د امریکا د ولسمشرۍ کوم نوماند به د ښځو رایې وګټي؟

د خپريدو وخت: 11:46 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

د امریکا په حکومت کې د خلکو غوښتنو ته ډېر پام کيږي ځکه حکومت د خلکو له خوا ټاکل کیږي.

زما د پوهنتون یو زوړ تور پوستي پروفېسر، ډوتارد بټلر، به موږ ته ویل چې د امریکا په متحده ايالاتو کې هر قانون یوه تاريخچه لري.

هغه به کله کله موږ ته د تور پوستانو او د ښځو په اړوند کیسې کولې چې څنګه هغوی پخوا مساوي حقوق نه درلودل.

د هغه پلار او نیکه ډېرې سختۍ او تنګۍ ګاللې وې. هغه به موږ ته تل دا ويل چې که د دې هېواد په قانون کې بدلون غواړئ، نو باید هلې ځلې ورته وکړئ.

کله کله به مو هیڅ په دې باور نه راته چې د امریکا په شان یوه پر مختللي هېواد کې چې اوس یو تور پوستی ولسمشر لري او ښځو په کې د ژوند په هر ډګر کې ډېر پرمختګونه کړي دي، یو وخت ښځو د رايې ورکولو او په سياست کې د برخه اخيستلو حق نه درلود.

د امریکا په دېموکراتيک حکومت کې د خلکو غوښتنو ته ډېر پام کيږي ځکه چې دغه حکومت د خلکو له خوا ټاکل کیږي.

که خلک په حکومت کې بدلون وغواړي نو باید د دې لپاره پر له پسې هلې ځلې وکړي تر څو د حکومت پام ځان ته را واړوي.

اوس مهال په امریکا کې ښځې په ډېره فعاله توګه په سیاست کې ونډه اخلي، نو ځکه کولای شي په سیاست او پالیسۍ جوړولو باندې اغېز ولري.

په دې وروستیو کې د کاندیدانو مېرمنو د خپلو ګوندونو په کنوانسیونونو کې ویناوې وکړې. ميشل د اوباما د مور او د نيا د ژوند کيسو ته په اشارې سره د ماشومانو په روزنه کې د ښځو زيار وستايه.

هو ښځو یو وخت په امریکا کې د رایې ورکولو حق نه درلود ځکه سړو به ويل چې ښځې د دوى په شان هوښیارې نه دي او بايد د رايې ورکولو حق و نه لري.

دوى به ويل چې ښځو ته د رايې ورکولو ضرورت د دې لپاره نشته چې د دوى واک د دوى د مېړونو ، ورونو، او پلرونو په لاس کې دى. خو ښځو ته دا خبره د منلو وړ نه وه، او له حکومت نه يې د مساوي حقوقو غوښتنه کوله.

د ١٩٢٠م کال د اګست د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ښځو د ډېرو هلو ځلو په پایله کې دوى ته د رایې ورکولو حق د اساسي قانون د ۱۹ تعدیل له لارې ورکړل شو.

دا ماده وايي "هيڅوک بايد د جنس په وجه له رايې ورکولو محروم نه شي".

د رایې ورکوونکو شمېر کابو ۵۰ سلنه ښځې دي. هغوی په سیاسي مسایلو کې ښکېلې دي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رايې ورکوي.

که څه هم تر اوسه په امریکا کې کومه مېرمن ولسمشره شوې نه ده خو په ټولنیزو، اقتصادي، او سیاسي ډګرونو کې ښځو خورا ډېر پرمختګونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، هیلري کلنټن، ډېره نژدې وه چې په تېرو ولسمشریزو سیالیو کې د دېموکراتانو د ګوند کاندیده شي.

هغه لومړۍ ښځه وه چې دومره وړاندې تللې وه او بیا جان میکین په تېرو انتخاباتو کې یوه ښځه، ساره پیلن، د خپل مرستیالې په توګه وټاکله.

د ان رامني په وينا ښځې په ننني اقتصاد کې ډېرې ځپل شوې دي.

اوس مهال د امریکا په ستره محکمه کې درې قاضیانې دي. یوه امریکایۍ شنن د ښځو د پرمختګ په هکله وایي:

"تېر وخت ته په کتو سره امریکایۍ ښځې ډېرې وړاندې تللې دي خو تر اوسه کومه ښځه ولسمشره شوې نه ده. په راتلونکو انتخاباتو کې هم کومه ښځه کاندیده نشته. زه غواړم هغه کاندید ته رایه ورکړم چې زموږ د ښځو ستونزې له منځه یوسي".

په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اقتصاد تر څنګ داسې نورې ټولنیزې موضوع ګانې هم شته چې ښځو ته ډېرې مهمې دي.

د بېلګې په توګه د سقط جنين مساله، چې یوه ډېره پېچلې موضوع ده، ښځو ته خورا ډېراهمیت لري.

بله موضوع چې په دې وروستیو کې ډېره توده ده د مېندوارۍ د مخنیوي لپاره د وړيا درملو ده.

دواړه کاندیدان د دې موضوع ګانو په هکله بېلا بېل دریځونه لري.

دا مسايل به سړو ته دومره د پام وړ نه وي، خو ځينې رایه ورکونکې د همدې مسايلو په اساس خپل دريځ د کاندیدانو په وړاندې بدلوي.

زما یوه امریکایۍ ملګرې الېس امریکایي ښځو ته د ټولنیزو موضوع ګانو په اهمیت او ارزښت وايي:

په دې وروستیو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید مېرمن، ان رامني، او د ولسمشر اوباما مېرمن، ميشل اوباما، د خپلو ګوندونو په کنوانسیونونو کې ویناوې وکړې.

"په عمومي ډول د امريکا ښځې د بهرنيو پالسيو او جګړو په پرتله ټولنيزو مسايلو ته تر ډېره توجه کوي".

ځوانه سمنتا د دې په ځواب کې چې ولې امریکایۍ ښځو ته دا مسایل مهم دي وایي:

"د یوې امریکایۍ مېرمنې په صفت دا ما ته ډېره مهمه ده چې پوه شم کاندیدان زموږ د مسایلو په هکله څه فکر کوي".

له همدې کبله، د دېموکراتانو او د جمهوري غوښتونکو ګوندونو کاندیدان هڅه کوي د ښځو رایې ځان ته جلب کړي.

په دې وروستیو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید مېرمن، ان رامني، او د ولسمشر اوباما مېرمن، ميشل اوباما، د خپلو ګوندونو په کنوانسیونونو کې ویناوې وکړې.

دواړو د خپلو ويناګانو په ترڅ کې د ښځو زيارونه وستايل. ميشل د اوباما د مور او د نيا د ژوند کيسو ته په اشارې سره د ماشومانو په روزنه کې د هغوی زيار وستايه.

دا مالومه نه ده چې ډېری ښځې به کوم کاندید ته رایه ورکوي خو د ډېرو ښځو سره چې ما خبرې وکړې داسې برېښېدله چې ولسمشر اوباما د ښځو په منځ کې ډېر محبوبیت لري.

ان رامني بيا بر عکس د هېواد اقتصاد ته ګوته ونيوله. د هغې په وينا ښځې په ننني اقتصاد کې ډېرې ځپل شوې دي.

هغې په وار وار دا ويل چې مېټ رامني به ښځې د ستونزو په نړۍ کې يوازې پرې نه ږدي.

دا مالومه نه ده چې ډېری ښځې به کوم کاندید ته رایه ورکوي خو د ډېرو ښځو سره چې ما خبرې وکړې داسې برېښېدله چې ولسمشر اوباما د ښځو په منځ کې ډېر محبوبیت لري.

یوه امریکایۍ کترن وایي: "د اوباما تګلارې د رامني په نسبت د ښځو په حقوقو باندې ولاړې دي".

مونیکا سټریټ بیا په دې باور ده چې د "رامني پالسۍ ښځو ته حق نه ورکوي چې خپلې فیصلې په خپله وکړي نو ځکه زه اوباما ته رایه ورکوم".

لنډه دا چې امریکایۍ مېرمنې د خپل هېواد په سیاست کې ښکېلې دي ځکه دوی د امریکا شاو خوا ۵۰ سلنه رایه ورکونکې دي.

له همدې کبله کاندیدان هڅه کوي دوی خوشاله وساتي او داسې کومه پالیسي وړاندې نه کړي، چې د دوی د خپګان لامل وګرځي.

ښځې غواړي کانديدان د دوى غوښتنې پر ځاى کړي او کاندیدان غواړي د دوی رایې خپلې کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .