ستاسې غږ: په ملالې يوسفزۍ بريد څه مانا لري؟

د خپريدو وخت: 16:56 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

ستاسې غږ خپرونه هر بنجشنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

م م د اکتوبر ١١ نيټه د نجونو نړيواله ورځ نومولې ده، چې موخه يې په نړۍ کې د نجونو د حقونو په ډاگه کول او پېژندل دي او همدا راز په هغو ستونزو او ربړو رڼا اچول دي چې د نړۍ په گرد چاپيره کې نجونې ورسره مخ دي.

د م م دا ورځ په داسې حال کې لمانځي چې دوه ورځې وړاندې د خيبر پښونخوا د سوات په دره کې د نجونو يوه فعاله ١٤ کلنه ملاله يوسفزۍ د نامعلومو وسله والو لخوا په سر ویشتله، چې وروسته يې مسوليت د پاکستاني طالبانو يوې ډلې په غاړه واخېست.

ملاله يوسفزې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

ستاسې پیغامونه

نظيم سادات

دملالی زخمی کیدل او پر هغی شوی حمله غیر اخلاقی غیر انسانی او بی رحمه او بزدلانه عمل دی دادپښتنو عزت میړانی او پښتو ته سپکاوی دی

عنايت اله مهرو وال

ستاسو د پوښتنی په ځواب کی به و وایم چی دا د پښتنو په عفت او وینو له ملنډو او مسخرو پرته بله کومه معنی نلری

نوم يې نده ليکلى

کلیوال هلک د فکر سره دشمنی د اسلام سره دشمنی د اسلام نوم بدول د بشر نه نفرت دشمنی د علم سره دشمنی د علم او پوهی ډیوی مړی کول او بلاخره د وحشت نه ډک عمل تر سره کول دی نور هیځ نه

سيد رحمن زدراڼ: دخوست پوهنتون دانجينري پوهنحي

زما په اند دغه دښووني اوروزني سره دښمني ده

نيکمل افغان

دا په سوات کی دطالبانو دبدنامی یوه بله هڅه او دسیسه ده،لکه څنګه چی مخکی هم داسی هڅی شوي دي

منصور خليل

زما په اند دا دطالبانو له طرفه ند ه وشتل شوې. دا دبرطانوی استخباراتو او د آی.اس.آي له طرفه وشتل شوي.

ناظم کندهار

ئدلال مسجد مظلومي پيغلي مو هم ياد دي؟

دملالي يوسفزئ په نام ديوي سكولي نجلئ له ويشتلو سره مي يوځل بيا هغه په اسلام اوقران مئني سپيڅلي دديني علم طالباني دلال مسجد غيرتي پيغلي را په ياد شوى اه هغوى څومره مظلوماني وي داسلامي نظام دغوشتني په ګناه تر خاورو لاندي شوي هيجا يي هم غژ وانه وريد دجالي او شيطاني ميديا هم پري خاموش وه هغوى پاكي او سپيڅلي پيغلي يوه نه وه دوه نه وي لس نه وي تر سلهاو رسيدلي دهغوى غژ هيجا هم پورته نكړ داڅنګه انصاف ده؟ كه دملالي خواخوژي دانساني او اسلامي همدردى په خاطر دملالي سره خواخوژي شكاره كوي ؟دلال مسجد له پيغلو سره يي ولي خواخوژي شكاره نكړه؟دلال مسجد پيغلي داسلام او دقران په ننګ دمرتدينو له خوا شهيداني شوي دلال مسجد پيغلي دديني علم زده كونكي وي دهغوى اواز او مظلومانه اهونه هيجا هم وانه وريدل؟؟ملاله دسياست شكار شوه په ملالي باندي سياسي معامله وشوه ملاله دانګريزي سكول نجلى وه خو شيطاني ميديا له پرونه راهيسي خپل جينلونه ددي په خبرو ګرم ساتلي ستاسي په دا دول عمل باندي هر دعقل خاوند پوهيژي جي ستاسو مينه له اسلام او مسلمانانو سره نشته تاسو دملت او ولس خواخوژي نه ياست تاسو استخباراتي كسان ياست ځكه مو دا خبره داسي ګرمه ساتلي تاسو له دي سخه سياسي ګټه پورته كوى, لیکوال , بلال محمدي

ارين خان

ای د قدرتونو ربه!
ستا د قدرتونو نښې په هرڅه کې ښکاره دي، فقط سترګې بویه چې وه یې ویني.

خاونده!
د ډبرو په مخونو ، د حیواناتو او نباتاتو په پوستکو او ... ستا پاک نومونه را څرګندیږي.
دا واړه ستا د قدرت مظاهر دي او خپلو بندګانو ته ښیې چې، کومې وعدې او وعیدونه چې ورسره شوي،له هغو سره مخ کېدونکي دي.
خو،
ربه ته په هرڅه عالم یې، ته وینې چې ستا بنده ګان اوس هم عبرت نه اخلي.
ستا قول دی چې، چا یو نفر بې موجبه وواژه لکه ټول خلک چې یې وژلي وي، خو تا ته ښکاره دي، چې موږ هره ورځ په ډله ییزه توګه وژل کیږو.
ربه!

دا ځل د خپل قدرت نښانې بل ډول څرګندې کړه
ای د سترو- سترو قدرتونو خاونده!
هغه لاسونه وچ کړه چې بې موجبه ستا بنده ګان وژني
نوره ستا ځمکه زموږ د جسدونو بار نشي زغملی
نور، زموږ سترګې د خپلو خویندو او میندو خواره واره هډونه نشي لیدلی
نور، میندې او پلرونه د خپلو اولادونو له خښولو ستړي شوي دي
نور، مو لاسونو کې د قبرونو ویستلو توان نشته
او نور....
ربه!
ته مې وینې چې:
ما تا ته د مال،دولت او شهرت ګټلو لپاره د دعا لاسونه، نه دي پورته کړي.
نن درنه فقط
د خپلو خلکو د قاتلانو لاسونه مات غواړم!

برښنا ليکونه

عادل منصور وردګ

زما په شخصی نظر دوی چی کوم کار وکړ دا نه د تعلیم سره دښمنی ده نه د نجونو سره دښمنی ده نه له فکر سره دښمنی ده ځکه که له تعلیم سره دوی دښمنی کوی خو د پاکستان نورو ساحو کی تعلیم نشته؟ د دوی تور لنګی نجونی ښوونځی ته نه ځی؟ ... ددوی نجونی خپل غږ نه پورته کوی ؟ دا د فکر دښمنی هم نده ځکه هغوی کی ښه استعدادونه ساتل کیږی حمایه کیږی مونږ غوندی یی له تیغه نه تیروی دغه څخه ګټه اخلی او د ښځو سره هم دښمنی نده که د ښځو سره دښمنی وی بیا په پاکستان کی کومی کسی دی چی ښځی یی نه کوی بښنه غواړم بی نزاکتی کیږی د پاکستان میروښی بل میړه کوی څوک یی مخه نشی نیولی ولی یو ورځ پیښه نشوه چی یوه پنچاپی یی په دی دښمنی وژلی وی

زما په نظر دا دښمنی د پښتو سره ده ګوری تاسو په تاریخ کی فکر وکړی په هغه لعینه خاوره کی چی کله په پښتنو کی یو څوک پیدا کیږی چی خپل غږ اوچت کړی خپل حقوق وغواړی خپل ولس ته خدمت وکړی هغه که نارینه ده او که ښځینه په هر قیمت چی وی د منځه یی وړی خو افسوس د پښتنو پدی بی اتفاقه حالت افسوس د پښتنو پدی حالت چی خپل لاس دشمن ته په خپله تړی
لیکنه پدی خاطر نه اوږدوم چی زه خپل احساسات نشم کنترولولی که می بی نزاکتی کړی وی بښنه غواړم

محسن خان نوابزوي

د سلام په وړاندې کولو سره له هر څه نه مخکې زه ملالې یوسفزۍ ته له الله نه پوره روغتیا و سلامتۍ غواړم اوغواړم چې د دې وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندنه وکړم؛

زما په نظر پر ملالۍ باندې دا برید یواځې له فکر، تعلیم او له ښځو سره د دښمنۍ په مانا نه بلکې دا عمل زه له ټول پښتون قام سره د دښمنۍ په مانا بولم څوک چې نه غواړي په دغه سیمه کښې پښتانه د علم په رڼا کښې د خپلې راتلونکې یا مستقبل تصمیم ونیسي او دغه پښتون دښمنه خلک غواړي چې د دې سیمې خلک تل د زبېښاک او ښکېلاک تر سیوري لاندې وساتي

ښه مثال یې په خیبر پښتونخوا کښې د ۵۶۶ ښوونځیو ړنګول دي چې ښايي د حکو مت د استخباراتي کړيو لاس په کې وي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .