یو نظر، د هما ناصري کالم: د ځوانانو ونډه

د خپريدو وخت: 17:08 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

ملت د یوه ټولیز معیار له مخې هغه ټولنیز جوړښت ته وایي چې ګډ کولتور، ګډ رواجونه او ګډ تاریخي شا لید و لري.

د درېیمې نړۍ مخ پر ودې هېوادونه د خپل ګڼ توکمه ټولنیز جوړښت په مهار کولو کې یو لړ ستونزې لري چې لا هم د همدې ټولنو د بنسټیزو ستونزو څخه شمېرل کېږي.

دا ستونزې معمولأ د جغرافیوي حدودو په تقسیماتو کې چې هغه بیا خپل بېل سیاسي او اقتصادي پایلې لري رامنځ ته کېږي.

خو تر ټولو اساسي ستونزه د هغو اړیکو تعریف دی چې لا هم د درېیمې نړۍ غریب هېوادونه يې پر یوه داسې تعبیر نه دي سلا شوي چې و کړای شي په مرسته يې د مېشتو توکمونو تر منځ د روانو توپیرونو مخه ډب کړي.

خو په ډېره عامیانه ډول د توکمونو ترمنځ یووالی، همغږي، ملګرتیا او دوه اړخیزې مرستې د توکمونو او قومونو تر منځ په ټولنیز ژوند کې د راشه درشه په مانا ده.

ټولنیز یووالی یو میکانیزم دی چې د لاسته راوړلو لپاره يې باید شته ټول لوري د یوه شریک هدف او ګډو ګټو د ساتنې په موخه د یو بل پر وړاندې ظلم، ستم، توکم پالنه او د توکم په اساس توپیرونو ته شا کړي، تر څو په خپل منځ کې یووالی (اتحاد) وساتي او د ځینو محدودو احساساتو پر وړاندی ډېر اساسي اهداف قرباني نه کړي.

د همدې بحثونو په استناد ټول یو موټي توکمونه (ملت) چې د ګډو ټولنیزو، سیاسي او تاریخي غوره مفکورو درلودونکي وي، په ټاکلو جغرافیوي سیمو کې مېشت وي او د یو واحد حکومت درلودونکي وي ملت بلل کېږي.

ملت د یوه ټولیز معیار له مخې هغه ټولنیز جوړښت ته وایي چې ګډ کولتور، ګډ رواجونه او ګډ تاریخي شا لید و لري.

د همدې ټولو تعریفونو وروسته سوال د یوه ځوان کهول پر ونډه د یوې سالمې ټولنې په جوړښت کې پیدا کېږي.

ډېر کله په عامه ژبه کې وايي چې ځوانان د راتلونکې ټولنې جوړونکي دي، نو له همدې امله د افغان ځوانانو تر منځ د یووالي د رامنځ ته کولو او ساتلو لپاره او د هغو پر ځانګړې ونډه چې د یوې ښې ټولنې د رامنځ ته کولو لامل ګرځي بحث وشي.

له افغانستان څخه د شوري اتحاد د وتلو وروسته څرګند سیاسي بدلونونه رامنځ ته شول. د جنګ جګړو په اوږدو کې ملت ښه ډېر ورنځېدی او جګړو ان تر دم ګړۍ ویجاړونکې اغېزې پر ځوانانو پر ځای پرې ښودې.

افغان ځوانان په دغو ټولو بې انصافه سیاسي بدلونونو کې نه یوازې قربانیان شول بلکې پر ګڼو ډلو ټپلو هم و وېشل شول.

د ملت جوړونې او پر مختللې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره د ډول ډول خلکو راټولېدا او د خاصو تدبیرونو نیول یو مهم اصل دی او دې کار ته سخته اړتیا ده.

تار په تاروالی، بې اتفاقي اونفرت یو اخلاقي اصل ګرځېدلی چې د توکمونو ترمنځ د یو بل پر وړاندې مخ پر ډېرېدا دی.

فېسبوک کې ځینې داسې پاڼې شته چې چلوونکو یې د یوه یا بل توکم د سپکاوي او تورنولو لپاره لستوڼې رابډ وهلي دي.

"ټولو افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په ارامه ګډ ژوند کاوه- خو د ۱۹۹۲کال د کورنیو توکمیزو جګړو څخه را نیولې تر سیاسي مشرانو پورې په بې ساري ډول روښانه کړې چې دوی له یو بل څخه د توکم له اړخه څومره بېل او لرې دي".

کله خو داسې هم برېښي لکه دوی چې د ملي یووالي مخالف وي. داسې لکه چې نوی افغانستان د تاریخي افغانستان پر ضد وي او که چارې همداسې پر له پسې روانې وي نو ټولنه په مختلفو هویتونو تقسیم او لوټه لوټه بولم.

پایله به یې دا وي چې ملي احساس و ځپل شي، سیاسي ډلې ټپلې او نور خپل سري فعالان به را ښکاره شي او په هېواد کې به نورې کینې او دښمنۍ را برسېره شي.

د ملت جوړونې او پر مختللې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره د ډول ډول خلکو راټولېدا او د خاصو تدبیرونو نیول یو مهم اصل دی او دې کار ته سخته اړتیا ده.

افغان ځوانان د ټولنیزو اصولو له مخې مسوول دي چې ښه ډېر زیار وباسي تر څو یو موټی پاتې شي او د یوه پرمختللي ملت په څېر سر راپورته کړي.

له هرې لارې چارې باید کار واخیستل شي چې د شته امکاناتو نه د هېواد د پرمختګ حالت ثابت وساتل شي او د یو پر مختللي هېواد لقب تر ګوتو کړای شو.

موږ ګورو چې ځینې لوستي ځوانانو لا له وړاندې دا اړتیا درک کړې او د ټولنې د نیکمرغۍ لپاره یې خپله پوهه او وړتیا په پوره توگه په کار اچولې، خو له بده مرغه یو شمېر نور یې بیا په ناسم ډول او په لویه پیمانه غلطې خوا ته د هغو کسانو له خوا رهبري کېږي چې د شتمنیو د راټولولو لپاره جګړې ته لمن وهي او تاو تریخوالی د یوې داسې الې په توګه کاروي چې ملي هویت کمزوری کړي.

په همدې کار کې دوی خپل پاېښت ویني، ډېریو یې خپلې موخې لاسته راوړي او ډېری نور یې بیا په غالب ګمان د ګاونډیو هېوادونو غوښتنې پوره کوي چې پایله یې د هېواد په کچه بې ساري تباهي پېښوي.

موږ د لویې نړۍ یو فقیر او د لږ سواد لرونکې هېواد یو. د بې کارۍ لوړه کچه لرو، اوسنیو شمېرو او پلټنو دا هم ثابته کړه چې موږ د فساد په برخه کې په ټوله نړۍ کې دویم هېواد یو.

" "دا مه پوښتئ چې ستاسو هېواد ستاسو لپاره څه کولی شي بلکې دا وپوښتئ چې تاسو د هېواد لپاره څه کولی شئ"."

د امریکا پخواني ولسمشر جان کېنیډي

یوازې هغه څه چې موږ په کې تر نورو پر مخ روان یو، هغه د نفوس زیاتوالی دی چې دا بیا بله د خپګان وړ خبره ده ځکه چې زموږ سرچینې لېږ دي او دومره وګړو ته بسنه نه کوي.

حساب ورکونه، مشروعیت، د نظر پراخوالی، روڼتیا ، ملي او سیاسي پوهاوی هغه څه دي چې باید په لوړه سطحه عملي شي چې دا په رښتیا هم وخت ته اړتیا لري ځکه چې زموږ هېواد جګړې ځپلی او لا هم دا جګړه روانه ده خو د دې سره سره تر یوه حده اوسنی حالت د دې اجازه راکوي چې یوه څه باید وکړو.

هغه دا چې د یوالي په موخه روان شو. فکر کوم هغه څه چې باید د ملت په کچه تر سره شي هغه د توکمونو او قومونو تر منځ د یووالي ساتل او د پر مختګ پر لوري خوځېدل دي.

راځئ چې د هېواد غوره اوسېدونکي شو او له ځانه دا وپوښتو چې د خپل هېواد لپاره مو څه کړي؟ ایا زه هم هغه څوک یم چې د توکم نه پرته یو افغان ملت وینم؟

د امریکا پخواني ولسمشر جان کېنیډي په خپله وینا کې ويلي وو چې "دا مه پوښتئ چې ستاسو هېواد ستاسو لپاره څه کولی شي بلکې دا وپوښتئ چې تاسو د هېواد لپاره څه کولی شئ".

ځوانان د دې لپاره چې هېواد یې پرمختګ وکړي باید قرباني ورکړي. یوازې د بهرني خطر پر وړاندې نه بلکې د داخلي هغه پر وړاندې هم تر څو ټولنه د ژوند کولو لپاره غوره او سالم ځای وګرځي.

د ا یوازې هلته شونې دي، چې ځوانان دا درک کړي چې د سالم پاتې کېدلو لپاره باید ځان غوښتنه، تنبلي او شيطانت قرباني کړي.

خپل فکر د ملت ودې ته وقف کړي، د توکم په پام کې نه نیولو سره افغانستان د ټولو افغانانو کور وګڼي.

د زده کړو د ترلاسه کولو هڅې وکړي، هغه څه چې زده کوي نورو ته یې ور ورسوي، مثبت فکر وکړي، د اړو مرسته وکړي، د محیط ساتنه وکړي، تل د هېواد او خلکو ګټې خپل لومړیتوب وټاکي. خپله رایه د وړتیا لپاره وکاروي نه د خپلوۍ لپاره.

مخکې له دې چې اوبه له ورخه تېرې شي راځئ چې له تېر نه پند واخلو او د هغو کسانو له ملاتړه لاس واخلو کوم چې موږ یو د بل څخه نفرت کولو ته هڅوي او خپل انرژي د نفاق د تخم د کرلو لپاره مصرفوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .