امریکا مېشت افغانان به د ولسمشرۍ کوم نوماند ته رایه ورکوي؟

د خپريدو وخت: 12:39 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

د هغو افغانانو شمېر چې اوباما ته به رایه ورکوي، د نورو په پرتله ډېر و.

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې چې د نومبر په مياشت کې به تر سره شي، ټولو افغانانو ته او په تېره بيا ځينو امريکا مېشتو افغانانو ته ډېرې مهمې دي.

ډېری امریکا مېشت افغانان د امريکا د خراب اقتصاد او په ځانګړې ټوګه د افغانستان د کړکيچن حالت په اړه ډېر اندېښمن دي.

يو څه وخت مې په دې فکر کاوۀ چې ايا افغان الاصله امريکاييان به هم په دې ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي؟ که برخه اخلي، نو چا ته به رايه ورکړي؟

په همدې موخه مې یوه اوونۍ وړاندې یو څو پوښتنې د فېسبوک او تیلي فوني اړیکو له لارې له هغو افغانو دوستانو څخه وکړې چې د امریکا د متحده ایالاتو تابعيت لري.

د هغوی له خبرو څخه دا څرګنده شوه چې ډېرى امریکا مېشت افغانان په سياست کې ښکېل دي.

"زه نه غواړم رایه ورکړم. تېر ځل مې رايه ورکړې وه او خوشاله نه یم. د روغتیا بیمه سږ کال د پرو سږ کال په پرتله ګرانه شوې ده. زه فکر نه کوم چې یو کاندید هم زما ستونزې حل کړاى شي."

فاطمه قیوم

هغوی د سياسي مسايلو نه ښه خبر دي او ډېره شوني ده چې دوی به په ډاډه زړه د خپلې خوښې کانديد په اړه خپل دريځ څرګند کړي.

دغه امریکا مېشت افغانان په دريو برخو وېشل شوي دي. لومړۍ برخه به اوباما ته رايه ورکوي، دويمه برخه تر اوسه زړه نا زړه يا بې تصميمه دي، او دريمه برخه هغه افغانان دي چې د بېلا بېلو دلايلو له کبله بيخي رايه نه ورکوي.

د هغو افغانانو شمېر چې اوباما ته به رایه ورکوي، د نورو په پرتله ډېر و. د هغوی په اند اوباما د دویم چانس يا فرصت مستحق دى. کله چې هغه ولسمشر شو نو د پخواني ولسمشر جورج بوش څخه خراب اقتصاد او د افغانستان او د عراق جګړې ورته په میراث کې پاتې وې.

دا ښکاره ده چې څلور کاله د دې هر څه جوړولو لپاره کافي وخت نه دی. هغوى دا هم زياته کړه چې اوباما غواړي ټولو امریکایانو ته روغتیایي بیمه ورکړي او د بې وزلو سره ټولنیزې مرستې وکړي.

یوې ځوانې افغانې صوفیا النور را ته وويل چې ولې اوباما ته رایه ورکوي اود جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، مېټ رامني ته نه: "مېټ رامني د هېواد لپاره نوې مفکورې نه لري. هغه د منځنۍ طبقې او غريبو خلکو له ستونزو څخه څومره چې بايد خبر واى، نه دی خبر".

"بهرني ځواکونه تر ابده په افغانستان کې نه شي پاتې کېدی نو دا کار چې هر څومره ژر وشي ښه به وي."

د ویرجینیا ایالت یو اوسېدونکی واحد فقیري

هغوى د اوباما د هغې پرېکړې ملاتړ هم کوي چې افغان حکومت دې د خپل امنیت مسؤلیت پر خپله غاړه واخلي او بهرني ځواکونه دې د ۲۰۱۴ کاله پورې د افغانستان څخه ووځي.

د ویرجینیا ایالت یو اوسېدونکی واحد فقیري له قوله: "بهرني ځواکونه تر ابده په افغانستان کې نه شي پاتې کېدی نو دا کار چې هر څومره ژر وشي ښه به وي".

په دې کسانو کې ځینې داسې هم وو چې ویل یې نه پوهیږي چا ته به رایه ورکړي. ډېری یې هغه کسان دي چې تېر ځل یې ولسمشر اوباما ته رایې ورکړې وې.

دوى وایي اوباما په خپلو ډېرو ژمنو کې چې د خپلو لومړيو کمپاینو په وخت کې یې کړې وې پاتې راغلى. هغوى د ګوانتانامو د تړلو موضوع، د فلسطین او اسراییل مسله د بېلګې په توګه وړاندې کړې.

هغوى د اوباما نه سخت خوابدي دي او وایي چې افغانستان اوس د پخوا په پرتله نور هم بې ثباته دى او ترهګري ورځ تر بلې زور اخلي.

له دوى سره دا اندېښنه هم شته چې که د امريکا سرتېري په ٢٠١٤ کې د افغانستان څخه ووځي ، نو افغانستان به يو ځل بيا د سخت دريځو په منګولو کې ولوېږي.

پلوشه فاروقي د کالیفورنیا ایالت یوه اوسېدونکې ده: "زه وېریږم چې د لوېدیځ ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې يوه بله کورنۍ جګړه پيل شي. ۲۰۱۴ کال ډېر ژر دی".

هغوى وایي چې په کړکيچن حالت کې د هېواد پرېښودل به افغانستان له خطرناکې پايلې سره مخامخ کړي.

دوى د امريکايي سر تېرو وتل په کلکه غندي او وايي چې امريکا افغانستان په داسې يو کړکيچن حالت کې نه شي پرېښودى او که چېرې داسي وشي نو د افغانستان حالت به يو ستر ناورين افغانانو ته ور په برخه کړي.

يوه بله موضوع چې دوى زړه نا زړه کوي دا دى چې اوباما په تېرو څلورو کلونو کې و نه شو کړای د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي او بې کاري له منځه یوسي.

نوموړي کسان که څه هم د ولسمشر اوباما نه خواشیني دي خو مېټ رامني ته هم ډېر زړه نه ښۀ کوي. داسې برېښي چې یا خو به دوی اوباما ته رایه ورکوي او یا به بیخي رایه ور نه کړي.

"زه وېریږم چې د لوېدیځ ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې يوه بله کورنۍ جګړه پيل شي. ۲۰۱۴ کال ډېر ژر دی."

پلوشه فاروقي د کالیفورنیا ایالت یوه اوسېدونکې

په دغو کسانو کې ځیني داسې هم وو چې ویل یي نه غواړي رایه ورکړي. په دوى کې ځینو ویل چې د دوى رایه به په ولسمشریزو ټاکنو باندې څه خاصه اغېزه و نه کړي.

هغوى وايي موږ په هېواد کې د اقلیت موقف لرو او زموږ په رایه باندې کاندیدان څه خاص حساب نه کوي. یوه ښه بېلګه يې زما یوه افغانه ملګرې فاطمه قیوم ده: "زه نه غواړم رایه ورکړم. تېر ځل مې رايه ورکړې وه او خوشاله نه یم. د روغتیا بیمه سږ کال د پرو سږ کال په پرتله ګرانه شوې ده. زه فکر نه کوم چې یو کاندید هم زما ستونزې حل کړاى شي".

لنډه دا چې ډېری امریکا مېشت افغانان د امریکا په سیاستونو کې ښکېل دي او هغوی ته په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې تر ټولو ډېره مهمه موضوع د امریکا بهرنۍ پالیسي د افغانستان په هکله ده.

هغوی غواړي داسې چا ته رایه ورکړي چې په هېواد کې دننه د دوې ستونزې حل کړای شي او د افغانستان په هکله روښانه کړنلاره ولري. دوی د يو باثباته او سوکاله افغانستان په هيله دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .