نشه يي توکي، زموږ د نسل بله غميزه

د خپريدو وخت: 15:50 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د دغو چرسيانو لوی کار دا و چې د خلکو مجلسونه به يې په ټوکو ټکالو ورګرمول.

د ډېرو کلونو خبره نه ده. يوازې دوه لسيزې وړاندې زموږ په ټوله سيمه کې پنځه چرسيان و.

که څه هم د يوې داسې درې چې شاوخوا ۱۶ کلي په کې اباد وي نفوس به ډېر وي، خو په دغه ډېر نفوس کې هم څلور چرسان نه شوای پټېدای او داسې مشهور و چې لويانو، وړو، ښځو او نارينه و ټولو پېژندل.

ددغو چرسيانو خبرې به هېچا هم جدي نه انګېرلې او ډېرې بابيزه به يې بللې. که به يې چاته ښکنځل هم وکړل خوا يې ور څخه نه بدله او و به يې ويل چې چرسي سړی دی ګيله ترې نشته.

د دغو چرسيانو لوی کار دا و چې د خلکو مجلسونه به يې په ټوکو ټکالو ورګرمول.

د غزني له ښاره سوېل لويديځ ته شاوخوا ۳۵ کيلو متره لرې پروت د ملانوح بابا په نوم يو کوچنی بازارګی د دوی د راټولېدو ادرس و. هورې به چېرته پټ په يوه دوکان کې کېناستل او له عام محضره پټ به يې خپل چرس وڅکول.

که د نشې لپاره اخلاق فرض کړو، نو دوی د نشې ټول اخلاق په پام کې نيول.

"د تارياکيانو د عايدو سرچينې غلاوې دي."

هڅه يې نه کوله چې نور کسان يې وويني، دا خو لا لويه خبره ده چې دوی دې نورو کسانو ته هم د يوه دود ست وکړي او په چلم دې ورشريک کړي.

ماشومان به يې نژدې نه ورپرې ښودل او په کليو کې به يې هم چېرته په ښکاره چلم نه وي وهلی.

زموږ په سيمه کې هغه مهال د پوډرو نوم چا نه و اورېدلی، د څکولو او استعمال په اړه خو فکر نه کېده.

شل کاله وروسته

د ۱۶ کليو هماغه سيمه چې پنځه چرسيان په کې رسوا رسوا و، اوس د لسلګونه پورډريانو او تارياکيانو ځای دی.

دغه اکثره کسان په ايران کې په تارياکو او نورو نشو روږدي شوي دي او اوس چې د کار او کسب نه دي نو وطن ته راغلي او دلته د ژوند وروستۍ شپې ورځو په نشو اړوي.

هورې درانه کارونه د تارياکو د نشې يو لامل دی، چې خلک ورباندې د ستړيا د ختمولو له کبله اخته کېږي.

بل دا چې کم عمره ماشومان هم په نشو ژر روږدي کېږي.

خو اوس د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې همدغو لسګونو تارياکيانو ته تارياک رسېږي.

په لومړي سر کې ورته هوس ښکاري او بيا چې روږدي شي نو نشه يي مجبوريت شي، بې له نشې د بدن ارام نه وي.

زموږ په سيمه کې کوکنار نه کرل کېږي.

څو کاله مخکې ځينو خلک وکرل خو نتېجه يې خرابه وه. يوازې ځينې خلک يې د پيازو د پولو پر سرونو کري او هغه هم په ژمي کې د والګي او يا نورو ناروغيو پر مهال د درملنې په توګه کاروي.

دا چې تارياک به د درمنلې کار ورکوي او که به د نشې په زور درد اراموي په دې نو ډاکټران ښه پوهېږي.

خو اوس د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې همدغو لسګونو تارياکيانو ته تارياک رسېږي.

يوه دوست مې راته کيسه کوله چې دا مهال په غزني کې هم د تارياکو د پېر و پلور کار پيل شوی دی. ده ويل چې زموږ د سيمې تارياکيان د غزني ښار سوېل لوېديځ په لس کيلو متري کې پروت د شهباز دوکانونو په نوم يو کوشنی بازارګی څخه تارياک راوړي.

د انګورو او مڼو د شنو باغونو په منځ کې پروت دغه بازار کې به څوک فکر هم ونه کړي چې دلته د وطن د خوږو ميوو پر ځای زهر وپلورل شي.

دغه کوچنی بازار يو وخت د تازه ميوو او سبزو له کبله ډېر مشهور و.

"په حکومتي کچه هم د روږدو کسانو د درملنې لپاره کوم پلان نشته."

ماسپښين به د نژدې کليو خلک ټول د دې لپاره ورتلل چې ميوه او سبزي په کې واخلي او د لويې لارې هغه موټر چې نژدې ولسواليو ته به تلل ټول د ميوو او سبو د اخيستلو لپاره ورته درېدل.

د تارياکيانو د عايدو سرچينې غلاوې دي.

تېر کال يو ځل په جوماتونو برابر شوي وي له ټولو څخه يې د لمريزې برېښنا ماشينونه او بېټرۍ غلا کړې وې.

د خلکو پسونه غلا کوي، موټر سايکل او نور شيان غلا کوي، پلوري يې او بيا پرې ځانته تارياک اخلي.

دوی کله کله هومره مجبوريږي چې د تارياکو پر پلورونکي خپله وړه لور پلوري او ځانته پرې تارياک واخلي.

همدغسې يوه پېښه زموږ د سيمې د تارياکيانو په منځ کې شوې وه.

جګړې او نالوستي توب

د اوسنيو تارياکيانو په منځ کې لوستی څوک نشته.

لوستي هغه دي چې يوازې دوه درې کاله يې ښوونځي ويلی وي او خپل نوم ليکلی شي.

دوی ټول د جګړې نسل دی، چې په ډېر يې په ماشومتوب او نور په ځواني کې ايران ته تللي دي او هورې په تارياکو روږدي شوي دي. يو نيم يې داسې هم دی چې دلته په وطن کې پرې روږدي شوي دي او اوس د مرګ وژوند پر بريد ولاړ دي.

"کله چې د کابل ښار کې د اسانتياو له شتون او بالقوه امکاناتو سره سره د نشه يانو درملنه نه شي کېدای نو د اندړو په يوه بېوزله سيمه کې به دا کار څنګه او څه وخت شونی وي."

داسې هم شته چې د يوه سړي دوه زامن په تارياکو روږدي وي.

له دوی سره د کورنيو چلند هم له تاوتريخوالي ډک دی.

اکثره کورنۍخپل هغه خپلوان کورنو ته نه ورپرېږدي، چې په تارياکو روږدي شوي دي.

د درملنې په اړه يې هم يا ډېر سوچ نه کوي او يا هم دومره وس نه لري چې ويې درملي.

په حکومتي کچه هم د روږدو کسانو د درملنې لپاره کوم پلان نشته. هغه مهال چې مې له بي بي سي سره کار کاوه د روږدو کسانو په اړه مې يو فيچر ته مواد برابرول.

د کابل ښار په بريکوټ کې پخوانۍ خانه فرهنګ ته ورغلم چې دا مهال د پوډريانو مرکز دی.

له اکثرو کسانو سره چې مې خبرې کولې راته يې ويل، چې په خپل عمل پښېمانه دي، خو اوس يې د پرېښودو هېڅ لاره و ګودر نه ورځي.

همدغو پوډريانو راته ويل چې هره ورځ څو کسان راځي،دوی ته تارياک راوړي او د پيسو په بدل کې يې ورکوي.

همدا اوس د سيلو مخه له همدغو پوډريانو څخه ډکه شوې ده. د کليو حال مو هغه و ا و د ښار حال مو دغه دی.

دولت د کورنيو چارو په وزارت کې يو معنيت لري او يو يې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې جلا وزارت جوړ کړی دی.

د درملنې په برخه کې د عامې روغتيا وزارت کار کوي او د کار موندلو په برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت فعاليت کوي.

د کابل ښار په بريکوټ کې پخوانۍ خانه فرهنګ ته ورغلم چې دا مهال د پوډريانو مرکز دی.

په همدومره لوی اداري جوړښت سره لا هم دوی نه شي کولای چې د نشه يانو د زياتېدو مخه ونيسي او د هغو کسانو درملنه وکړي چې د ښار په مرکز کې د نشو له کبله مري.

کله چې په ښار کې د اسانتياو له شتون او بالقوه امکاناتو سره سره د نشه يانو درملنه نه شي کېدای نو د اندړو په يوه بېوزله سيمه کې به دا کار څنګه او څه وخت شونی وي.

دلته د هغو نشه يانو غم نه خوړل کېږي، چې هره ورځ يې سلګونه لوړ پوړي دولتي مامورين د خپلو ګاډو له هېندارو څخه ويني، نو د هغو نشه يانو غم به څوک وخوري، چې د اندړو د انګورو او مڼو په باغونو کې پراته وي.

په پلازمېنه کې چې نسبتا اقتصادي حالت په کې ښه دی، روغتيايي مرکزونه په کې ډېر دي، ژوند په کې يو څه ارام دی، خو بيا هم د دشت برچي پل سرخ، د سيلو سړک او د بريکوټ خانه فرهنګ له نشه يانو څخه خلاص نه شو، نو هغه سيمه چې اقتصادي په کې صفر دی، ژوند په کې په ټپه ولاړ دی، جګړې د خلکو د ژوند يوه برخه ده او امکانات او اسانتياوې په کې په نشت حساب دي، څنګه د نشه يانو د زياتېدو مخه ونيول شي او يا به هغه کسان څنګه ودرملل شي چې دا مهال په نشو روږدي شوي دي؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .