ناپلیون له لمر خاته مخکې د کرملین الوځول غوښتل

د خپريدو وخت: 06:58 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

دغه شفر لرونکی لیک علني مزایدې ته وړاندې کړی دی، چې پخپله ناپلیون هم لاسلیک ورباندې کړی دی.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د لومړي ناپلیون یو هغه ناشنا لیک علني مزایدې ته وړاندې شوی، چې د ۱۸‍۱۲ د اکتوبر په شلمه نېټه یې لیکلی او پکې راغلي چې "په دوه ویشتمه ورځ به د سهار پر درېیو بجو کرملین وچووم".


پر روسیې د فرانسې تر برید دوه سوه کاله وروسته، پاریس ته څېرمه د اوسینا مرکز د ناپلیون دغه شفر لرونکی لیک علني مزایدې ته وړاندې کړی دی، چې پخپله ناپلیون هم لاسلیک ورباندې کړی دی.


د لیک قیمت د لسو او پنځلسو زرو یورو ترمنځ اټکل شوی دی. ناپلیون له مسکو څخه په داسې حال کې ووت، چې شاته یې ګڼې سیمې کنډوالې او کنډې کپرې پرېښودې.


د خپل حکومت د اړیکو وزیر هوګ برنار مارېه ته یې د کرملین د ټوټه کولو خبر ورکړ. دغه فرانسوي مشر پخپل لیک کې له یوه وزیر ویلنیوس څخه غوښتي، چې خوراکي توکي راټول کړي، او د لېږد وسایل چمتو کړي.


دی لیکي، چې "د سپرو جنګیالیو وسلې ټوټه ټوټه شوې او آسونه هم شوک په شوک شول. "

"د کرملین الوځولو دنده مارشال مورتېیه ته وسپارل شوه، هغه د کرملین هغه دنګ برجونه ړنګ کړل، چې پر یوه وخت هم د امپراتورۍ ماڼۍ وه او هم پوځي کلا."

الان نیکولا


د نوموړي اشاره هغې یخنۍ ته وه، چې د جګړې پرمهال یې ګڼ جنګالي او د هغوی جنګي آسونه له منځه ولاړل.
دغه باد او یخني د جګړې په ورځو کې له سایبریا تر مسکو پورې چلېدل.


په همدې مهال کارپوه الان نیکولا وايي چې " د کرملین الوځولو دنده مارشال مورتېیه ته وسپارل شوه، هغه د کرملین هغه دنګ برجونه ړنګ کړل، چې پر یوه وخت هم د امپراتورۍ ماڼۍ وه او هم پوځي کلا. "


خو د بشپړو نړول شوو برجونو د بېرته رغونې چارې ډېرې ژر او چټکې پیل شوې. دغه کارپوه زیاتوي "د ناپلیون په لاس لیکل شوي لیکونه ډېر لږ تر ګوتو شوي؛ ځکه چې د هغه د لیک ګڼ لېږدوونکي کسان ورک شوي او هېڅ څرک یې هم نه دی لګېدلی او یا دا چې د روسانو په لاس ورغلي."


د علني مزاد دغه مرکز د ناپلیون او د هغه د ښځې جوزفین د ویدېدو کټ، او څلور څوکۍ هم لیلام ته وړاندې کړي دي، چې د پوځي ډولونو په څېر جوړ شوې، او قیمت یې د پنځوسو تر شپیتو زرو یورو پورې اټکل شوی دی.


دغه توکي د پاریس پر یوه واټ په هغه جوړ شوي کوچني هوټل شانتورین کې اېښودل شوي دي، چې ناپلیون او ښځه یې د لومړي ځل لپاره په کې اوسېدلي دي. د هغوی د اوسېدو دا ځای په ۱۸۶۲ کال ویجاړ شو.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .