د استاد منلي کالم، دا کابل دی: کابل ته مه وایه چې وران شي

د خپريدو وخت: 18:37 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

هغه کابل چې هر څوک په کې خپل ځای لري او هر څوک په کې پر خپل ځای دروند دی، ټول په کې یو ځای اوسي خو هېڅ یو د بل د نفی کولو هڅه نه کوي

سهار، کار ته د تلو پر مهال، د موټرو ګڼه ګوڼه د سړي وار او پار ختا کوي. په سلګونو موټر داسې یو په بل پسې ولاړ وي لکه په خټو کې چې نښتي وي. بیا په دې منځ کې داسې ناړامه ډرېوران هم راپیدا شي چې، د نوک په ځای کې د سوک ځایول خو لا پرېږده، د سړي پر سر خېژی خو چې دوه متره تر نورو وړاندې شي!


زما موټر پینځه دقیقې پر ځای مېخ شوی و خو چې ډرېور مې د ګېر لاستی ټېل واهه یو بل ترې داسې مخکې شو چې ما ګومان وکړ چې اوس به د یوه مخه او د بل شا پر سړک توی شي. خو یا دا ډرېوران په ريښتیا روي دي او یا خو کابل ته چا پخه دعا کړې ده چې په دې بېروبار کې، دغسې ناړامه ډرېوران ګرځي او ترافیکي پېښې په کې د ګوتو په شمار دي.

د سترګو په رپ کې زما تر مخ د سپینې سراچې ځای سرې کورولا ونیو.


د سره موټر چلوونکي اوږده ږیره درلوده. سپینه خولۍ یې پر سر وه. څنګ ته سیټ یې تش و. شا ته یې درې مېرمنې ناستې وې. هغه چې د ډرېور شاته وه، برګ کمیس یې تر ګلدار دسمال لاندې ښکارېده. ښه سم ارایش یې کړی و. په منځ کې یوه نیمزالې ښځه ناسته وه چې ځان یې په اسماني چادري کې داسې پېچلی و لکه ساړه یې چې کېږي.

د موټر ښي اړخ ته زړې ادې وطني جامې اغوستې وې، سپین د پاج ټیکری یې پر سر و. د شاتني سیټ او ښیښې تر منځ پر تخته، د کاغذي دسمالونو د کوتۍ دواړو خواوو ته، دوه په ستارو ښکلل شوي، کوچني بالښتونه ایښي وو. د موټر د شا پر ښيښه د کوم جرمني موټر پلورونکي نوم، پته او د تلېفون شمېره لیکل شوې وه.

د ټول بکس پر کیڼ کونج د کیوبا او لاتینې امریکا د ارجنټایني اتل چې ګېوارا انځور کښل شوی و او پر ښي ګوټ یې پر سپین سټېکر د ډي (D) توری چې له جرمني څخه د موټر د راتلو ګواهي وایي لګول شوی و.

دا کابل دی

کابل ته مه وایه چې وران شې، کابل ته تللي، هر وطن، ښکلي ګلونه

یو موټر او سل دنیاوې! زړه ته مې نه لوېږي چې د سپینې خولۍ څښتن، ږیرور چلوونکي به په خپل ژوند کې د کیوبا د انقلاب او د ارنستو چې ګېوارا په اړه فکر کدرې هم کړی وي.

د هغه په دنیا کې ښځه، که هر څومره د موډرن ژوندانه په معیارونو ځان سمبال هم کړي، حق نه لري چې د موټر مخکې سيټ کې کښېني. د هغه شا ته درې ښځې د دریو پرله پسې نسلونو استازې وې چې نور ارزښتونه یې که سره بېل نه هم وي، د لباس په برخه کې یې سره ورته نظر نه درلود.

په جلبلي خالونو او ستارو ښکلل شویو بالښتونو او په ایران کې د جوړو شوو کاغذي دسمالونو کوتۍ د یو نوي ښاري شوي ذوق ترجماني کوله. د موټر پر ښيښو او ټول بکس لیکنو دا څرګندوله چې له اروپا راوړل شوی دی. د چې ګېوارا انځور په کابل کې هم د هغه جرمني ځوان د انقلابي بغاوت ښکارندویي کوله چې یو وخت د دغه موټر خاوند و.


په سرسري نظر دا هر څه په دغه ښار کې د ارزښتونو د سره ګډېدلو او د یو ورک لاري، د فرهنګونو په ځنګل کې د ناډاډمن نسل ژوند تمثیلوي خو که لږ ورته په ځیر وګورو همدغه د کابل اصلي څېره ده. له نن نه پینځه سوه کاله وړاندې، فیضي دکني د کابل په اړه لیکلي دي : «ستایش آب و هوا، نیروی قلم به آن برنیاید با آنکه زمستان بیرون از اعتدال گزندی نرساند، گرم سیر و سرد سیر بدان سان که در یک روز از عالمی به عالمی گذاره افتد.

یازده زبان واگویه این دیار و هر طایفه زبان خویش بسراید: ترکی، مغولی، فارسی، هندی، افغانی، پشایی، پراچی، گبری، برکی، لغمانی، عربی.» (د آب و هوا ستایل یې د قلم له توانه وتلي، تریخ ژمی یې څوک نه ځوروي خو ګرمي او یخني یې بېلې، بېلې دنیاوې دي.

هغه ډلې او جوړښتونه چې دلته د ملت له شتون څخه انکار کوي، د کابل اصیل روح نه پېژني

وګړي یې هر څوک خپله ژبه وایي...). په دې ښار کې چې فیضي یې یوولس ژبې یادې کړې، تر دوو سوو زیات مالتونه وو چې هر یو یې خپل ځانګړی دود درلود. د هر کسب وګړو خپل خپل ځایونه درلودل خو ټول د یوه ښار خلک وو چې د فیضي په وینا : «اهالی این دیار عموماً به عیش و عشرت مایل و از طلب زیادتی زاهل اند... هنگام بهار و موسم گلزار، اناث و ذکور، صغیر و کبیر ایشان در عیش و طرب و در خوش گذرانی نیک مشرب اند.» (د دې سیمې وګړي عموماً ساتیرۍ ته لېوال دي او د شتو د ډېرولو فکر نه کوي، په پسرلي کې نر او ښځې، لوی او واړه په خوښۍ وخت تېرولو کې ښه ګوزاره کوي»


هغه کابل چې هر څوک په کې خپل ځای لري او هر څوک په کې پر خپل ځای دروند دی، ټول په کې یو ځای اوسي خو هېڅ یو د بل د نفی کولو هڅه نه کوي افسانه نه ده، هم تاریخي واقعیت دی او هم د نن ژوندۍ منظره.

که څه هم اوس ځینې ډلې او کړۍ هڅه کوي چې د خپلو اتلانو د سترو سترو انځورونو او د خپلو سیاسي او مذهبي ځانګړتیاوو د کړسنده تظاهر پر مټ خپل تفوق زبات کړي خو دغه خونړۍ سیاسي لوبې کټ مټ هغه د کابل د کوترو د ساتونکو او د پتنګانو د الوزوونکو سیالۍ رایادوي چې ټول ویاړ به یې دا و چې د رقیب د کوترو له سیله یوه کوتره را جلا کړي یا د چا د پتنګ تار په هوا کې پرې کړي.


هغه ډلې او جوړښتونه چې دلته د ملت له شتون څخه انکار کوي، یا داسې څرګندوي چې ګواکې دلته د ملت جوړولو ته اړتیا شته، د کابل اصیل روح نه پېژني. نن په کابل کې هغه پخوانۍ لوهارانې نه شته چې د پارسي ژبو ادب ته یې «لولیان شهر آشوب» وربخښلې دي خو کابل لا هم هماغسې کابل دی. سپین پړونی، شنه څادري، ګلدار دسمال، اوږده ږیره، د چې ګېوارا انځور او په خندا د قانون ماتول! هېڅ هم نه دي بدل شوي:

کابل ته مه وایه چې وران شې
کابل ته تللي، هر وطن، ښکلي ګلونه

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .