کالم: برازیل کې ثمرګل ته اړتیاده

د خپريدو وخت: 04:48 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391

بايد ومنل شي، چې په کابل کې هم د ټرانسپورټ په برخه کې په زړه پورې پرمختګ شوى.

له برازيل نه د بي بي سي رپوټ دادى، چې په تر ټولو لوى ښار ساوپاولو کې يې د ګڼې ګوڼې له کبله تر ١٨٠ کيلو متره پورې د ګاډو اوږد کتار په ځای ولاړ و.

د دغه ښار په اړه ويل کيږي، چې کرۍ ورځ په کې همدغه حال وي. ګاډي په يوه بل پسې پلو پورې ولاړ وي، خلک په کې ناست وي او د خېر او عافيت غوښتنه کوي.

داسې هم ويل کيږي، چې هلته داسې راډيو ګانې شته، چې د اوونۍ اووه ورځې، ٢٤ ساعته خلکو ته د بندو لارو په اړه معلومات ورکوي او دا ورته وايي، چې څنګه کولاي شي( چې نن په لنډو راشه جانانه).

د دې راډيو ګانو خبريالان کرۍ ورځ د ښار په سړکونوګرځي او د بندو، وازو لارو معلومات راټولوي.

کله چې دوى پخپله په کوم سړک اېسار شي، بيا نو وايي د راډيو د ادارې هيليکوپتر راځي او د ګاډو له ګڼې ګوڼې يي پورته کوي.

البته په دې رپوټ کې دانه دي ويل شوي، چې د ساوپالو ترافيک په دغه حالت کې چېرې يې او څه کوي.؟

د لته د استاد شهرت ننګيال د خولې خبره ده، چې وايي له کلي تر کابله هوسا راورسېدم، خو له مېرويس ميدانه تر چوکه پورې يي راباندې د اسمان ستوري وشمېرل.

استاد وايي، چې په حکومت مې زړه وسوځي، چې د ټرانسپورټ طويل او عريض وزارت ورته په ١١ کاله کې ايله ښاري ټرانسپورټ هم لارې ته نه کړ.

استاد وايي "ثمرګل د بلا بچى په يوه سر د سيمې ټول ټرانسپورټ اداره کوي."

استاد خواخوږى سړى دى او بله دا چې د ده په خپله خبره په کلي کې د ټرانسپورټ وزارت نه شته، ځکه هلته خېر خېريت دى.

دلته په ښار کې چې لوړ پوړي چارواکي هم (شتون) لري، نوپه کليوالو سيمو کې نن سبا د دې مخلوق شتون هم په نشت حساب دى، ځکه نو ثمرګل هم اړ نه دى، چې د تور کروزين او ورسره برېتورو د تګ راتګ پرمهال لارې وتړي.

که د ثمرګل او کابل ترافيکو تر منځ د ټرانسپورټ د اداره کولو په اړه د توپيربحث کارپوهانو ته پرېږدو، نو بايد ومنل شي، چې په کابل کې هم د ټرانسپورټ په برخه کې په زړه پورې پرمختګ شوى.

پخواني په وياړ سره وايي يوه زمانه وه، چې په کابل کې به ټرام ګرځېدل.

خو مشکل يي داوو، چې هغه ګاډي به د برېښنا په وسيله ګرځېدل او هلته چې برېښنا نه وه، نو ټرام هم ندارد.

خو اوس داسې نه ده، بلکې هند او پاکستان د خپل منځي سياسي تربګنۍ له امله کابل ته ښه ډېربسونه رالېږلي، دا چې دغه بسونه د کابل په سړکونو له څو مياشتو ګرځېدو وروسته نه لېدل کيږي، ځانګړې او اوږده کېسه ده، لږ بې خونده هم ده، ځکه نو بايد ترې تېر شو.

په هر صورت د ملي بس هغه ګاډي، چې پر سړکونو ګرځي له ټولو عصري اسانتياوو برخمن دي.

مثلاً د سفر په اوږدو کې د سپرليو د خوش طبعي لپاره د داسې معيار موسيقي غږول کيږي، چې د (يانې) د موسيقۍ مينه وال یې هم له اورېدو وروسته په خپله بد ذوقۍ له شرمه اوبه اوبه شي.

ځونډي، وټي، او د سياسي څېرو تصويرونه هم د همدې مقصد لپاره د ملي بس په ګاډو کې ټومبل شوي وي، چې سپرلۍ پرې خپله ذوقي مينه ماته کړي.

په دې هم بسنه نه کيږي، بلکې په ولس کې د سياسي شعور د بېدارولو لپاره شعارونه او د ادبي ذوق د خړوبولو لپاره پريمانه شعرونه او لنډۍ هم په دې بسونو کې ليکل کيږي.

د دې شعرونو او لنډيو د معيار څرنګوالى البته د بسونو په چلوونکو استادانو او کلېنرانو پورې ځکه اړه نه لري، چې دغه ډول اکثر پنځونې د رنګمالانو د ذهن محصول دي.

په دې شاهکارونو کې يو نيم داسې بيت يا لنډۍ لېدل کيږي، چې ورسره ليکل شوي وي، بفرمايش پلانکى استاد او همدغه څه وي، چې مسووليت يي د بس چلوونکي او يا کلينر پر غاړه وي.

د دې بسونو مساپر چې رښتيا ديوې لارې لاروي وي، ځکه نو ملي وحدت ته په پام، اوږه په اوږه درول کيږي، بلکې کلينران خو دا هڅه کوي، چې سپرلۍ په اصطلاح غاړه غټۍ شي، خو دا چې ځينې کسان کله ناکله شوخي کوي او د نورو په پښو پښې ږدي، دا د هغو ټولنیزه ستونزه ده.

د ملي بس هغه ګاډي چې د کابل په سړکونو ګرځي د کړکيو شيشې نه لري، په دې کې حکمت دادى، چې سپرلۍ کولای شي هروخت او له هرې لارې چې وغواړي، ګاډي ته ننوځي.

کله ناکله دغه ګاډي په کوڅه کې روان سړي ته په عمومي سړک د دې لپاره ولاړ وي، چې ګوندې د ښار لورته يي کوم کار وي او اوس ورنه هېر وي، شايد ښار ته د روان ګاډي په لېدو ورپه يادشي.

پخواني په وياړ سره وايي يوه زمانه وه، چې په کابل کې به ټرام ګرځېدل.

خو کله نا کله د ملي بس ډرېوران په تم ځاى کې هم ګاډي ته کرارکرار حرکت ورکوي.

له دې کار نه بیا مقصد دادى، چې ګهيځ مهال اکثر خلک ورزش نه کوي، بس يوه پياله شين چاى وڅښي او له کوره وتلو سره سم د لوګو او دوړو يو څو څپې تنفس کړي، چې دا عمل د روغتيا لپاره ډېر مضر دى، د ملي بس ډرېوران غواړي خلک په روان ګاډي پسې د ځغاستې په پلمه يو څه ورزشي تمرين وکړي.

څوک خبر دي، که په دې کسانو کې کوم يو له ځانه ناخبر ايتهليټ راووځي او په اولمپيک سياليو کې د افغانستان نوم و ځلوي.

دغه راز د ملي بس په ګاډو کې جندر انډول ته هم پام کيږي، يانې په دې ګاډو کې ناست هر سړى کولای شي د ګاډي په مخکينيو چوکيو کښېني، چې عموماً د ښځو لپاره ځانګړې دي.

کلينران ټولو سپرليو ته د وروڼو او خوېندو په سترګه ګوري.

د افغانستان په ټولنه کې خور هسې هم د ورور په مخکې چندان حيثيت نه لري، ځکه نو که په ګاډي کې ښځې ولاړې وي او نارينه په چوکيو ناست وي، هم پرې کلينران چرت نه خرابوي.

دې ټولو کره ثبوتونو او دليلونو ته په کتو سره ثابته شوه چې دم ګړۍ په افغانستان کې نه خو ټرانسپورټ کومه ستونزه لري او نه يي هم اړوند ادارې او کسان، فلهذا د يوه دوست هېواد په صفت دا د افغانستان مسووليت دى، چې د بشري خواخوږۍ له مخې ثمرګل برازيل ته د ساوپالو د ترافيک اداره کولو لپاره وليږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .