې اوس يې دى په خپله تجربه كوي.

د جان محمد كاكا څېره د هېواد د تېرو دريو لسيزو يو زړه بوږنونكى انځور دى.

ډېرې ستونزې يې ګاللې، هجرت يې كړى، ايران او د پاكستان ګڼ ښارونه يې په مزدورۍ پسې كچ مچ كړي دي.

اوس چې په خپل وطن كې مزدوري ورته پيدا كېږي په دې خوشحاله دی، چې د ژوند په تيارو كې يې، يوه هيله هم د شمعې په څېر بلېږي:

"پيدا محمد زوی مې ۱۱ كلن دی. كه خداى كول چې ۲۰ كالو ته رسېږي كړولى (خورا لوستى) ځوان به وي. خداى مهربانه ده يا به ډاكتر سي يا به اينجينير ساب، زما غوندي به ستړى هلاک او د بل مزدور نه وي".

"جان محمد كاكا، د خپلې مېرمنې د ټبي ناروغۍ او د يوه ورور، چې د سرطان له مرضه مړ شوى، بدې خاطرې لري. هغه په بې صبرۍ سره د خپل زوی د ډاكټر كېدو لپاره خوږ انتظار باسي."

جان محمد كاكا پنځه مياشتې كيږي، له ارغندابه كلات ته له يوه زوی چې ۱۱ كاله عمر لري راغلى دى.

د هغوى په سيمه كې ښوونځي نشته، د دې لپاره چې هم يې زوى تعليم وكړي او هم دى پيسې وګټي، له څو نورو ملګرو سره يې يو ځاى د كلات په خلاصو دوكانو كې يو دوكان د استوګنې لپاره كرايه كړى دى، سهار دى او زوى دواړه له خونې وځي، زوى يې ښونځي او دى د خپل كار ځاى ته ولاړ شي.

پيدا محمد چې له ښوونځي د پلار تر رخصتي وختي رخصتيږي، خپلې خونې ته راشي، له پلار سره د مينې له كبله تر هغو انتظار وي چې پلار يې پر دوې بجې له كار راشي.

پيدا محمد د ۱۰ افغانيو مستې، يوه نيمه ډودۍ چې ۱۵ افغانۍ كېږي اخستې وي او له مستو يې شلومبې جوړې كړې وي، دواړه يې په مزه مزه، د يوه ښكلي هوټل د خوراك په څېر وخوري.

د هغوى خوشحالي له دې كبله ده چې پلار د ورځې ۳۰۰ افغانۍ ګټي او زوى يې په ښوونځي كې درس وايي.

دوى كوشش كوي چې د ورځې تر ۱۰۰ زياتې مصرف نه كړي، ځكه د كور لپاره نفقه هم د جان محمد كاكا له غاړې ده او له دې خوا به د خپلې مېرمنې لپاره د دريو مياشتو د ټبي ګولۍ هم له ځانه سره وړي.

جان محمد كاكا چې د ده په خبره واده يې ناوخته كړى همدا زوی يې د ژوند تر ټولو لويه اثره ده، خو اوس چې په سپينه ږيره د دې جوګه دى چې هم خواري وكړي او هم په زوى تعليم.

د ده په خبره د دې لپاره هر ماښام خداى ته د شكراني لمنځونه كوي.

جان محمد كاكا، د خپلې مېرمنې د ټبي ناروغۍ او د يوه ورور، چې د سرطان له مرضه مړ شوى، بدې خاطرې لري. هغه په بې صبرۍ سره د خپل زوی د ډاكټر كېدو لپاره خوږ انتظار باسي.

"دا چې د جان محمد كاكا ارمان به كله او څنګه پوره شي، هغه وايي، دنيا په اميد خوړله كېږي، خداى پاک وايي: "ته حركت كړه زه به بركت كړم"."

د دوى كلى د ارغنداب ولسوالۍ په څنډه كې پروت او له كلات ښار څخه شاوخوا ۵۰ كليو مټره لېرې دى.

دا سيمه ډېره بې وزلې او د نا امنيو له كبله د دولت او موسسو د مرستو له سيوري لېرې پاتې ده.

په دغه سيمه كې د ښوونځي تصور هم ګران دى. هلته هلكان په كورنيو كارونو مال څرولو، اوبه لګولو او كورته په لرګيو راوړلو باندې بوخت دي او نجونې له ګوګيه تر نغريه خپل سر سپينوي.( ګوګ، جوسه، لټكى)

كه څه هم دا وخت په افغانستان كې تر ۲۰۰۰۰ زيات كلينكونه شته او اته ميليونه زده كوونكي ماشومان زده كړو ته لاس رسى لري، خو د دې سيمې خلک لا تر اوسه هم په تياره برخليک كې ټپريږي.

په داسې سيمه كې د جان محمد كاكا غوندي فكر او ارمان ټاكل، له خپل زوی سره د كلات ښارته راتلل، چې هم مزدوري وكړي او هم په زوى تعليم، سره له دې چې حيرانونكې ده، خو د دې سيمې لپاره ډېرې هېلې هم لرلى شي.

دا چې د جان محمد كاكا ارمان به كله او څنګه پوره شي، هغه وايي، دنيا په اميد خوړله كېږي، خداى پاک وايي: "ته حركت كړه زه به بركت كړم".

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .