لونګ، د هميم جلالزي په قلم: حشرونه او د خير ښېګڼې کارونه

د خپريدو وخت: 13:10 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

حشر د ټولنيزو کارونو د کولو او د خير ښګڼې د چارو ښه لاره ده.

يوازې يوه نيمه لسيزه وړاندې لا هم په افغانستان کې د حشر دود په خپل ټول برم ژوندی و. نه پوهېږم حشر به له کومه وخته پيل شوی وي، خو په افغاني ټولنه کې يې ډېرې ژورې ريښې ځغلولې وې.

حشر د ټولنيزو کارونو د کولو او د خير ښګڼې د چارو د ترسره کولو لپاره ډېره اسانه او معقوله او له يو بل سره د مرستې ښه لاره ده.

يوازې يو څو کاله مخکې چې موږ ماشومان و، په کلي کې به د غنمو لو په حشر کېده، درمند به په حشر ميده کېده، انګور به حشرباڼو راشکول او ان د کلي او جومات ټول کارونه به په حشرونو کېدل. ډول به و، اټن به و او د يوه سړي د څو اونيو کار به حشرباڼو په يوه ورځ کاوه.

حشر ډېرې ګټې درلودې. يوه دا چې له يو وزرو خلکو سره به يې د کار په خلاصولو کې مرسته کوله، هغه خلک چې کار به ورباندې ډېر و، نه به يې په يوازې سر کولای شو او نه به يې د مزدور وس درلود، نو حشر به يې وکړ.

دغه راز هغه د خير ښېګڼې کارونه چې په کوم خاص سړي پسې به يې اړه نه درلوده په حشر کېدل. د جومات کار به په حشر کېده، د اوبود لښتيو او چينو د کارولو کار به د کليوالو حشر کاوه او داسې ډېر نور کارونه.

تر دې ور ها يې يوه بله ګټه دا وه چې کليوال به په دې ډول له يو بل سره تړلي او نژدې پاتې کېدل او د اړتيا پر مهال به يې د يو بل مرستې ته وردانګل.

خو اوس حالت هغسې نه دی پاتې.

په مرستو تکيه دومره زياته ده، چې که د کليوالو کاريز وچېږي، بيا هم دوی منتظر وي، چې موسسات غنم او يا پيسې ورکړي چې دوی يې په بدل کې خپل کارېز پاک کړي او که په ښار کې د ناپاکي له لاسه ساه نه اخيستله کېږي، بيا هم دوی ښاروالي ته سترګې نيولې وي چې بايد ښار پاک کړي.

د حشر ځای ورو- ورو د مزودر نيولو کولتور ته پاتې کېږي. خلک خپل کارونه په مزدور کوي او عام المنفعه کارونه اوس هغسې نه دي لکه پخوا چې و.

اوس په خلکو کې د حشر انګېزه وژل شوې ښکاري. دوی نه کارېز ته په حشر ځي او نه هم د ښار د نظافت لپاره کله حشر کوي.

د موسساتو مرستو د دې پر ځای چې خلک د خير ښېګڼې کارونو ته لا وهڅوي، سرچپه تاثير کړی دی. اوس هر څه د موسساتو او حکومت تر پيسو پورې ټال وي.

په مرستو تکيه دومره زياته ده، چې که د کليوالو کاريز وچېږي، بيا هم دوی منتظر وي، چې موسسات غنم او يا پيسې ورکړي چې دوی يې په بدل کې خپل کارېز پاک کړي او که په ښار کې د ناپاکي له لاسه ساه نه اخيستله کېږي، بيا هم دوی ښاروالي ته سترګې نيولې وي چې بايد ښار پاک کړي.

ټول خلک داسې ژوند کوي ته وا چې هېڅوک هم د خلکو پر وړاندې فردي مسوليت نه لري.

د ولسمشر کرزي په اداره کې د کورنيو چارو پخوانی وزير پروفېسر علي احمد جلالي څو کاله مخکې غزني ته خپلې سيمې ته راغلی و.

سپين ږيري ورته راټول شول او ورته يې وويل، چې ته يوه موسسې ته ووايه چې زموږ کاريز راپاک کړي اوبه مو کمې دي.

ښاغلي جلالي ورته په ځواب کې وويل، چې تر اوسه پورې چې موسسې نه وې کاريزونه مو څنګه کارول؟

- حشرونه مو کول.

- خو اوس هم حشرونه وکړئ.

د جلالي ځواب ډېر منطقي و، په حقيقت کې يې خلک خپل مسوليت ته متوجه کړل او په ضمن کې يې دا پيغام هم ورکړ، چې که موسسې نه وي بيا د کاريز کارولو په څېر ټولنيز او عام المنفعه کارونه څنګه کېږي؟

افغانان په دې وروستيو څو کلونو کې په پرديو مرسته داسې روږدي شوي دي، چې د ځان د ګټې لپاره هم د موسساتو له مرستې پرته يو ګام نه اخلي. د موسساتو دغسې مرستو په افغانانو کې د ټولنيزو کارونو او په تېره بيا حشرونو فرهنګ ډېر پيکه کړی دی.

مرسته، که همکاري؟

د اعليحضرت امان الله خان لور هنديه د افغانستان کيسه راته کوله، چې اعليحضرت امان الله خان به، د خپل اروپايي سفر په ترڅ کې په هر ځای کې له حکومتي مشرانو او خپلو کوربنو سره په خبرو کې ويل چې:"تاسې له موږ سره مرسته مه کوئ همکاري وکړئ".

دا ظاهرا يوه ساده جمله ده، خو ډېره لويه مانا په کې پرته ده. اعليحضرت امان الله خان پوهېده، چې مرستې څه مانا لري او تاثير به يې څه وي او همکاري څه مانا لري او څه تاثير لري؟

په مرسته کې د مفت خورۍ مفهوم پروت دی او په همکارۍ کې د کار کولو او په تېره بيا ګډ کار.

هغه دا درک کړې وه، چې يوازې مرستې د يوه ملت درد نه شي دوا کولای، يو ملت هغه مهال پرمختګ کولای شي چې په خپله يې کار ته لاس ټيټ شي، په خپله زيار وباسي او د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.

د اعليحضرت امان الله تر واکمني شاوخوا نهه لسيزې وروسته موږ د مرستو يوه ډېره لويه تجربه وکړه. افغانستان ته تر ۷۰ مليارده ډالره زياتې مرستې راغلې، خو د زابل د خاک افغان ولسوالۍ يو بزګر لا هم په نيمه مړه خېټه ويده کېږي.

اوس دا دی مرستې ماراوېدونکې دي، نړيواله ټولنه نور پر خپلو جيبونو لاسونه نيسي او څو کاله وروسته به موسسات وځي خو افغانستان به افغانانو ته ورپاتې وي.

اوس په خلکو کې د حشر انګېزه وژل شوې ښکاري. دوی نه کارېز ته په حشر ځي او نه هم د ښار د نظافت لپاره کله حشر کوي.

هغه ورانه ويجاړه لاره چې د اجرستان ولسوالۍ د دوو لرې پرتو کليو ترمنځ تېره شوې ده ، نه به ورته موسسې ورتلای شي او نه به حکومت ورته ډېر ژر د رسېدو مجال ومومي.

د همدغې سيمې خلک به پرې ځي، که يې خوښه وه همداسې به خرابه وي او که يې وغوښتل چې جوړه يې کړي بيا هم د دوی په يوم او کولنګ جوړېږي.

د کابل هغه ښاري چې د خپل کور کثافات په کوڅه کې اچوي، بايد دا تمه و نه کړي، چې ښار والي به هره ورځ ورځي او له ټاکليو ځايونو پرته نور و ځايونو او د هر کور دروزاې ته به ځان رسوي او پاکوي به يې.

دا د همدغه ښاري فرض دي، چې کثافات په هغه لوی اوسپنیز ستل کې واچوي چې ښاروالي يې په کوڅه کې د کثافاتو د ټولو لپاره ايښی دی.

افغانان بايد په ځان کې د ټولنيزو او د خير ښېګڼې د کارونو روحيه را ژوندۍ کړي. هغه ونه چې زما د کور له مخې ښاروالي کرلې ده، پر ما هم دا حق لري چې يوه ورځ يې اوبه کړم.

له دويمې نړيوالې جګړې څخه پاتې شوې اروپا تر افغانستان په ډېر بد حالت کې وه، خو د خلکو په همت او کار ورو- ورو جوړه شوه او نن د پرمختګ په لوړو مدارجو کې ده.

افغانان بايد او بايد پر وطن زړه وسوځي، خپل مسوليت درک کړي او دا باید هېره نه کړي چې د افغانستان د جوړېدلو راز د دوی د ورغوي په ټناکه او د تندي په خوله کې پروت دی.

دوی بايد په دې پوه شي چې دموسسو مرستې د دوی د خپل زيار او کار ځای نه شي نيولای.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .