لونګ، د هميم جلالزي په قلم: پوهنه رڼا ده

د خپريدو وخت: 14:05 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

هغه پښتانه هلکان او نجونې چې په دې وروستيو کلونو کې فارغېږي اکثره يې د ښار له ليسو څخه فارغېږي.

څو ورځې مخکې په غزني ښار کې غرمه يوه هوټل ته د ډوډۍ لپاره ور وختلو. د ډوډۍ د خوړلو پر مهال يو بل ملګری، چې په غزني کې اوسي را په غوږ شو او ورو يې راته وويل، شاته وګوره.

کله چې مې شاته وکتل د هوټل هغه بل کونج ته درې کسان ناست دي او کاغذونه په لاسونو کې کښته پورته کوي.

ملګري مې راته وويل چې ستاسې د ليسې مديريت اوس د هوټل همدغه کونج دی، ټول کارونه همدلته کېږي.

ټکان مې وخوړ. د غزني پياوړې ليسه سلطان شهاب الدين غوري را ياده شوه.

د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګي خواخوږه ملګري را ياد شول، چې څو تنه يې اوس زموږ په منځ کې نه شته او په وروستيو جګړو کې وژل شوي دي.

يو څو تنه يې انجنيران شوي دي اوس ښه کارونه لري. هغه شپې ورځې را ياد شوې چې په خپل منځ کې به مو بحث کاوه چې کوم کوم پوهنځی به وايو.

ښوونکي مې يو يو سترګو ته و درېدل . ازموينې را يادې شوې. په ليسه کې شرو شور را ياد شو، چې درې وخته په کې درس ويل کېده او په ۲۰۰۴ کال کې تر ۳۰۰۰ زيات هلکان ور ته راتلل.

د ليسې سوځېدلې او ړنګه ودانۍ مې سترګو ته ودرېده، خړې خېمې مې ياد شوې او ور سره مې د فزيک د ښوونکي د يوې ورځې درس سترګو ته و درېد.

"زموږ ليسه اوس هغسې نه ده پاتې. له ۲۰۰۵ کاله راهيسې ليسه يوازې نوم لري . اوس له پخواني ځای څخه هم بې ځايه شوې ده او په يوه بل کلي کې ده."

په لسم ټولګي کې وو، درسونه ډېر و او داسې وخت به ډېر لږ راته، چې ښوونکی دې نه وي او موږ دې درس و نه وايو.

په دغسې حالت کې به د زده کوونکو له مزاج او طبيعت سره سم خالي ساعت ته ډېر خوښ و.

نه پوهېږم يوه ورځ ولې د فزيک په ساعت کې ټول هلکان د باندې وتلي و. ښوونکی مو پوهندوی اکبرالدين و. پوهندوی اکبرالدين پخوا د حربي پوهنتون د فزيک استاد پاتې شوی و.

په فزيک کې پياوړی استاد و او داسې درس يې وا يه چې هغه د چا خبره د سوال ځای په کې نه پاتې کېده.

نه مې يادېږي چې پوهندوی استاد اکبرالدين دې، يوه ورځ ان د پنځو دقيقو لپاره هم غېر حاضري کړې وې. پوهندوی د يوه ښوونکي هغه ټوله ژمنتيا درلوده، چې بايد ويې لري. پر دغې ورځ چې موږ په ټولګي کې نه و، نو ټول درس يې پرتخته ليکلی و او بيا يې لاندې ورته ليکلي و چې : "درس وويل شو".

هغه وخت ماته دا جمله ډېره عادي ښکاره شوه، خو اوس پوهېږم چې پوهندوی اکبرالدين څومره ژمن ښوونکی و او د هېواد لپاره يې په څومره رښتينولۍ کار کاوه.

زموږ ليسه اوس هغسې نه ده پاتې. له ۲۰۰۵ کاله راهيسې ليسه يوازې نوم لري . اوس له پخواني ځای څخه هم بې ځايه شوې ده او په يوه بل کلي کې ده.

اوس نه ليسې ته د پخوا په څېر ډېر هلکان راځي او نه هم هغه پخواني ښوونکي شته . مديريت يې رښتيا هم د غزني ښار يوه هوټل ته رالېږدېدلی دی او په هوټل کې د زده کوونکو کارونه اجرا کېږي.

د ليسې مدير مې ډېر کلونه وروسته وليد. زه چې په ليسه کې وم، نو دی هغه مهال سرښوونکی و. جدي سړی و. د زده کوونکو او ښوونکو غېرحاضري او حاضري ته يې جدي پام کاوه.

د ده له برکته، ليسې ته تکړه ښوونکي راغلل. زموږ ليسه داسې يوه ليسه چې له نورو ليسو سره د ذهني او درسونو په سياليو کې به يې په هرو دريو سياليو کې دوه سيالۍ ګټلې .

له ډوډۍ وروسته ورغلم، غږ مې پرې وکړ، هماغسې خوږ چلند يې وکړ لکه په ليسه کې چې به يې له موږ سره کاوه، خو دا ځل مو و نه شو کولای چې ډېرې خبرې سره وکړو.

"د اندړو ولسوالۍ د ليسو په ګډون، د مقر او قرباغ په څېر ګڼ مېشتو ولسواليو کې پرانیستو ښوونځيو ته يوازې د ټيټو ټولګيو هلکان ورځي.له همدې کبله د غزني د پښتنو ښوونځيو د فارغينو شمېر له کاله بل کال ته ټېټېږي."

دومره وخت پاتې نه شو چې له مدير څخه د ليسې د حالاتو پوښتنه وکړم او د ښوونکو احوال ترې واخلم.

ملګري مې راته کيسه وکړه چې د غزني د پوهنې حالت ټول همداسې دی. د ډېرو سيمو ليسې يوازې په رسمياتو کې فعالې دي او اداري کارونه يې د غزني ښار په هوټلونو کې دي.

خو له دې ټولو سره سره سږ کال د غزني د پوهنې لپاره نسبتا بد کال نه دی، پر څو ښوونځيو باندې خبر يم چې فعالې دي. په يوه ليسه کې خپله زما کشری ورور درس وايي.

په غزني کې د نا امنيو له کبله تر ټولو ډېر زيان د پوهنې بهير ليدلی دی. له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه ولايت په ډېرو پښتنو سيمو کې ښوونځي ښه ورځ نه لري.

هغه پښتانه هلکان او نجونې چې په دې وروستيو کلونو کې فارغېږي اکثره يې د ښار له ليسو څخه فارغېږي.

د اندړو ولسوالۍ د ليسو په ګډون، د مقر او قرباغ په څېر ګڼ مېشتو ولسواليو کې پرانیستو ښوونځيو ته يوازې د ټيټو ټولګيو هلکان ورځي.له همدې کبله د غزني د پښتنو ښوونځيو د فارغينو شمېر له کاله بل کال ته ټېټېږي.

د کلي او ښار واټن

وروستيو نا امنيو د نورو ستونزو په څنګ کې له يوې سيمې څخه بلې ته د خلکو پر تګ راتګ هم ډېره اغېزه کړې ده.

ډېر خلک نه شي کولای چې نورو سيمو ته ان د شخصي کارونو لپاره ولاړ شي. د ډاکټر او انجنير په توګه خو په پرديو سيمو کې کار کول له سر سره لوبې کول دي.

له همدې کبله هره سيمه د خپلې سيمې لوستو کسانو ته تر پخوا څو ځله اړتيا زياته لري.

دا مهال چې په لري پرتو کې سيمو کوم ډاکټران په دندو بوخت دي، هغوی په خپله د هماغو سيمو ډاکټران دي، له ځايي ليسو او ښوونځيو فارغ شوي، پوهنتونونه يې لوستې او اوس په خپلو سيمو کې کار کوي.

خو له بده مرغه وروستيو نا امنيو دغه لړۍ غوڅه کړې ده. لومړی خو د پښتنو سيمو ښوونځي ډېر لږ فارغان لري او له دې کبله چې د درسونو کچه يې ټيټه وي زده کوونکي نه شي کولای چې د طب په ګډون هغو پوهنځيو ته لاره پيدا کړي چې په دوديز ډول په لوړو نومرو باندې خلک ور کاميابېدای شي.

پوهنتون ته د تګ پروسيجر هم دغسې حالاتو په کتو سره ډېره عادلانه نه ښکاري.

درې کاله مخکې د کابل پوهنتون پخواني رييس پوهاند حميدالله امين په يوه غونډه کې وويل، د دې لپاره چې د لري پرتو سيمو زده کوونکي پوهنتنونو ته لاره پيدا کړي، بايد د کانکور په ازموينه کې بدلون را وستل شي.

ده وويل د کانکور سوالونه بايد په دوو برخو ووېشل شي. يوه برخه دې د هغو زده کوونکو لپاره وي چې په سيمو کې يې ارامي وي او درسونه يې ښه وي او دويمه برخه دې د جګړه ځپلو سيمو د زده کوونکو لپاره وي.

"هره سيمه د خپلې سيمې لوستو کسانو ته تر پخوا څو ځله اړتيا زياته لري."

خو پر دغې طرحې باندې ځينو خلکو د بې ځايه امتياز په نوم سختې نيوکې وکړې او د "يو بام او دوه هواوې" نوم يې ورکړ.

د دغې طرحې منتقدين د جګړه ځپلو سيمو د پوهنيز پرمختګ لپاره بله طرحه هم نه لري. دوی کله هم د روانې جګړې له کبله پوهنې او پوهنيز بهير ته پر ور اوښتونکو زيانونو باندې غور نه دی کړی.

دوی دې ته نه ګوري چې په پوهنه کې د ښاري او کليوالو سيمو تر منځ واټن ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی. د ښاري سيمو خلکو د پرمختګ په حال کې دي او کليوالې او جګړه ځپلې سيمې شاته پاتې کېږي.

د ښوونځيو نيم ژواندی حالت ممکن ډېر دوام و نه کړي. تر دې لويه غميزه دا ده چې له کلي سره د ښار اړيکي غوڅېدونکي دي.

که حالت داسې دوام وکړي ممکن لس کاله وروسته هغه کليوال ځوان هم په کلي کې د ډاکټر په توګه خدمت و نه شي کړای چې په ښار کې يې زده کړې کړې وي.

دا چې څنګه د پوهنې بهير د جګړې له زيانه و ژغورل شي، کېدای شي سخته ، خو يوه ممکنه چاره وي او يوه عملي لاره يې د خلکو او پوهنې وزارت تر منځ د اړيکو پراختيا ده.

دغه اړيکي د ډېرو چينلونو له لارې ټېنګېدای شي چې يوه هم، قومي مخور، سپين روبي او ديني پوهان دي، چې لومړۍ دوه ډلې کولای شي، د ښوونځيو، ټولنيز، سياسي او حقوقي ملاتړ وکړي او دويمه ډله ور ته تبليغاتي کار وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .