ډیوه، د شمع نظامي کالم: د مرګ خبر

د خپريدو وخت: 18:49 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د ښارونو او بازارونو هټيوال په بسم الله له کوره ځي او دا ډاډ ورسره نه وي چې ماښام به کور ته روغ رمټ راستون شي که نه؟

دلته مرګ د نن خبرنه دى. دلته د مرګ کومه ځانګړې څېړنه هم نه شته چې ګوندې څوک چا او ولې وواژه؟؟

خو يوه خبره شته، که کله هم د جګړې د ميدان شمېرونکو ( ريفريانو) ته شمېره يو څه لوړه په لاس ورشي نو بيا په خبرېدو ارزي چې ورباندې خبرې وشي.

دا دى همداسې يو څه مو د دغه نا ځوانه شمېرونکو له تندي راشکولي او وا مو ورېده چې په تېرو ٣٦ اوونيو کې هر وار له ١٣٠ ډېر افغان سرتېري او پوليس وژل شوي ولسي وګړي او افغان طالبان به څومره وي؟

دا خو يوازې د افغان پوځيانو او پوليسو د سر بايلنې ميدان نه دى. د ښوونځي له ماشوم سره بم او ګولۍ ګزاره نه کوي.

ډېر ځله د زړه په وينو لوی شوى ماشوم لکه د ژوند خوب پلار له ګوتې نيولى تر ښوونځي ورسوي او غرمه يې مور ورته وږې سترګې په تمه وي.

هره شېبه د دروازې په سوريو کې ګوري چې بچى به يې کله راځي خو هغه ور ته لکه د ګلاب تازه غوټۍ د بل په لاس پرهر پرهر را وړل شي.

"بې اثرې او بې وسيلې مزدور چې سهار وختي پړى پرغاړه له کوره ځي کورنۍ ته يې شرط دا وي چې زه به درته د نن شپې د تېرولو ډوډۍ راوړم خو تاسې مې د سر خير غواړئ."

شپون په ځنګله کې د الوتکو له بريدونو خوندي نه دى. ډېرې رمې بې شپانه خورې ورې شي او د شپون ګنا يې دا وي چې د دې هېواد وګړى دى.

د ښارونو او بازارونو هټيوال په بسم الله له کوره ځي او دا ډاډ ورسره نه وي چې ماښام به کور ته روغ رمټ راستون شي که نه؟

بې اثرې او بې وسيلې مزدور چې سهار وختي پړى پرغاړه له کوره ځي کورنۍ ته يې شرط دا وي چې زه به درته د نن شپې د تېرولو ډوډۍ راوړم خو تاسې مې د سر خير غواړئ.

دوی ملامته نه دي. دوی وېرېدلي دي چې د دې وطن د جګړې مرمۍ د چا خاطر نه کوي.

دلته وړ او پړ په اسانه نه مالومېږي. بس هر لورى وايي چې سر په ټولو نو په داسې حالاتو افغان ځواکونو د مرګ په دغه شمېره پسې څومره ولسي خلک او څومره افغان طالبان تړلى شو.

د شمېرو لاس ته راوړل به دومره ګرانه نه وي خو د دې پوښتنې ځواب راته څوک هم نه راکوي چې ولې دافغان وينه دومره ارزانه ده؟

پردۍ لښکرې، پردۍ وزرې او د نورو لوبه او موږ د لوبغالي کوربانه خو موږ کوربانه هم په يوه نه يو روان يو لاس بل هغه په چاړه وهي داسې وخت کې ګيله له چانه کوئ؟

دلته د هر يوه کور دوه ځوانان په بېلو لارو ځي. داسې ميندې شته چې يو زوی يې طالب او بل افغان پوځي دى.

"پردۍ لښکرې، پردۍ وزرې او د نورو لوبه او موږ د لوبغالي کوربانه خو موږ کوربانه هم په يوه نه يو روان يو لاس بل هغه په چاړه وهي داسې وخت کې ګيله له چانه کوئ؟"

د دواړو غم او درد يوې مورته رسېږي. د دواړ جنازه يو ملا کوي او دواړه په يوه هديره کې خوا په خوا تر خاورو لاندې کېږي.

نن داسې هم شوي چې دې حالاتو پلار او زوی يو بل ته ګوته په ماشه کړي او ښه بېلګه يې د نورستان په کامدېش کې د دولت پلوي ملا صادق زوی و.

عمر په خپل پلار بريد کاوه چې ووژل شو. دا مرګونه د دې وطن په هره څنډه کې روان دي. کور په کور يې د ژوند لارې بېلې کړي. يوازې له مرګه وروسته په فاتحو يې خلک يوه کور ته ټولېږي.

چې په مرګ سره يو ځاى کېږو ولې په ژوند نه لاس په لاس کېږو؟ دغه زور چې يو پر بل يې د مرګ لپاره اوبه کو د هغوی پر خلاف يې ولې نه کارو چې سپين سرې ميندې مو دوير په ټغر کښېنوي؟!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .