ستاسې نظر: ولې ځوانان شېشه یا قیلون څکي؟

د خپريدو وخت: 13:32 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

ستاسې نظر پروګرام هر اوونۍ د سه شنبې په ورځ زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

ښايي ډېر لږ شمېر افغانان د شېشې (چلم) یا قیلون له نامه سره بلد وي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلا بیلو ښارونو کې د شېشې (قیلون) څکلو لپاره په رستورانتونو، هوټلونو او کافيګانو کې ځانګړې ځایونه جوړ شوي دي.

اوس مهال ګڼ شمېر ښځینه او نارینه ځوانان د شېشې په څکلو روږدې شوي دي.

ستاسې په نظر ولې ځوانان شېشه یا قیلون څکي؟

آیا شېشه د فیشن (موډ) له مخې څکول کېږي؟ زیانونه یې څه دي؟

ستاسې نظر خپرونه له تاسو پوښتي چې تاسو په دې اړه څه فکر کوئ؟

ستاسې پیغامونه

الیاس خان

د شېشې څکلو یوازینې علت بیسوادي دی.

عمران خان، لندن

خلک بیسواده نه دي خو بیا هم شیشه څکي.

اویستا تلیار - لندن

لیکي دا ښايي یو فیشن وي چې ځوانان شېشه څکي او یا هم د یو ځای کېدو لپاره یوه بهانه خو په ټوله کې حکومت هم پرې بندیز نه دی لګولی.

مطیع الله ویسا - هندوستانه

بي کاري او غریبي د شېشې د څکلو لوی لاملونه دي او بل هغه کسان چې په خپله پرې روږدوي وي هغوی نور ځوانان هڅوي چې شیشه وڅکي. دی لیکي چې دغسې شیانو کاروبار هم ځوانان نشو ته هڅوي باید حکومت یې مخه ونیسي.

ذاهد الماس خان - خوست

دا د حکومت کمزوري ده چې د شېشې د څکلو پر ځایونو یې بندیز نه دی لګولی او بله دا چې د ځوانانو د سالمې بوختیا لپاره حکومت هیڅ نه دي کړي.

امین موسی خیل

دا یو شوق او عادت دی کنه نو هر سړي د نشه يي توکو په زیانونو پوهیږي.

محمد صبور رحیمي

ځوانان د بي کارې له وجې قیلون څکي که په کار بوخت وي خپل وخت به په قیلون خانو کې نه تیروي.

خیرالله

بيسوادي او بیکاري یې لاملونه دي او دې اوس یو فیش یا موډ جوړ شوی.

ځلاند کوچۍ

د شېشې څکل بیسوادي پورې اړه نه لري بلکې هغه خلک یې چې څکي په روحي ستونزو اخته دي.

حبیب وردګ

ډیر خلک ښه شتمن او باسواده دي خو بیا هم په نشو روږدي دي. دی وايي چاسره چې اوسي په خوی به د هغو شي.

عبدالمتین رحیمي

د شېشې څکل د خانانو ترمنځ دود و اوس چې بیا افغانستان کې خانیزم په غوړیدو دی خلکو بیا د شېشې څکلو ته مخه کړې خو سګریټ او چلم دواړه حرام دي.

عبدالله میاخیل

هغه نجونې چې شیشه څکي خپل وخت ضایع کوي.

نور الله بارکزی

دا خو دیموکراسي ده ځوانان اول مینیږي بیا د شېشې د څکلو ځایونو ته ځي.

اصف ګل اریوبي

د شېشې په څکلو کې خوند نشته خوند په فضا کې دی چې د شېشې له څکلو پیدا کیږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .