د بشرنوید کالم پښتونخوا: د پښتون قام پرستۍ درېیم نوى شکل

د خپريدو وخت: 11:38 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391

د ''پيپلز ګوند '' نوم، منشور، بېرغ بدل او د پښتون قام پرستۍ په درېیم نوي شکل کې راڅرګند شو.

د ۲۰۱۲ د اکتوبر په ۱۷ افتاب احمد خان شېر پاو د ''پيپلز ګوند '' نوم، منشور، بېرغ بدل کړ او د پښتون قام پرستۍ په درېیم نوي شکل کې راڅرګند شو.

د ګوند نوم يې ''قومي وطن پارټۍ''، د بېرغ رنګ يې سُور، تور او سپين شو، په منشور کې موجوده صورت حال له امله را پېدا شویو ستونزو هواري، پښتونخوا، کراچۍ، بلوچستان څخه د قبایلي سيمو او په ټوله نړۍ چېرته چې پښتانهٴ اباد دي، د هغوى د حقونو ساتنه، او په پوره ډول د خودمختارۍ او د خپل اختيار نکات د قومي وطن ګوند بنيادي اهداف دي.

افتاب شېر پاو په خپله وېنا کې دا هم وويل چې زموږ ګوند د چا په ضد او مقابل نه دى بلکې دا وخت د ټول پښتون افغان لپاره د مشرتابه يو رول ادا کول دي، بايد چې موږ خپله مقدمه په سیمه کې د را پېښو کشالو او جنجالونو په رڼا کې ولرو.

د بره ذکر شوي ګوند بنيادي نکات او اهداف څه نوي نه دي. له دې نه وړاندې دوه لوی پښتانه قام پرست ګوندونه، ای اېن پي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په دغه خبرو د خپل سياست بنيادونه لري.

د نکاتو او اهدافو تر حده د پښتون قام پرست شکل صورت، جذبات او احساسات بېخي يو شان دي. که څه لږ بدلون لري نو هغه تر دومره حده پورې دي چې يو تن په لنډه لاره او بل لږه په اوږده لاره راځي خو منزل يو دی.

د پښتون قام پرست دوه محاذونه يو د باچا خان (ولي خان) د کورنۍ په تسلسل کې اسفنديار ولي خان د ای اېن پي او دویم د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په لار د محمود خان اڅکزي پښتونخوا ملي عوامي ګوند دى.

د شمالي او جنوبي پښتونخوا په اطرافو وېشل شوي قيادتونه د لږو څه اختلافي نکاتو سره په مجموعي توګه د پښتون افغان سياست کوي خو ور څخه د يو پښتون قام ذهنونه د مشرتابه په شکور او انغري وېشل شوي دي.

خو دا وېشل شوي مشرتابه په افغانستان کې بيا يو لاس، يو منګُل، يوه لستوڼي کې ليدل کېږي.

افتاب احمد خان شېر پاو

دا مشرتابه د همېشه نه په کوزه پښتونخوا کې جلا او په بره افغانستان کې يوه خبره کوي خو دا پوښتنه پښتانه خپل مشرتابه نه کوي چې دا ولې!!؟؟

په داسې حالاتو کې د قومي وطن ګوند جوړېدل نوې خبره نه ده يا د نوي ګوند اهداف د دوو قام پرستو ډلو نه څه بدل نه دي، خو په بله مانا يې د دوو دعوه ګېرو ګوندونو متوازي شکل په تکون (درې ګوټيز) بدل کړ.

له دې نه وړاندې دوه ګوندونه ای اېن پي او پښتونخوا مېپ د پښتون مشرتابه يو برا بر دعوه لرله. دا په جنوبي او شمالي دوو برخو وېشل وو.

خو اوس دلته په پښتونخوا کې د قومي وطن ګوند جوړېدل او د پيپلز ګوند د پاکستان ګېر سياست نه قامي سياست ته را وستل، نوم، جنډه او اهداف بېخي پښتون قام پرستۍ ته راوړول او په ځان کې د ای اېن پي او پښتونخوا مېپ مرورو باغيان يا په بله مانا نظرانداز کړ شوي د کار خلک او د مقامي ليډرشپ ځان کې ځايول او د هغوى خبره يا شرط دومره حده پورې منل، چې په پيپلز ګوند بنيادي ليډرشېپ د ''ش'' نه قومي وطن ګوند ته بدلول، واضحه اشارې دي، چې يا څه چل دی يا څه چل کېږي!!

په پاکستان کې چې هر کله نوي سياسي اتحادونه جوړېږي يا د يو شکل بل همشکل ګوند مخې ته راځي نو د هغې په شا يا په خوا کې ځينې سيوري داسې وي چې په نظر نه راځي خو محسوسېږى ضرور!!

د مثال په توګه، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب او د ولي خان د اختلافاتو په نتيجه کې د افراسياب خټک په هلو ځلو د ای اېن پي په مقابله کې د نظرياتي پښتنو لوی ګوند قومي انقلابي پارټۍ جوړه شوه.

ليډرشېپ يې مضبوط و خو په عام اولس کې پرې د کمونسټانو چاپه ولګېده، ای اېن پي ته يې تاوان ورکړ خو د شوروي اتحاد د ماتېدو نه پس پښتانه انقلابيان هم مات شول او د پښتونخوا قومي ګوند قام پرستۍ ته بېرته افضل خان لالا څخه راغلل.

د ای اېن پي په ضد افضل خان لالا، لطيف لالا، افراسياب خټک او ور سره قومي انقلابي ګوند نظرياتي مشرتابه او ورکرانو ډېر وخت پورې د پښتون قام پرستۍ دا دوکان و، نه شو ساتل کېدی.

اسفنديار ولي خان

ای اېن پي چې د اسفنديار ولي خان په مشرۍ کې خپل زاړه مرور راټولول نو بيا هر څه نوي شول، خو د ای اېن پي نه بيا نېپ جوړېدل، بيا نېپ بېرته ورانېدل اوس د قومي وطن ګوند جوړېدل د دوو قام پرستو ډلو مرورو ته يو محاذ پرانیستل دي، چې نورو ګوندونو ته لاړ نه شي او د قام پرستۍ مينه په قومي وطن ګوند ماته کړي.

که وکتل شي نو په پيپلز ګوند شېر پاو کې هغه مرور شامل شوي دي چې د افراسياب خټک سره د ای اېن پي نه قومي انقلابي ګوند، پښتونخوا قامي ګوند او بيا اے اېن پي ته ورغلي وو، خو هغوى د خدای بخښلي غوث بخش بزنجو د هغه خبرې په مانا ځان ثابت کړل، چې دا نظرياتي مشرتابه د بزنجو د نشنل ګوند نه د ولي خان ای اېن پي ته راتلل نو ارواح ښاد ويلي وو:

''دا خلک څوک نه شي هضمولى''

په قومي وطن ګوند کې د بزنجو او د کمونسټ ګوند نه را واخله د ای اېن پي د اخري پړاو پورې ربړېدلي، کړېدلي، خلک چې په هر محاذ يې باورونه مات شوي دي، زړونه يې مات شوي دي، ذهنونه يې غوڅ شوي دي، اوس په قومي وطن ګوند کې د خپلو خوبونو تعبير ګوري.

خو د نوي ګوند د غږونو نه لرې، خلک عام پښتانه په دغه سياسي تماشه کې حېران دي، چې دا هم د پټو فرښتو شرارتي اشارې دي کهٴ د لوړې نه ژورې ته د را ښکلو لپاره نوې کنده ده چې د بره نه به کښته ورته خلک راپرېوځي!؟

د عامو ولسونو نه علاوه د افتاب شېر پاو او ورسره د قومي وطن ګوند په شکل کې د دوو قام پرستو ګوندونو نه راغلي مرورو لپاره په خپل خپل ځای لوی امتحان په سر پروت دی، چې دا سفر به د سياست د کوم پړاو پورې وکړي!!؟؟

که څوک وايي چې د دوو قام پرستو ډلو د متوازي نه تکون جوړ شو نو د پوښتنه ځواب پېدا شو خو زه وايم چې يو مهمه پوښتنه راپېدا شوه او واضحه صحيح ځواب به غواړي، غلط ځواب نه، ځکه چې پښتنو سره د غلطۍ ځای نه شته!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .