لونګ، د هميم جلالزي په قلم: د اندړو اختريزې مېلې

د خپريدو وخت: 10:16 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391

اخترونه زموږ په فولکور او ادب کې خورا ستر ځای لري.

که څه هم اخترونه له اره ديني مراسم دي، خو اوس يې تر ډېره کولتوري بڼه خپله کړې ده. په افغانستان کې خو بيا د خلکو د دوديز قبايلي او ولسي کولتور د يوې برخې په توګه لمانځل کېږي.

له همدې کبله تر دیني رواياتو ور هاخوا، اخترونه زموږ په فولکور او ادب کې خورا ستر ځای لري. زموږ اکثره فولکوريکې کيسې په يو ډول نه يو ډول د اختر يادونه کوي. زرګونه اختريزې لنډۍ لرو او په ليکنۍ شاعري او نثري ادب کې هم د اختر پراخه يادونه شوې ده.

زموږ په ادبياتو کې اختر د خوښۍ د شېبو سمبول ګرځېدلی دی. اکثره وخت، چې شاعرانو غوښتي، د خوښۍ يو عيني انځور وړاندې کړي، نو هغه شيبې يې له اختر سره تشبيه کړې دي.

خوشال بابا وايي:

که په نورو باندې هر زمان اختر وي

په ما دا زمان اختر دی چې يار راغی

يو بل ځای وايي:

که اختر وي نو له یار سره اختر دی

بې مينه که اختر وي اختر نه دی

زموږ ولسي ادبيات هم د اختر له ذکره مالا مال دي . دا لنډۍ يې يوه بېلګه ده.

اختر په ټوکو ټوکو راغی

نه مې کالي شته نه د غاړي امېلونه

ولسونه، اخترونه

اخترونه په افغانستان کې تر ډېرو نورو هېوادونه په جوش و خروش کې لمانځل کېږي. لاملونه به يې نور هم وي، خو يو دا دی چې دلته د افغانانو له کولتور سره ګډ شوی دی او افغاني ټولنه لا هم يوه قبايلي او کولتور پالونکې ټولنه ده، کولتور په کې ژورې ريښې لري او تر ډېره ورته درناوی کېږي.

په افغانستان کې زه د نورو سيمو په اړه ډېر څه نه شم ويلای خو هلته چې ما خاپوړې کړې او لوی شوی يم، هورې يو مهال اخترونه ډېر عجب لمانځل کېدل.

د غزني ولايت اندړو ولسوالي يادوم، چې له مرکزه سوېل ته په څو کيلو مترۍ کې پرته ده. د دغې ګڼ مېشتې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي پښتانه دي.

اخترونه په افغانستان کې تر ډېرو نورو هېوادونه په جوش و خروش کې لمانځل کېږي.

يوه مهال چې حالت په کې د اوس په څېر نه و، ژوند په کې عادي و، نو دغلته به د اختر په ورځو کې ان يوه اوونۍ مېلې وې.

زموږ مشران کيسې کوي، چې له ډېرو لرو سيمو لکه کټواز، زرمت، مقر ،ناوې او ځينو نورو ولسواليو څخه به خلک د ميري ميلې ته راتلل.

ميری د اندړو ولسوالۍ مرکز دی، چې له غزني ښار څخه نژدې شل کيلو متره لري سوېل لوري ته پروت دی، کوچنی خو له ګڼې ګوڼې ډک بازار لري.

د ميري ميلې څو لسيزې ډېر نوم درلود، خو پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال پيکه شوه، د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال يو ځل بيا د ميري ميله ګرمه شوه، خو د طالبانو له راتګ سره ورکه شوه او ان هېرېدو ته نژدې شوه.

په ۲۰۰۱ کې چې د طالبانو رژيم مات شو د ميري ميلې يو ځل بيا زور واخيست. په ۲۰۰۳ کال کې زه ورغلی وم.

ميله د بازار لمر خاته خوا ته په هواره ځمکه کې وه او موږ يو څه وخت ور ته د دوکانونو په بامونو باندې ناست او ننداره مو کوله.

نه پوهېږم څو ځايه ډول و او هورې چې مې اټکل کاوه نو زرګونه کسان په دغه هوار ميدان کې را ټول و. ما په ژوند کې د اټن هومره لويه کړۍ و نه لیده، لکه هغه کال کې چې مې د ميري په ميله کې وليده.

سانګې

د ميري د ميلې تر ټولو مهمه او پاموړ برخه سانګې وې. زه نه پوهېږم له شلګر، زرمت او کټواز پرته به د افغانستان په نورو کومو سيمو کې سانګې وي خو ماته چې مشرانو کيسې کړې دي په اندړو کې له پېړيو پېړيو راهيسې د اس ځغلونې دغه لوبه شته، چې پښتانه ورته سانګې وايي او پاړسي ژبي يې په نيزه بازي پېژني.

د اندړو ولسوالي يو مهال ډېره ښېرازه وه، خو وروستيو وچکاليو وځپله او اوس يې هغه پخوانۍ سمسورتيا نه ده پاتې. هغه مهال چې د اندړو ميلې په خپل ټول برم سره روانې وي، خلکو به اسونه ساتل او د سانګې وهنې لپاره به يې روزل.

سانګې د اندړو د مخصوصې ميلې حيثيت لري، ځکه په واده ، کوژدې، د ماشوم په پيدا کېدو، اخترونو او داسې نورو ډېرو مناسبتونو کې به خلکو سانګې وهلې.

د سانګې وهنې لپاره ډېر ځانګړي اسونه ساتل کېدل، چې په منډه کې به هم تېز و ، د منډې پر مهال به يرغه تلل او د موږي له اخيستلو سره به هم ښه روږدي و.

د سانګې وهلو ميدان څو سوه متره اوږد او ډېر هوار وي. کوشش کېږي، په داسې سيمه کې وي، چې ډبرې ونه لري، ځکه کله کله داس د لوېدو وېره وي او چې اس په هماغه سرعت ولوېږي، نو ډېر ځله ورسره د سپاره د مرګ خطر هم تړلی دی.

د ميدان سور ډېر زیات نه وي. دواړو غاړو ته به د خلکو اوږدې ليکې ولاړې وې، او د ميدان په منځ کې به په مناسب واټن کې له لرګي څخه جوړ شوي دوه يا درې موږي په ځمکه خښ شوي و.

اس چې به را ځغاست نو سانګه وهونکي به هڅه کوله چې په همدغه سرعت کې پر ځمکه خښ شوي، موږي په خپله سانګه کې و پيې او له ځمکې يې هوا ته پورته کړي.

اوس نه يوازې په اخترونو کې ميلې نه وي، بلکې د خلکو د خوښيو په هېڅ مناسبت کې نه ډول شته، نه سانګې شته او نه بل ساتېری.

د سانګې وهنې د ميلې يو مهم توکی ډول و. د سانګې وهنې ډول ځانګړی ټون لري، چې د سانګې اسونه هم پرې پوهېږي.

کله چې اس د ميدان له يوه سره څخه منډه را واخلي نو د ميدان په منځ کې دوه تنه ډولچيان ورته ډول وهي او چې اس هر څومره موږي ته رانژدې کېږي ډول هغومره تېزېږي.

دا لوبه معمولا ماسپښين پيلېده او تر مازيګره به يې دوام کاوه. خلکو به له يو بل سره په سيالۍ اسونه ځغلول.

په شلګر کې يو ځوان چې فتح محمد خان شلګری نومېږي، د سانګې وهنې ډېر تکړه لوبغاړی دی. فتح محمد خان شلګری د اندړو ولسوالۍ د عليجان کلي اوسېدونکی دی.

دی له اسونو سره هومره مينه لري، چې پخوا به يې هيڅکله نور څاروي نه ساتل، دوه درې اسونه به يې درلودل او په ټولو، پولو پټو کې به يې رشقه او شوتله کرله او په همدغو اسونو به يې خوړله.

ځينو خلکو به ورپسې خندل، چې فتح محمد خان لېونی دی، د يوه پر ځای څو اسونه ساتي، خو فتح محمد خان په اصل کې د دغې دوديزې ميلې د ژوندي ساتلو لپاره قرباني ورکوله.

د فتح محمد خان شلګري په اړه مشهوره ده، چې اس که مړ هم شي خو تر فتح محمد خان لاندې بايد منډه واخلي.

په پکتيا، پکتيکا او شلګر کې چې به د چا اس نه رام کېده، نو فتح محمد خان ته به يې را وست او هغه به ځغلاوه.

فتح محمد خان شلګری يو ځل په افغانستان کې د سانګې وهنې د اتلوليو اتل هم شو او مډال يې وګاټه. پياوړي شاعر او ملګري ومان نيازي ورته څو کاله مخکې دغه نظم ډالۍ کړی و:

نظم

د لمانځه په رکاتونو کې رايادې

زما د اس د ګردنۍ تسمې شکېدلې

سور ورېښمين دسمال مې باد له سانګې وړی

د سورۍ چرمې دې ټولې سپخېدلې

له زرينې کوبې درستې غوټې ورکې

سپين وټی يې د اسانو سوو کړ لاندې

زما د اس د زنګانه سترګې دې ماتې

د ښي مټ غوښه مې ډېره وررېدلې

ته خبره يې که نه يې ړنده مه شې

مسواکۍ ګوته مې بند په بند شوه ماته

خامکي دسمال مې رنګ په وينو راووړ

ټوله شپه مې هېڅ له خوږو خوب و نه کړ

يوه شېبه که به مې سترګې وي لوېدلې

يو ناڅاپه به په خوب کې راغورځار شوم

ابۍ ډک بوتل په لاس د تورو تېلو

د تياره لالټين رڼا ته خواره ناسته

اوښکې شل ځايه له سترګو را روانې

فضل، فضل لويه خدايه فضل، فضل

نظر وچ، نظر يې وچ کړې

چې زڼکي نظروي

غبرګې سترګې يې کودي کړې

چې نينې په کې کوي

ابا نذر دی منلی

د کولبې غويی خيرات ته

سبا ټول سپاره رابولي

له "شلګره" تر "زرمته"

له ۲۰۰۵ کاله وروسته

په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو خوځښتونه له ۲۰۰۵ کاله وروسته زيات شول. په همدغه کال باندې د نورو کارونو تر څنګ دوديزې ميلې هم بندې شوې.

بيا نه د مير ميله چا وليده او نن هم د خلکو هغه ګڼه ګوڼه چې د مېږيانو غوندې به يو تر بل تېرېدل.

طالبانو په دغسې ميلو کلک بنديز لګولی دی. اوس نه يوازې په اخترونو کې ميلې نه وي، بلکې د خلکو د خوښيو په هېڅ مناسبت کې نه ډول شته، نه سانګې شته او نه بل ساتېری.

د اخترونو په ميلو کې به د سانګو تر څنګ غېږې نيول کېدې، هګۍ به جنګول کېدې، ماشومانو به هم ډول ډول تفريحګانې کولې، خو اوس هېڅ هم نه شته.

فتح محمد خان شلګری اس لري، خو سانګې پرې نه شي وهلی، د فتح محمد خان نورو ډېرو ملګرو او سپرو خپل اسونه خرڅ کړي دي.

د سانګې وهنې شوق په خلکو کې مړ شوی دی، نه له سپرو سره د اس ځغلونې شوق شته او نه له نندارچيانو سره د نندارو شوق.

جګړو او بې ثباتۍ د ژوند دغه برخه هم په بې سارې ډول پيکه او زيانمنه کړې ده.

د تېرو اوو کلونو په ترڅ کې يوازې په تېر کوچني اختر کې په ميري کې ډول ووهل شو او تر يوې اوږدې چوپتيا وروسته د ميري د چنارونو په منځ کې د ډول ازانګې خپرې شوې .

نه پوهېږم چې لوی اختر به مو څنګه وي؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .