د سوات ملاله د ميوند ملالۍ را يادوي

د خپريدو وخت: 16:36 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

ملالې په سیمه او نړۍ کې د ماشومانو لپاره د حق غوښتلو مبارزه بلل کېږی.

زه چې کله نن سهار له خوبه ویښه شوم. ما خپل ټویټر او فیسبوک خلاص کړل، لومړى خبر مې چې تر سترګو شو هغه د ملالې و چې د ترهګرو په برید کې ټپۍ شوې ده.

ملاله د سوات اوسیدونکې، په خټه یوسفزۍ پښتنه ده او د اتم ټولکي زدکونکې ده.

ملالې په سیمه او نړۍ کې د ماشومانو لپاره د حق غوښتلو مبارزه بلل کېږی.

په ۱۳کلنۍ کې هغې د سوات د خلکو د حالاتو په هكله بي بي سي ته خپل یاداښتونه د ګل مګۍ په نوم لېږل.

د یوې لحظې لپاره مې ډېره سخته جټکه احساس کړه، د هغې هغه ښکلې مخ مې بیا بیا سترګو ته کېدو، ما پوره نه پېژندله چې څوک ده، څو میاشتې وړاندې مې په انټرنېټ کې د یو ويډېو لینک باندې د ماوس تڼۍ ته هغه وخت ټک ورکړ چې عنوان يې ؤ ملاله یوسفزۍ د ماشومانو د سولې نړېوالې جایزې لپاره غوره شوې ده.

دغه ویډيو مې خلاصه کړه چې په نوموړې تنکۍ پېغلې یې یو مستند فلم جوړ کړی ؤ.

اه، خدای شته چې هغه وخت مې درک کړله چې ملاله له نورو ماشومانو څومره اریانونکې او له نورو سره څومره توپیر لري.

د هغې هر لفظ او خبرې را باندې ډېره اغېزه وکړله، د هغې خبرې له یو لیډر او رهبر ځینې کمې نه وې.

د سولې جایزې ګټونکې ۱۴ کلنې ملالې باندې برید

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښوونځي پر یوه ګاډي ډزې شوي، چې په کې د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ او یوه بله نجلۍ ټپیانې شوې.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

زه هېڅکله دا فکر نشم کولی چې هغه تنکۍ پېغله، د لوړو احساساتو درلودونکي به په داسې بد حالت زخمي شوې وي.


د هغې د زخمي حالت په خبرېدو ډېر خواشېنې شوم او فکر کوم چې د ژوند تر ټولو ترخې شېبې مې هم دا وخت ؤ.

د هغې په اړه مې په خپل ټوېټر او فیس بوک په دیوال خو یو څو جملې ولیکلې مګر په هېڅ یو او دوه په ټوله ورځ نه یم پوه شوې، د هغې هغه نازنینه څېره مې له یو ثانېئ څخه هم له سترګو نه لرې کېږي.

ولې دغسې یو بد خبر په ما دومره بد اثر وکړو؟


په کلي توګه د یو انسان په صفت هغه مهال ډېر بد احساس کوم چې یو بې ګناه انسان ضایعه شي، له بلې خوا دا هم یو حقیقت دی چې هر چاته خپل وطن کشمیر دی، د نړۍ په هرګوټ کې انسان له خپلې خاورې او له خپلو خلکو سره بې سارې مینه لري، چې دا هر څه د ملالې په کیسه کې هم پېښ شو.

زه داسې احساس کوم لکه زما خپله خور چې چا زخمي کړې وي. کېدای شي مونږ په بېلو بېلو ملکونو کې اوسېږي خو زړونو مو یو دي.

زه هېڅکله دا فکر نشم کولی چې هغه تنکۍ پېغله، د لوړو احساساتو درلودونکي به په داسې بد حالت زخمي شوې وي.

په ډېره تنکۍ ځوانۍ کې ملالې یوسفزۍ دا ثابته کړه چې د میوند د ملالۍ او د سوات ملالې په رګونو کې یوه وینه بهېږي.

د میوند ملالۍ په خپلو وروڼو اواز کړې ؤ چې د جنګ له مېدانه ونه تښتي او د سوات ملالې په خپلو خلکو غږ وکړو چې مکتبونو ته ولاړ شي، تعلیم ترسره کړي او د وخت د ظالم وېره په زړه کې ونه ساتي، هغه ځکه چې ملاله پوهېږي چې د هغې خپل خلک له بدبختېو ځینې د خلاصېدو او د پرمختګ په لور ګام یوازې او یوازې په تعلیم کولو کې نغښتې دی.

د هغه ملت سره چې ملاله تعلق لري، د همدې ملت لپاره ملاله یو بل مشعال دی، هغه مشعال دی چې خپل ځان به سوځوي مګر خپل ملت ته به رڼا ورکوي.

د خپل ځان سوځولو او ملت ته د رڼا ورکولو قرباني یې موږ همدا نن ولیدله.


زه دغې تنکۍ پېغلې ته لاس په دعا یم او د هغې د ښه صحت غوښتونکې یم، د دې ترڅنګ د هغه دوه ماشومان چې له ملالې سره زخمي شوې دي هغوي ته هم د ښه صحت دعا کوم.

په دې هیله چې ملاله زر تر زره بېرته صحتمنده شي او د خپلې خاورې انجونو لپاره هغه ارمانونه چې ملاله یې ویني پوره شي، زه په دغې تنکۍ پېغلې شاه باسې وایم.

په رښتیا چې دغې وړې ملالې ما ته د میوند ملالۍ را په یاد کړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .