ډاکټر زیار: له ميوندۍ ملالې تر يوسفزۍ ملالې

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

موږ په پښتني تاريخ کې ډېرې اتلانې او جنگيالانې درلودلي او داسې سيمه او ټبر نشته چې په نکلونو، متلونو، لنډيو اوبدلو کې نه ستايلې کېږي، خو له بده مرغه له غازي ادې، شبوبۍ او ملالۍ پرته ملي تاريخ, راخوندي کړې نه دي.

لالی مې دا ځلې را جوړ که

که پر ميوند باندې بيا جنگ شو مړ دې شينه

کله يو نيم نوم، ستاينوم (لقب) او ان لنډ نوم (تخلص) خپل نومولی دې ته راڅکوي چې خپلې کړنې او ارمانونه د هماغه نامه له جاج و مانا سره سم و سهي کاندې.

خبره پر "يوسفزۍ ملالې" ده چې څنگه يې له تاند تنکي منگه د "ميوندۍ ملالې" لار پسې اخېستې او د بلهارۍ تر بريده يې را رسولې ده.

هرو مرو به يې له زوکړې سره چا "رښتيني مسلمان پښتانه" ملا له اذان سره "ملاله" هم په غوږ کې ور پو کړی او د ښوونځي له منگ سره به يې، مور و پلار هم د هغې اتلې کيسه ور اورولې وه.

سيستانۍ ملالۍ جويا، اڅکزۍ ملالۍ، شينوارې ملالۍ،. بشير ملالۍ... هم همداسې در واخله، خو پر وړاندې يې له مغولي نومونو (ماهرخ، لاله رخ، گلرخ، نورجهان، جهان ارا، در شهوار، زېب النسأ...) نوموليو څخه د کومې ننگيالۍ جنگيالۍ څرک په اسانه و لگولای شو!

دا څه هېښنده نه ده چې پاسنۍ کمپېښه لنډۍ د ميوندۍ ملالې د هغې تر څنگ د يوسفزو په يوه لرې پرته سيمه (وچ خوړ) کې لاسته راغلې ده.

همدا خبره ده چې په لرو پښتني ټبرونو کې يوسفزي پښتو ښځينه او نرينه نومونه او بيا د خپلو تاريخي اتلانو نومونه، لکه:

روښان، شېرشاه، خوشال، ميرويس، احمدشاه... او ملالۍ پر مغولي هغو (بابر، مغل اعظم، شاه جهان، اورنگزېب، عالمگير، جهانگير ...) غوره گڼي.

دلته خبره په نامه کې نه ده چې ريښه او مانا يې څه ده، بلکې تر هر څه له مخه په نومولي کې ده چې څه وياړونه يې را پرېښي دي.

بيا هم د ملالۍ په تړاو به دومره وايو چې آره يې عربي (ملال) او مانا يې هم (خپگان) ده او پښتنو ښځينه نوم (ملاله) کړی او بيا يې ځنې د گرانښت کوشينه(تصغيري) بڼه "ملالۍ" رغولې ده.

هسې خو ملاله د يوه ټوليز ښځينه نامه په توگه په پښتنو کې له پخوا راهيسې لږ و ډېر دود لري.

هر گوره، په ولسي شاعرۍ کې يې وييزه يا لغوي مانا (خپه) نه، بلکې د سترگو د ستاينوم (نيمخوبولې) په جاج کارول کېږي چې پارسي اړوند تړنگ يا ترکيب يې (چشم نيم غنوده) راځي.

موږ په پښتني تاريخ کې ډېرې اتلانې او جنگيالانې درلودلي او داسې سيمه او ټبر نشته چې په نکلونو، متلونو، لنډيو اوبدلو کې نه ستايلې کېږي، خو له بده مرغه له غازي ادې، شبوبۍ او ملالۍ پرته ملي تاريخ, راخوندي کړې نه دي.

"موږ په پښتني تاريخ کې ډېرې اتلانې او جنگيالانې درلودلي او داسې سيمه او ټبر نشته چې په نکلونو، متلونو، لنډيو اوبدلو کې نه ستايلې کېږي، خو له بده مرغه له غازي ادې، شبوبۍ او ملالۍ پرته ملي تاريخ, راخوندي کړې نه دي."

خو دا دی، نن سباد ميوندۍ ملالې او يوسفزۍ ملالې دومره روښاندې ليکوالې او فرهنگيالې خويندې را پنځېدلې چې خپل غږ په خپله ان د نړيوالو تر غوږه و رسوي.

پر هماغه ورځ چې د يوسفزۍ ملالې ويرژلی خبر رسنيو خپور کړ، وار له واره المان مېشتې اغلې هما ناصري په ټوله انساني او بيا ښځينه احساس او ولوله تر بي بي سي پورې خپل غبرگون را ورساوه او ورپسې بلې فرهنگيالې (سمر يوسفزۍ) له کاناډا نه خپل رسا غږ راغبرگ کړ. ځکه "ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي" .

له کلاراڅېتکين نه تر تنکۍ ملالې پورې په دې يوه پېړۍ کې ټولو ښځمنو جنگياليو پر زباد رسولې چې که نارينه يوازې پاړکيزې ناخوالې گالي، دوی ور سره نرواکي دا هم زغمي.

نو دوی بې له دې چې نارينه وو ته سترگې پر لار پاتې شي، خپلې غبرگې مبارزې په خپله پر مخ بيايي او خپل برخليک په خپله سموي.

د سمر يوسفزۍ په خبره "تحريک طالبان پاکستان" پر ۱۴ کلنې ملالې باندې په خپل وحشيانه او بزدلانه بريد سره درستې نړۍ ته زباده کړه چې دا د رڼا دښمنان له هر نرينه اوښځينه لوی او واړه څخه چې د رڼا پر لورې پل اخلي، وېرېږي او وژني يې، هسې خو يې هغه له ۱۱ کلنۍ راهيسې موخه گرځولې وه او دا درې کاله يې ورته گوته پر ماشه اېښې وه.

لا بيا يې هم پرې زړه يخ شوی نه دی او پر تورو تيارو زړونو کې يې ورته د قهر و کينې لمبې هغسې پر غرغنډو دي چې که ژوندۍ پاتې شوه، څو ځانمرگو بريدگرو ته به پرې د جنت پرځای دوزخ و گټي.

په تېره بيا چې پر نړيوال کچ دومره غبرگونو نوره هم پسې نوموره کړه.

دغه دا نسان او انساني تمدن او په ځانگړي ډول د ښځمنو دښمنان هماغه د اسلام مخکې جهالت پېر را يادوي چې نجونې يې له زېږېدا سره ژوندۍ ښخولې دغه تور جهالت د دوی ستر گې دومره ړندې کړې چې نه پوهېږي، دا غبرگونونه د نيمو نړ يوالو غبرگونونه دي، نه د پاکستاني او افغاني مسلمانانو يا امريکايي، اروپايي يا نورو کافرانو!.

ايا تر دې به بل انساني ضد او اسلا مي ضد کفر وجنايت چېرې وي، چې دغه ترهگر د داسې تنکيو ماشومانو په وژنه د جنت گټل غواړي!!؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .