ستاسو غږ: د افغانستان رسنۍ ملي گټې څنګه په پام کې نیسي؟

د خپريدو وخت: 13:34 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

ولې په افغانستان کې په ځینو خلکو د سیاسي اړیکو له امله ټاپه لګېږي؟

افغان ولسمشر ويلي و چې گواکې يو شمېر رسنۍ داسې خپرونې کوي چې د افغانستان له ملي يووالي او ملي گټو سره په ټکر کې دي.

ولسمشر له اطلاعات او کلتور وزارته غوښتنه کړې چې په دې برخه کې بېړنى گام پورته کړي خو د خبريالانو ټولنې وايي چې د رسنيز کار د تول لپاره يوازې اساسي قانون او د رسنيو پلى قانون کارېدى شي.

ستاسو په ګومان ملي ګټې څه شی دي، تاسو هغه څنګه تعریفوئ؟ ولې په افغانستان کې په ځینو خلکو د سیاسي اړیکو له امله ټاپه لګېږي؟

ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسې غږ خپرونه راديويي، ويديويي او انلاين ده، که په ويديويي بڼه خپل نظر يا پوښتنه رالېږئ لطفآ لنډه يې ساتئ.

د کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک، د کلېکاږل بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلې فوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر څلور بجې کيږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

ستاسو نظرونه

اجمل خان پردېس:

رسنۍ باید د هرشي په باره کې راپور جوړ کري تر څو زموږ ملي گټې خوندي شي، بل دا چې رسنۍ باید د هیچا پروا و نه ساتي حق ته حق ووایي او څه چې په سترگو گوري باید هغه د ملت ټولو ‌‌وگړو ته ورسوي.

رېحان خان:

ځينې رسنۍ او ځينې کړۍ د وینا له ازادۍ نه داسې تعبیر کوي چې دوی کولی شي هر څه ووایي که هېواد ته یې ګټه وي او که تاوان، دا ور ته مهمه نه بريښي.

قدرت الله جمال:

اصلا دلته د رسنۍ رول ډېر مهم دی خو له بده مرغه ځینې رسنۍ د نورو هېوادونو استخباراتي کړیو ته کار کوي. د مثال په توکه بعضې تلوېزیونې شبکې د ایران لپاره کارکوي او ټولې خپرونې یې غېر افغاني اومیعاري نه دي. که چېرې رسنۍ خپل مسولیت په پام کې ونیسي، دوی کولی شي د یو دولت په شان ملي ګټې او د امنیت په برخه کې تعلیمي، صحي او نورو برخو کې یو ښه رول

ولوبوي

مطیع الله ویسا:

یو راپور باید له هر اړخه سم ولیکل شي، یعنې هغه حقیقت ولیکل شي. ډېر وخت خبریال د خپلې بیړې یا پیسو لپاره او یا هم پوره زده کړه نه لري نوهغه وخت بیا ملي ګټې ته پام نه کوي. یو راپور خپروي په دې وخت کې ملي ګټې ته تاوان رسیږي. که پورته شیان په نظر کې ونیول شي بیا ملي ګټو ته تاوان نه رسیږي.

صفت الله ناصري:

زما په اند رسنۍ کولی شي چې د خلکو له حقوقو څخه ٩٠% دفاع وکړي. همدا راز رسنۍ کولی شي له هغو کسانو چې د ملي ګټو پرضد ګام اوچتوي پرده پورته کړي او پرې يې نه ږدي چې ملي ګټو ته زيان ورسوي او دا روښانه حقيقت دی چې په افغانستان که ډېر ځله حکومتي لوړ پوړو چارواکو د ملي ګټو پر ضد ګام اوچت کړی خو رسنيو پرده ترې پورته کړې او مخې يې نيولې ده نو ځکه دغه حکومتي چارواکي نه غواړي چې څوک دې د دوی د ناسمو کارونو مخه ونيسي.

عبدلقادم امين:

ملي گټې یعنې هغه گټې چی ټول ملت ته یې ګټه ورسيږي، له بده مرغه ټولې رسنۍ او افراد شخصي گټو ته ترجیح ورکوي، داسې کول نه دي پکار.

سيدالرحمن ځدران:

د خوست شيخ زاید پوهنتون د انجينیرۍ پوهنځی محصل سلامونه. زما په اند ملي ګټې هغه ګټې دي چې د ټولوعامه فايده په كې نغښتې وي، رسنۍ ښې دي او بايد رسنۍ نور هم د ملي ګټو په منفعت كار اوهلې ځللي وكړي.

عزت الله جلالزی:

د افغانستان رسنۍ بايد د قانون د ماتونكو او د ملت د خاینانو ټول رازونه را وسپړي كه هر څوک وي او كه په هر وزارت پورې مربوط وي او افغانانو ته د دې ناپاکه موخې څرګندې کړي.

شیر اقا هاشمي:

افغان حکومت که رښتیا غواړي چه رسنۍ د ملي گټو پر خلاف خپرونې وکړي، دوی دا مسولیت لري چه رسنۍ تر څار لاندې ونیسي او هر هغه رسنۍ چه د ملي گټو پرخلاف خپرونې کوي ترقانوني څار لاندې دې ونیسي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي



تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .