د بشر نويد کالم: زاړه جنرالان د احتساب لاندې

د خپريدو وخت: 19:00 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

هسې خو که د پوځي جنرالانو حساب کتاب پيل شو نو هر جنرال چې د جمهوريت پر سينه له بوټانو سره راختلى دى هغوى له اۤئين (د پاکستان اساسي قانون) سرغړونه کړې ده.

پاکستان کې احتساب هغه سکنجه (اله) ده چې سياسى مخالفين يې د يو بل د رانيولو لپاره په کار اچوي.

پوځي او ملکي حکومتي ادارې يې د سرکشه، نامنونکو سياستوالو د وېرولو لپاره ځان سره د يو ځواک په توګه ساتى، له دې پرته یې نوره هېڅ نتيجه نشته.

پاکستان کې هسې هم د هېڅ يو کار، عمل، تحريک او پلانونو څه پایله نه وي نو دغه وجه ده چې هر څوک وايې ''موږ به انقلاب راولو''!

دلته انقلاب د کوره تښتېدلى مرور په څېر دی. انقلاب کور ته په خپله نه راځي او دښمنان کور ته د راتلو لاره نه ورکوي.

په دغه ځای کې انقلابي سياست او پوځي جنرالان له يو بل سره مخالف هم دى او له ناکامه ګوزاره هم کوي.

دا وخت په پاکستان کې په لومړي ځل د زړو (پخوانيو) پوځي جنرالانو احتسابى عمل پیل شوى دى. په دغه جنرالانو د غبن، له قومي خزانې نه د خپلې خوښې په سياسى انتخابي عمل کې د پيسو د لګښت الزامونه دى.

هسې خو که د پوځي جنرالانو حساب کتاب پيل شو نو هر جنرال چې د جمهوريت پر سينه له بوټانو سره راختلى دى هغوى له اۤئين (د پاکستان اساسي قانون) سرغړونه کړې ده.

له اساسي قانون نه پرته يې د جناح صیب پاکستان په ۱۹۷۰ – ۷۱ کې هم مات کړى او وروسته چې ورپسې راځو راځو نو څلورو جنرالانو، فيلډمارشل (ډ‌ګرمارشال) ايوب خان، يحيٰى خان، ضياء الحق او پروېز مشرف په پوځي واکمنۍ کې او نورو د جمهوريت د پردې شاته داسې عملونه کړي چې تر اوسه يې پاکستان د پايلو له سزا تېرېږي.

پخوانی جنرال

"د جنرال حميد ګل په شان زاړهٴ جنرالان ځکه په جارحانه انداز خبره کوي چې هغوى د افغانستان جهاد او پاکستان هر څهٴ له ستوني تېر کړي"

خو په سياست کې دومره زور نشته چې مجرم ته سزا ورکړي ځکه سياست په خپله هم حاکم دی هم ''سزايافته'' مجرم.

غل به له غلهٴ سره څه احتساب وکړي

عدليې هر پوځي حکمران (واکمن) ته اجازه ورکړې چې ته د جمهوريت نه ښه يې. د عدليې حکم ''حرفِ اخر'' وي، نو پوځ سره اخري پته په لاس کې ده ځکه خو تر اوسه پورې د احتساب له عمل محفوظ پاتي دي.

خو ناڅاپه د کلونو کلونو یوه زړه قضیه عدليې راويستله. د اصغر خان له خوا په دغه درخواست کې په ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګول شوي او پخواني جنرالان د احتساب تر عمل لاندې راغلل.

په دغه لړ کې د آې اېس آې پخوانی مشر جنرال حميد ګل غوږونه له وړاندې نه سرهٴ سرهٴ کېږي او په بېلا بېلو رسنيزو مرکو کې د پوښتنو ځوابونه په غوسه غوسه ورکوي لکه چې د غلهٴ پر ږيره خس وي.

دلته د هر چا ږيرې شته، پر ږيرو يې خس هم شته. خو د ځینو پر مخ ږيرې د اسلامي نظام د دعوه چيانو په صفت ښکاره دي، او د چا ږيرې په ګېډو دننه يا په زړونو دننه دي.

خو د هر چا پر مخ که ږیره وي او که نه، له خس پاک نه دی اوس نو دا بېله خبره ده چې په پاکستان کې د جمهوريت کوټ واسکټ، د اقتدار شېروانى او جناح کېپ (خولۍ) او د تمغو ډک بڼېدلې وردى (پوځي یونیفارم) د يو بل ساتنه کوي، او يو بل ته خوندي لارې ورکوي.

د پاکستان جغرافيه داسې ده چې ډېرې خوندي لارې ترې وتلي دي. تاريخ يې نه شته ځکه خو هر څوک دا وايي، ''تاريخ به خپله فیصله په خپله کوي'' دلته هېڅ کله، يو ځل، چېرې هم، تاريخ څه فيصله نه ده کړې.

پاکستان کې کهٴ پوځي په وردۍ (پوځي جامو) کې وى، کهٴ له وردۍ پرته وي، د لندن يا اسلام اباد په بنګلو کې يې کلکه ساتنه کېږي

تاریخ به اخر څنګه فیصله کوي چې د يو ذهن، يو لاس، يو قلم ليکنه ده. هغه ذهن، هغه لاس او هغه قلم به څنګه رښتيا وليکى چې د نيونکي په ذهن کې يې حرامه وينه ځغلي، لاس کې يې ګند او په قلم کې يې د حرام او غلام ذهن حرفونه (توري) وي. تاريخ به څنګه فيصله کوي؟

دا دی اوس چې د زړو (پخوانیو) جنرالانو خلاف د احتساب کومه فیصله وشوه نو دا هم فیصله نه ده، د صفايۍ موقع ورکول دي، نورې محفوظې لارې لټول دي. په پاکستان کې کهٴ پوځي په وردۍ (پوځي جامو) کې وى، کهٴ له وردۍ پرته وي، د لندن يا اسلام اباد په بنګلو کې يې کلکه ساتنه کېږي، له هر چا زيات خوندي او د احتساب له عمل بېخى بچ وي.

په اوسني احتسابي عمل کې دا طلبي اولس ته په سترګو کې د خاورو پر ځای د خوږو رنجو سلايۍ وهل دي، په دغو رنجو لويو قوتونو له وړاندې خپلې سترګې بل شان تورې کړې لکه دا لنډۍ چې وايي!!

جانان زما سره پښتو کړي

چې سترګې تورې کړي لکۍ ورله پرېږدينه

د زړو ورديو جنرالان چې اوس په کور يا بهر ملکونو کې ناست دي، خپلې وردۍ او پاکستان خوري، د هغوى خلاف کهٴ د ملل متحد د چارټر په رڼا کې احتساب وشى نو بيا خو به د پاکستان دننه مقدمو نه زيات د بهر مقدمات راځى چې زړو جنرالانو په ګاونډي افغانستان کې د جنګ په شکل مداخلت ولې کړى دى!؟

په دغه اړه زاړهٴ پوځي جنرالان او د مذهبى ګوندونو مشران لکه محمود او اۤياز اۤقا او غلام، په يو صف کې هسې نهٴ دي ولاړ، د يو بل په وجود کې پناه او بقا لټوي، ځکه خو د اۤى اېس اۤى زوړ مشر جنرال حميد ګل د ''دفاع پاکستان'' په برګو بروګو جنډو کې ليدل کېږي.

"پخوانيو زړو جنرالانو ته خبره معلومه ده، "له وردۍ ووځه او د مذهب په قبا کې پټېږه""

پخوانيو زړو جنرالانو ته خبره معلومه ده، "له وردۍ ووځه او د مذهب په قبا کې پټېږه"، ځکه پاکستان کې خلک په مظاهرو کې هره جنډه سوځولى شى خو د مذهبى ګوندونو جنډه سوځول ګناه ده، ځکه که پر يوه جنډه کليمه ده نو پر بله الله اکبر!

د جنرال حميد ګل په شان زاړهٴ جنرالان ځکه په جارحانه انداز خبره کوي چې هغوى د افغانستان جهاد او پاکستان هر څهٴ له ستوني تېر کړى، اوس يې د ''دفاع پاکستان'' تر سيوري لاندې پناه اخستې ده. د مذهب او وردۍ خلاف به احتساب څنګه کېږي، خو فقط دا يو غږ چې پنځهٴ شپېتهٴ کاله په پوځي وردۍ کې وشو، د هغې ټوکې په شان دی چې وايي يوهٴ سړي چيغې وهلې، مار دی مار .... مار...!! خلک راغلهٴ او پوښتل يې چې مار وخوړې!!؟؟ دهٴ وويل نه...!! خلکو ورته وويل، نو بيا دا چيغې ولې وهې!!! دهٴ ورته په جواب کې وويل ''مار نهٴ يم خوړلى خو پر سينه مې تېر شو، د مار دا لاره مې خوښه نهٴ شوه!!''

د زړې وردۍ پر سينه د احتساب مار تېر شوی خو لا خوړلى يې نهٴ دى او چيغې وهي ځکه چې دوى پر سينه چا ته ځاې نهٴ ورکوي، پوځ خو ټول عمر د نورو پر سينو ناسته کړې ده!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .